لۀ ديبله تر کابله (٤)

مونږ قريباً دوه نيمې بجې د جلال اباد په ښار ورداخل شو. دا عيدګاه جومات دى، دا ميډيکل کالج دى. دا امير شهيد باغ دى. دغه شان د اسد دانش په ښودنه په لارو کوڅو کې چې ښې ودانۍ يې لرلې روان وو چې د حاجي ظاهر د حجرې مخې ته ګاډى ودرېدو. د ننګرهار د پخواني ګورنر او شهيد ملت حاجي قدير غټ عکس پرې لګېدلى و. حاجي ظاهر د حاجي قدير زوى دى. حاجي ظاهر په خپله په څه دولتي کار د جمهور رئيس حامد کرزي څنګ ته کابل ته تللى و. د اسد دانش ورسره د ملګرو د رارسېدو په وخت خبرې شوې وې او د غېر موجودګۍ يې ډېر ډېر معذرت کولو. ګو چې د هغه شخصي غېر موجودګي مونږ محسوسوله ولې چې دا مو هم خواهش لرلو چې د حاجي ظاهر سره ووينو ولې د خدمت او مېلمستيا په سلسله کې مونږ هيڅ قسمه کمى نۀ دى محسوس کړى. چې څنګه يې لويه حجره او لوى صحن (غولى) لرلو هم دغه رنګه د لوى زړه او لوي دسترخوان هم مالک و. د حاجي ظاهر په حجره کې د مېلمنو دپاره يو لوي هال و او د افغانستان د مروجه رواياتو تر مخه اراسته کړى شوى و. دا هال  د انګرېزۍ د حرف V په شکل جوړ و. د هال په اخريني سر د جمهور رئيس حامد کرزي د سلام په انداز کې يو غټ خنده رويه عکس لګېدلى و. د هال په اولني ګوټپېر د حاجي قدير هم يو غټ عکس لګېدلى و او د مردِ مبارز او د شهيد ملت په تورو ورته خراج تحسين پېش کړى شوى و. د هال په اخرينۍ څنډه کې د زلمو لپاره د سنوکر جم هم جوړ و چې ماسختن ورکې زلمو سنوکر هم کولو. هم په دغه هال کې مونږ د غرمې ډوډۍ وخوړله. د ډوډۍ خوړلو نه پس مونږ د حجرې په چمن کې فوټوګرافي وکړه. دغلته مو د باچا صاحب سره هم وليدل چې په ډېر روڼ تندي مونږ سره مېلاو شو.

د جلال اباد او پېښور په موسم کې څه ډېر زيات فرق نه و. مونږ په چمن کې د لمر تودوخي ته کېناستو. څه لږه شېبه پس بابري صېب راغى. قهوه مو وڅښله او د جلال اباد د ښار په سېل روان شو. مونږ د ګورنر هاوس په غاړه لاړو. دا امير شهيد باغ دى. پارک کې ښه ګڼه ګوڼه وه. لکه څنګه چې په پېښور يا نورو ښارونو کې ماشومان او زلمي کرکټ کوي هم په هغه رنګ دغلته ماشومان او زلمي په کرکټ کولو بوخت وو. د مازيګر وخت و نو د لوبو نه علاوه دغه شان هم پکې خلک ګرځېدل راګرځېدل او پام يې غلطولو. د جلال اباد ښار ښه صفا ښار دى. سړکونه او چوکونه (څلور لارې) يې ښه روغ رمټ وو. ښه ودان مارکېټونه لري. او که رښتيا درته ووايم نو ما ته د پېښور نه په هيڅ حواله کم ښار نه ښکارېدو.

