په يوه ورځپاڼه کې مونږ سره د صوابۍ يو ملګرى ؤ چې سايل منصبداري نومېده. ډېر غريب خو ډېر ژوندي زړۀ والا سړى ؤ. پخپله خو به يې کار نۀ کاوه خو اکثر به ورسره مونږ هم له کاره وتلي وو. کله به يې ټوکې کولې او کله به يې داسې شعرونه ويل چې که قافيه رديف دې ترې ليرې کړي واى نو هغه هم ټوکې وې. يوه ورځ يې زما په لاس کې الفت، ورځ، نوښت، مشرق او څو نورې مجلې وليدې نو زر يې رانه واخيستلې. يوه په بله پسې يې ټولې پاڼه په پاڼه واړولې او په پاى کې يې راته مخ راواړاوه:

- يره جي يوه پوښتنه کوم؟

- څه؟

- دا امتياز څوک ده چې دونه (دومره) ډېر مړونه يې دي؟

دفتر کې ناست ټول کسان کړس کړس په خندا شول.

فضل قادر انډيوال ورته سپيناوى وکړ خو د هغۀ پرې سر خلاص نۀ شو (په اسانۍ سره خلاصېدو والا سر نۀ ؤ). چا ورته د بېلګې په توګه د ورځپاڼې د مالک نوم واخيست او ورته وې ويل چې دا زمونږ  د امتياز مېړۀ دى. سايل ورته وويل:

- ښه، ښه، تاسو نالايقه سړي ته مېړۀ وايئ!!!

يو ځل بيا خندا شوه.