محمد اشرف غمګين

"تنده مې ماته شوه" (لنډې کيسې) د عبدالهادي حېران په مارچ ٢٠٠٨ء کښې د افغان خپرندويه ټولنه څخه اجراء شوه. لس کيسې او يو سل څلور مخونه لري. تړون يې په ښه انداز شوى دى، وائي: په ګران وطن کښې د فکر او وېنا د ازادۍ په نوم.

د مذکوره کتاب د ړومبۍ افسانې نوم ئې د زيات روايت مطابق د اثر نوم منتخب کړى دى. بلکې په دې افسانه کښې دوه غټ غټ سرۀ ګلونه چې يو کردار ئې بل کردار ته ورکوي، خيال ئې د کتاب سرورق هم دى. دا کيسه د انټرنېټ او ولېنټاين ډى په اړه ده، چې داسې افسانه پخوانو افسانه نګارو ليکلى نۀ شوه. دا د ارتقاء او نوي شعروادب امتياز دى. په دې لنډه کيسه کښې د يوې کلمې د يو ټکي د ړواندې روستو د تانيث غلطي ده. نور حقيقت هيڅ نۀ وي. هسې چا په چا پسې افسانه جوړه کړې وي. دغسې ئې پلاټ، سسپنس، خاتمه هم هغه په زاړۀ شخوند دي.

د کلهمو مذاهبو خپلې خپلې کيسې وي. زمونږه ړومبۍ کيسه د شاتو، شودو د نهرونو، د ياقوتو زمرودو، د اسونو، د رنګارنګ مېوه دارو ونو، ګلونو، چمنونو، حورو غلمانو، د جنت نه د ادم او حوا (ع) د اخراج کيسه ده. او بيا خداى خبر دى څومره څومره کيسې جوړې شوې. د عبدالهادي حېران کيسې مو هم وکتلې. "دا کيسې" تقريظ ئې خپله پرې کړى دى. په څۀ نثري کتابونو، افسانو، جاسوسي ناولونو وغېره مصنفين هم داسې پخپله ليکي. عبدالهادي حېران بيا په ډېر تفصيل د لنډې کيسې جزئيات بيان کړي دي. نورو کيسو کښې ئې ماشومه، چڼى، قوماندان او څۀ نور موضوع ګرځولي دي. په خپلو خبرو کښې ئې اعتراف هم کړى دى. بيا هم افغانۍ ماشومه رابندرنات ټېګور صېب او محبوب ګل ياسر صېب هم ماشومه په خپلو افسانو کښې ډېره ښکلې او دلچسپه پېش کړې ده. د چڼي کردار او اګاهي او انفارمېشن ئې سند او امر کړى دى. د ډوډۍ او وظيفې غوښتل په ملائيت کښې شته دى. بلکې فقر، تصوف کښې د ټوکرې ګدا هم شته دى. هندومت کښې سادهوګان هم چړ کوي. دا د دې کتاب د يوې افسانې عنوان دى. مطلب ئې دا دى چې د انسان د تذليل خاتمه ضروري ده. قوماندان ټوپک سالار د دين محافظ نۀ شي کېدى، لکه چې شاعر وائي:

په ظاهر لباس غلط د سړي مۀ شه
منځ ئې ګوره چې چغزي دى کۀ مټاق

بهرحال، په خپلو کيسو کښې ترې عبدالهادي حېران بزرګان جوړ کړي نۀ دي. بلکې د قوماندان اصلي څهره ئې ښکاره کړې ده. ژبه ئې روانه، خوږه، او څۀ نيم متروک لغتونه ئې هم استعمال کړي دي، چې ډېر خواږۀ لغتونه دي. ولې روکېږي.

په دې کتاب کښې "تنده مې ماته شوه" پوره او نوې افسانه ده. نورې د افسانوي محاسنو کمى لري. خو رنګ او بڼه ئې د لنډې کيسې د شان ضرور دي.

د ښاغلي مصنف تخليقات لنډې کيسې د مرکزي پېراګراف د کردارونو چلند د کيسې تعريف پوره کوي. بايد چې مزيد پرې خپل مجموعي تاثرات قلم بند کړو. خو تخليق او تخليقکار اګر چې بېلابېل دي، نراجيت خوشامندي ده، ولې بغېر د قلمکار نه د تخليق وجود هم ممکن نۀ دى. د مذکوره کتاب اهل قلم عبدالهادي حېران يو سفېد پوش، د ښکلي قد قامت ښکلى عاقل ځوان دى. لکه د خپل ښۀ صحت، ښۀ صحتمند ادب تخليق کوي. کله نا کله ماتې پسې غونډه ولي. بيا هم سنجيده دى. د اته ويشتو کلونو نه اوړېدلى دى. پېدائش ئې د افغانستان دى. د پلار نوم ئې عمر خان دى.

عبدالهادي حېران په کراچۍ کښې علمي، ادبي، صحافتي هلې ځلې کړې دي. اوس پېښور کښې ورته فروغ ورکوي. بال بچه دار دى. پرېس مېډيا کښې ئې دا ړومبى کتاب دى. عجيبه ده، د تور پرتوګ د ژباړې ورته زړۀ څۀ وئيلي چې لکه د خپل وطنوال د فردوس ناول شهواتي انساني جبلت ته متوجې شوى دى. د دوى وطن او خلک خو ډېر سخت حالت سره مخ دي. در په دري، غربت، بيماري، د تعليم او معاش د مشکل سره مخ دي. بغېر د جنس نه انسان نۀ مري، خو بغېر د ډوډۍ نه مړ کېږي.

موصوف سره د راقم دوستي د رحمان بابا عليه الرحمة په مزار کښې څۀ موده اګاهو جوړه شوه. کۀ خداى پاک عمر راکړو يو بل به نور هم وپېژنو. زمونږه اهداف او منزل يو دى. د مينې او امن متلاشي يو. د سړي د لاسه د سړي د استحصال خلاف يو. د فن او ارټ له لارې د خلقو د هوسا ژوند خواهان يو. مونږ د لوى او مهربان خداى شکرګزار يو که الحاج حبيب الله رفيع، محمد صديق پسرلى، اصف صميم نۀ وينو نو د عبدالهادي حېران په ليدو مو زړونه قرارېږي. دى ډېر زيرک، بېدار او باشعوره انسان دى. سړيتوب د دوى زيور دى. علم و فضل د دوى وزر دى. تخنيک، کمپوزنګ، کمپيوټر، نوي لټريري سائنس او ټېکنالوجۍ کښې کمال ته رسېدلى سړى دى. لۀ دغې لارې د پښتو ژبې، ادب او صحافت په زړۀ پورې خدمت کوي. خدمت رياضت دى او رياضت ټول عبادت دى. تش د دوى د نوم په ليدو راقم خوشحالېږم. په ليدو ئې من من غټېږم. عمر دې ئې ډېر شي. د لنډو کيسه مجموعه "تنده مې ماته شوه" چاپ دې مبارک شي.