دا امان الله پارک دى. ګاډى ودرېدو او مونږ په ډېر احترام د غازي امان الله خان د مقبرې نه ګېر چاپېره لاس په دعا ودرېدو. غازي امان الله خان په کال ١٩٦٠ء کې وفات شوى و. د تورو سنګ مرمرو نه جوړ په دې قبر عزيز الدين وکيلي خطاطي کړې وه. مونږ د امير حبيب الله، سرور عنايت الله، حاجي قدير، مرحومه شفيقه، چې په کال ٢٠٠٣ء کې د ټرېفک په حادثه کې په حق رسېدلې وه قبرونو ته هم لاړو، دعاګانې مو وکړې او يادګاري فوټوګرافي مو هم وکړه. زه چې کله د ملکه ثريا قبر ته ولاړ وم چې دا هم د تورو سنګ مرمرو نه جوړ و او د عزيز الدين وکيلي په خط پرې د وفات کال ١٩٦٨ء ليکلى شوى و نو زما خيال نېغ په نېغه د شلمې پېړۍ دريمې لسيزې ته لاړو. غازي امان الله خان او ملکه ثريا دواړه زما په وړاندې د يوې موډرن جوړې د يوه موډرن افغانستان په جوړلو بوخت ګرځېدل. غازي امان الله خان او ملکه ثريا د افغانانو په زمکه د عام افغانانو د سوچ نه يوه پېړۍ وړاندې پېدا شوي وو. که چرې افغانستان د غازي امان الله خان د وخت نه تر ننه هم هغه شان پاتې شوى وى نو نن به افغانستان په هيڅ حواله د يورپ د ملکونو نه کم نۀ و. لا زما په ذهن کې د غازي امان الله خان او ملکه ثريا قيصې اوړېدې راوړېدې چې امجد شهزاد او عمران په اوږه وټپولم "ماښامه ځه چې ځو". مونږ ګاډو ته وختو او په وړاندې روان شو.

دا پښتونستان چوک دى، دا د شهيد ادم خان څلور لارې د. مونږ دغلته په ښار کې د ټرېفک په وجه لږ ودرېدلو. ملګرو د ولاړو کسانو نه چې موبايل کارډونه او سيمونه ورسره لاس کې وو بيه معلوموله. څه د موبايل کارډونه او سيمونه ګران وو او څه د پېسو کمى زياتى و نو د ملګرو سمى پرې رانغى. چا د اسد نه تپوس وکړو چې د پاکستان او افغانستان د پېسې څومره فرق دى. هغه ورته ووې چې د پاکستان يو سل او شل او د افغانستان سل يو برابر دي.

دا شيشم باغ دى او دا د فخر افغان باچا خان کور او مزار دى. ګاډى ودرېدو او مونږ د باچا خان د مزار په لور روان شو. مونږ چې کله د باچا خان مزار ته تلو نو د باچا خان د کور او مزار خدمت ګار غالباً چې نوم يې راته نور حسن ښايلى و په هېنډ پمپ ځان ته اوبه راايستلې او اودس يې کولو. مونږ طرفته يې وکتل او د سر په اشاره يې راته پخېر راغلى ووې. داسې مسکى مسکى کېدو ماته داسې وښکارېده لکه چې دننه دننه نه په زړه زړه کې په مونږ طنز کوي.

دا د باچا خان مزار دى. مونږ پرې د عقيدت د ګلونو څادر وغوړولو. لاس مو اوچت کړو. باچا صېب زمونږ رهنمايي کوله. د مزار يادګاري فوټوګرافي مو هم وکړه. په دې مزار دالان جوړ دى ولې د مزار خواوشا علاقه کچه ده او غټه شګه پرې خوره کړى شوې ده. غالباً دغه وخت بجلي نه وه نو د مزار خواوشا داسې تياره غوندې ه خو اکمل لېوني ووې چې يه بابا دلته هم په تيارو کې وې (جېلونو کې وې) او هلته هم په تيارو کې يې. د اکمل لېوني صېب دا ټوقه هر څومره که معنى خيزه وه ولې ما د دې سره کله هم اتفاق نه کوو ځکه چې د رڼا سفير، د قوم اصلاح کوونکى او يو عظيم خدايي خدمتګار کله هم په تيارو کې نشي پاتې کېدى. که هغه دلته وي او که هلته او د ملګرو دلته دا راتګ او موجودګي د دې خبرې دليل دى چې دا ټول غړي د هغه د ښودلې لارې بل مشالونه دي چې نه يواځې د يو بل رڼا اخلي بلکې دغه رڼاګانې لګيا دي خوروي يې هم. نورحسن کاکا ما ته داسې ګيله من غوندې ښکارېدو. امجد شهزاد ته يې چې هر څه ووې ولې د هغه د مخ کاسې او د خبرو د انداز نه دا معلومېده چې څه ګيلې مانې کوي.

(شپږمه برخه)