د دوشنبې ورځ، د دوه زره اوم کال د دسمبر اومه نېټه، د ساهو ليکونکيو مرکې اوه ورځنۍ غونډه کوز ماځيګر په اردو سائنس بورډ کې د ښاغلي حماد حسن په رياست کې پېل شوه. په اجنډه کې د تېرې غونډې روداد اورېدل، د طلبګار خوږياڼي په تکل تنقيدي بحث کول، غېر طرحي مشاعره او د پښتو د درېو مشهورو شخصياتو په مړينه د غمرازۍ قرارداد وړاندې کول شامل وو. د تېرې غونډې ګزارش د ګزارش ليکونکي جمشېد مومند د نه راتلو په سبب وانه ورېداى شو. لهذا طلبګار خوږياڼي خپل تکل "مېږى" کره کتنې ته وړاندې کړو.


د بحث پېل مشتاق مجروح يوسفزي وکړ او وې ويل چې طلبګار خوږياڼي مخکې هم دوه تکلونه راوړي وو په هغو کې ناکام شوى و خو دا تکل ئې ښه دى.


کندهار اپريدي وويل چې زما يې هغه پخوانى تکل خوښ شوى و. په دې تکل کې ناصحانه انداز زيات دى په دې وجه خوند نه کوي.


امين غفار امين وويل: "په دې تکل د مضمون رنګ غالب دى. د تکل په کردار (مېږي) او د هغه په اوصافو دومره زيات بحث شوى دى چې سړى وايي دا په مېږي يو مضمون ليکل شوى دى.
غلام حسېن محب دا خبره وړاندې بوتله او وې ويل چې نه يواځې د مېږي په اړه زيات معلومات او تشريحات راوړل شوي دي بلکې مبالغه هم پکې شوې ده لکه دا چې مېږى د ټولو نه وړوکى مخلوق دى او داسې نورې خبرې. د دې نه علاوه ځينې جملې هم ښې نه لګي لکه "مذکوره بالا" چې په پښتو کې ئې مترادف شته نو پکار ده چې هماغه وليکل شي. ده زياته کړه چې البته تکل د هڅې معنى لري او دا يوه ښه هڅه ده، مقصد ئې مزېدار دى.


عبدالهادي حېران وويل چې د مخکيني تکل په نسبت ئې دا کوشش ښه دى ځکه چې د جملو جوړښت ئې ښه دى او ژبه ئې تر څه حده مناسبه ده؛ خو بيا هم د دې کمزوري دا ده چې ناصحانه انداز پرې ډېر زيات غالب دى او دا په تکل کې نه دى پکار. د دې نه علاوه دا خبره هم غلطه ده چې ګنې هاتي د ټولو نه غټ او مېږى د ټولو نه وړوکى مخلوق دى. د دې دواړو نه غټ او واړه مخلوقات شته.


رامداد خان رامداد وويل چې ټول ادب د عبرت او نصيحت د پاره ليکل کېږي ځکه چې دا د ادب بنيادي مقصد دى. نو په دې تکل کې که نصيحت دى دا ښه خبره ده. البته په تکل کې طنزو مزاح پکار دى او د هغې په دې تکل کې کمى دى.


مشتاق مجروح د امين غفار امين خبرې ته په اشارې کولو سره وويل چې تکل په اصل کې د مضمون يو قسم دى او طنزو مزاح اګر که په تکل کې ضروري نه دى خو که وي نو ښه خبره ده. که په دې تکل کې لږ طنز واى نو دغه د مضمون والا اعتراض پرې نه کېده. بل دا چې مېږى د ټولو نه وړوکى مخلوق نه دى، د دې نه نور ډېر واړه مخلوقات هم شته.


طلبګار خوږياڼي يې په ځواب کې وويل چې ما د عوامي مشاهدې ټکى د دې لپاره استعمال کړى دى چې مېږى په عوامي مشاهده کې د ټولو نه وړوکى مخلوق دى.


