دا تورخم و. ګاډي ودرېدل. ماشومانو د سامان د وړلو لاس ګاډۍ زمونږ په لور راوزغلولې. مونږ خپل خپل سامانونه، بېګونه په دغو لاس ګاډيو کې واچول او د ډېورنډ د کرښې په لور روان شو. دې دوران کې چې د چا سره پاسپورټونه وو اسد دانش د وېزې لګولو دپاره د هغوى نه واخيستل او د ځان سره يې بوتلل او چې د چا سره اجازت نامې وې هغوى يې په مخ روان کړل. زما او د اکبر سيال اجازت نامې د اسد دانش نه هېرې شوې وې ولې اسد دانش ويل چې غم يې مه کوئ زه درسره يم زه په خپله اجازت نامه يم.
غالباً څه د پاسه دولس بجې وې چې مونږ د تورخم په زنځير د وياړونو او ننګونو ځمکې افغانستان ته واوړېدو. مونږ ته اورنګ صميم سره د نورو ملګرو دروند هرکلى ووې. عمران او امجد شهزاد د پولې په هغه غاړه زمونږ او د هغې غاړې فوټوګرافي کوله. ځنې ملګري لکه عابد جان او شوکت شرر د اورنګ صميم سره په چمن کې ناست وو او قهوه يې څښله. دې دوران کې د ملګرو هغه چوکۍ هم زير بحث راغله چې بظاهر د افغانستان په حدودو کې ښکارېدله او بېرغ پرې د پاکستان ولاړ و. غالباً د دې شاته څه سياسي مسئله وه او دا چوکۍ د انګرېزانو د وخت ده او داسې ويل کېږي چې دا ځاى د دې غاړې نه د اوبو په بدل کې ورکړى شوى دى. دې دورآن کې هغه ملګري هم راورسېدل چې پاسپورټونه يې لرل او ظاهرجان بابري صېب چې کلچرل اتاشي دى سره د دوو هايي ليکسو راورسېدو. زمونږ ټولو سره يې په ډېره مينه او اخلاص ستړي مشي وکړل.
يوه بجه وه چې مونږ د جلال اباد په لور روان شو. په دې پوله په دومره ګڼ تعداد کې خلک اوړېده راوړېده لکه چې دا پوله يو "سرحد" نه بلکې يو عارضي پاټک وي او د يوې محلې نه خلک بلې محلې ته اوړي او راوړي. د پولې په دواړو غاړو "سرحدي فورس" خپلې خپلې ذمه وارۍ ترسره کولې. د پولې نه اخوا اول مونږ په يو بازارګي ورګډ شو او په يو بورډ غټ غټ ليکلي شوي وو "د ننګونو او وياړونو افغانستان ته ښه راغلاست". دې بازارګي کې زياتره دوکانونه د کنټينرو او څپرونو نه جوړ وو. ولې په هر دوکان بورډ په سوچه پښتو کې و چې مونږ ته يې د خوشحالو او وياړونو نه ډک د يو ځانګړي احساس تحريک راکولو.
مونږ چې د دغه بازارګي نه وتلو نو د سړک په غاړه په يو سيمټي بورډ ليکلي شوي وو : کابل ٢٢٣ کيلوميتره، سروبى ١٥٤ کيلوميتره او جلال اباد ٧٧ کيلوميتره. اوس د ډرايونګ سايډ بدل و. د دې مخې به په سيدها لاس او د هغه مخې به ګاډي په ګس لاس راتلل. رولز ريګولېشن د نفسياتو سره تعلق لري. ويل کېږي چې په کومو ملکونو کې برټش راج تېر شوى دى هلته د ګاډي سټېرنګ په ګس لاس وي او ګاډى تګ په ښي لاس کوي. په بنيادي نصاب کې هم انګرېزان وړو ته ښيي چې: Go to the left (په ګس لاس ځئ). انګرېزان د تګ لار د لفټ خوښوي ولې د مطلب لار د کيپتالسټو سره لنډوي. مونږ ټول پلازه (Toll Plaza) کراس کړه او د جلال اباد په لويه لاره مو يون پېل کړو.
د تورخم نه تر جلال اباد او د جلال اباد نه تر کابله دغه لويه لاره په هيڅ حواله د عالمي معيار نه کمه نۀ وه. بلکې اوس خو د دغې لويې لارې په بل اړخ هم کار شروع دى. د دې لويې لارې په حقله چې مونږ کومې قيصې يا په دې لاره د خطرو کوم داستانونه اورېدلي وو، باوجود د دې چې مونږ په لاره په يو دوه ځايه کې دمه هم کړې ده، ولې د هيڅ قسمه خطرې يا تکليف احساس مو نه دى کړى او نۀ ورسره مخ شوي يو. بلکې د يو عام روټين په شان ژوند پکې چمتو و او د دواړو غاړو ګاډو ښه په نره خپله خپله لار وهله.
سايل او دروېش درانى اورنګ صميم سره په کار کې زمونږ نه وړاندې روان وو او زه، بابري صېب، اسد دانش، رياض تسنيم، امجد شهزاد، عمران، عمر دراز مروت، اسرار اتل، شوکت شرر، ضياء الدين، رازق فهيم په يو ګاډي کې او نور ملګري ورپسې په بل ګاډي کې وروستو روان وو. ځاى په ځاى په لاره واړه واړه بازارګي راتلل او ښه په قلاره پکې خلکو د ژوند چارې ترسره کولې.
د ننګرهار د صوبې ځمکه ښه اباده او زرخيزه ده. پټو کې د زميدارانو کر کرونده، د ټرېکټرو زغل او مشقتونه ښه په زور کې وو. په واپسۍ کې خو اکبر سيال ووې چې "په والله چې ننګرهار خو د افغانستان پنجاب دى" ملګرو ورته داسې په ترڅ ترڅ وکتل نو بيا يې وويل "نا، چارسده ده. سمې د چارسدې ځمکې او باغونه دي". په لاره د ناټو کاروان د عام روټين په ګشت زمونږ سره تېر شو. ثمرخېلو سره چې تېرېدو نو ما ته باز محمد عابد راياد شو، ولې چې بقول د هغه، هغه په ثمرخېلو کې زېږېدلى دى.
"دا د ننګرهار ايرپورټ دى، دا کسټم هاوس دى، دا د امريکايانو بېس دى، دا د عربو قبيله ده". د عربو قبيله د امريکايانو د بېس سره څه کوي؟ اسد ووې چې د دوى نيکونه چرته پخوا د عربو نه راغلي وو. ډرايور ورته مخ راواړو. اسد دانش پرې پويي شو چې ډرايور هم د دغې قبيلې سره تعلق لري نو يکدم يې پرې غږ کړو چې خېر شه فضل دينه.