قيوم مروت

يو ملګري کتاب راکړو، چې د عبدالهادي حېران تصنيف دى او نامه يې ده "تنده مې ماته شوه". د عبدالهادي حېران ليکونه خو ما دې نه مخکې لوستي وو خو د هغۀ افسانه مې چرته نۀ وه لوستې. دې وخت ما سره لس دولس کتابونه داسې پراتۀ دي، چې د تبصرو متقاضي دي، خو د دومره کتابونو مطالعه کول هم يو کار دى، او بيا په هغې تبصره کول خو د دې نه هم زيات.

ما د دې کتاب اولنۍ افسانه په هغه ساعت لوستل شروع کړل او د دې افسانې "تنده مې ماته شوه" په لوستو مې تنده ماته نۀ شوه، زياته شوه. دويمه مې مطالعه کړه نو تنده مې نوره سېوا شوه. بيا درېمه، څلورمه، لنډه دا چې ټول کتاب مې په يوه ناسته کې ختم کړو، نو ايله مې تنده ماته شوه.

ما د اردو، پښتو او انګليسي ژبو ډېرې افسانې لوستې دي خو يو کتاب مې هم دومره په تلوسه او په يوه ناسته کې نۀ دى مطالعه کړى لکه د عبدالهادي حېران دغه کتاب. لوستونکي به يقيناً حېران وي چې د حېران دې کتاب کې کوم داسې کمال دى چې قيوم مروت يې دومره حېران کړى دى، حالانکې زۀ په خپله هم د افسانې ليکوال يم او يو سوالګرى په بل سوالګري ښۀ نۀ لګي.

دې کتاب کې د زړۀ راښکون د ټولو نه اهم څيز د دې موضوعات دي. هسې خو ادب په مجموعي توګه د ژوند ترجمان او عکاس يادېږي، خو افسانې ته دې لړ کې زيات اهميت حاصل دى. ظاهره ده چې کۀ د يوې افسانې موضوع مابعد الطبيعاتي، ماوراء الفطرت، بعيد از قياس و ګومان يا غېر فطري وي نو مونږ ورته د ژوند ترجمان نۀ شو ويلاى. د دې کتاب ټولې افسانې په داسې موضوعاتو ليکلې شوې دي کوم چې زمونږ نه ګېر چاپېره خوارۀ وارۀ پراتۀ دي، خو لا تراوسه "بکره" پاتې دي.

دا موضوعات نوي يا اختراعي هم نۀ دي، بلکې د دوى مثال داسې کېداى شي لکه ګڼ بازار کې د سلو روپو نوټ په ځمکه نغښتى پروت وي، ټول بازار ورباندې پښې ږدي، د څپلو د لاندې ښۀ مښلى او ګرد الُود شوى وي، خو د چا ورته خيال نۀ وي. دې کې د عبدالهادي حېران پشان يو زيرک خيال او بېداره کس يې وويني، نظر يې ورباندې ښخ ودرېږي او هغه راوچت کړي، ګردونه او دوړې ترې وڅنډي، صفا يې کړي او بيا يې د نورو خلکو سترګو ته ونيسي او ووايي چې "دا وګوره د سلو نوټ په ځمکه پروت و."

دې زيرِ نظر کتاب کې عبدالهادي حېران مونږ هم په دغه شان موضوعاتو حېران کړي يو. بله خبره دا چې دې کتاب کې د افسانو ترتيب ارادتاً يا په غېر ارادي توګه داسې راغلى دى چې لوستونکى د يوې نه بلې او بلې نه بلې افسانې ته ټوپ کوي. دلته ماته د اردو ژبې د يو ليکوال خبره راياده شوه. هغۀ زما د اردو کتاب "صرف شرفاء کيلئ" باندې هم کټ مټ د دغو خيالاتو څرګندونه کړې وه. د کتاب دې هيئت او ماهيت زۀ نور هم صاحبِ کتاب ته ورنزدې کړم.

درېمه خبره دا چې ټولې افسانې د اختصار اعلى نمونې دي. البته يو څو افسانې داسې شته چې د هغوى منطقي انجام لږ په غېر ضروري طور اوږد شوى دى.

څلورمه او اهمه خبره دا ده چې د عبدالهادي حېران عمر ته چې ګورم نو ما ته داسې ښکاري لکه هغۀ کې دننه يو وهبي افسانه ليکونکى پټ ناست وي. عمر يې دومره نۀ دى څومره يې چې مطالعه، مشاهده او تجربه ښکاري.

دا خبره مې ځکه وکړه چې کاميابې او مکملې افسانې دپاره چې کوم لوازمات لکه پلاټ، تجسس، مکالمه، منظرنګاري وغېره پکار وي دا ټول د حېران په دې افسانو کې موجود دي.

په تېره تېره د هغۀ بيانيه اسلوب خو ډېر خوږ او زړۀ راښکونکى دى. زمونږ اکثر افسانه ليکونکي د خپلو کردارونو د مکالمو خيال نۀ ساتي. د دې غټه وجه دا وي چې افسانه نګار ته د خپل کردار ذهني سطح نۀ وي معلومه. د هغۀ د حدودِ اربعه نه واقفيت نۀ لري. ځکه نو بعضې وخت د کردار د خلې نه داسې خبره راوباسي چې هغه د ليکونکي د کم علمۍ، ناتجربه کارۍ يا بې خبرۍ چغلي وخوري او داسې سم دم د نامې جامې ليکونکى هم کله کله دومره درز وخوري چې ګړنګ ته وغورځېږي.

د عبدالهادي حېران کردارونه او ټولې مکالمې د خپل خول او ماحول دننه دي. په دې وجه هغه يو کامياب افسانه نګار ښکاري.

البته په صفحه ٤٢ چې کومه افسانه د "وجه" په عنوان چاپ ده او پکې د يو کردار په طفېل چې کوم سماجي يا معاشرتي نقصان ته ګوته نيولى شوې ده دې لړ کې د مصنف په نيت شک کېداى شي. زۀ څۀ تحفظات لرم چې په دې موقعه يې د بيانولو نه ډډه کوم.

په يو سل څلور مخونو خورې دا لس افسانې بايد چې هر لوستى پښتون ولولي او فائده ترېنه لاس ته کړي. خو دا پته نشته چې د قيمت په لحاظ دا کتاب ګران دى کۀ ارزان؟ ځکه چې هيڅ قيمت پرې نۀ دى ليکلى شوى.

زما دعا ده چې عبدالهادي حېران د خپلو افسانو په افسون ډېر خلک حېران کړي.

په مننه د ورځپاڼه وحدت، ١٥ مئ ٢٠٠٨ ع