مشتاق مجروح خپلو خبرو ته دوام ورکړو او وې ويل "د ليکوال کمال دا وي چې خاص څيزونه راښکاره کړي او هغه څه وويني چې نور يې نه شي ليدلى. دلته دغه شى نشته. په مجموعي حېثيت دا تکل کمزورى دى خو که کار پرې وشي نو ډېر څه پکې پېدا کېداى شي. د پښتو په ډېرو شعرونو، متلونو او ټپو کې د مېږي ذکر راغلى دى، دغسې وېنه هم د مېږو د خاندان نه دي او د دې عامو مېږانو نه زيات خطرناک دي، دې ته په انګرېزۍ کې white ant وايي. د پښتو يو شاعر شاد محمد "مېږى" تخلص لرلو د هغه ذکر پکې په داسې انداز کېداى شي چې مېږان په انسانانو کې هم شته. په تکل کې چې کوم ځاى کې د چنګېز ذکر راغلى دى د هغه په ځاى تېمور يادول پکار دي ځکه چې چنګېز خو ډېر خراب سړى و. يوه بله خبره په تکل کې دا شوې چې په پښتو کې د مېږي مونث نشته خو د ځينو خلکو نه ما اورېدلي دي چې وايي "دا مېږۍ ده" او ډېر لفظونه داسې هم شته چې نه مذکر وي نه مونث او يا دواړه وي".


کندهار اپريدي ووئيل چې داسې ټکي په ټولو ژبو کې شته.


رامداد خان رامداد ووييل چې د طلبګار دليل مضبوط دى پښتو کې د مېږي مونث نشته.
د غونډې مشر حماد حسن د امين غفار امين د خبرې سره اتفاق وکړو چې د مضمون اجزاء پکې ډېر دي انداز يې داسې دى لکه دا چې په مېږي يو مضمون ليکلى شواى وي او زياته يې کړه چې سټائل يې ناصحانه دى کوم چې په تکل کې مفقود وي، نو په تکنيکي حوالې سره دا تکل کمزورى دى. هغه وويل چې ډاکټر وزير اغا د تکل تعريف داسې کړى چې يو سړى سم ولاړ دى سمندر ته ګوري خو يو بل سړى د سمندر طرف ته شا کوي او د پښو د منځ نه ورته ګوري چې سمندر څنګه روان دى. يعنې دا يو جدا انداز دى. نو تکل ليکونکي له د مشاهدې قوت پکار وي، هغه د هر څه مشاهده کوي، واقعاتو ته په يو جدا انداز ګوري او هغه اړخونه راخلي چې طنزومزاح پکې وي. داسې يو بهترين تکل او بهترين مزاحيه ادب وجود ته راځي.


کندهار اپريدي ووئيل چې کومو خلمو کې عملي مزاح نه وي د هغوي په ليکونو کې هم مزاح نه راځي. طلبګار کې عملي مزاح نشته، هر وخت سنجيده وي نو په دې وجه يې په ليکونو کې هم مزاح نه وي.


مشتاق مجروح وويل چې په انګرېزۍ کې کوم تکلونه ليکل کېږي په هغو کې هم مزاح نه وي بلکې په ډېرو خشکو موضوعاتو په خشک انداز کې ليکل شوي وي خو په هغو کې مشاهده وي. حماد حسن يې مرسته وکړه او وې ويل چې په هغو کې مشاهده زياته وي او ډېر نازک نازک څيزونه پکې راخيستل شوي وي.


مشتاق مجروح او غلام حسېن محب د تکل د ژبې ستاينه وکړه.


په دې پسې غېر طرحي مشاعره وشوه چې غلام حسېن محب، امين غفار امين، طلبګار خوږياڼي، ضياء ولي ضياء، کندهار اپريدي، رامداد خان رامداد، نصر الله ژوند، مشتاق مجروح يوسفزي او حماد حسن پکې کلامونه واورول. د دوئ نه علاوه عبدالهادي حېران، نويد انور، رئيس خان رئيس او روح الامين شاکر هم په مشاعره کې ګډون لرلو.


په پاى کې لاندې قرارداد وړاندې شو چې په متفقه توګه منظور کړاى شو:
"د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور د دې غونډې ګډون کوونکي په دې هفته کې د پښتو د درېو شخصياتو: نامتو ليکوال او د درياب په ترتيب او تاليف کې د قلندر مومند ملګري فريد صحرائي، د ډېرو ناولونو ليکونکي رحيم شاه رحيم او د سوشلسټ فکر لرونکي شاعر قمر نړيوال په مړينه د غمرازۍ څرګندونه کوي، د درې واړو د کورنيو، خپلوانو او دوستانو سره په دې غم کې ځانونه شريک ګڼي او د بخښنې دعا ورته غواړي".


په راتلونکې غونډه کې به ضياء ولي ضياء خپل غزل تنقيد ته وړاندې کوي او د ده د نه راتلو په صورت کې به د امين غفار امين په کلام تنقيدي بحث کېږي.