د ګران صېب د شعر ددې بېت چې "انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى" مطلب دادى چې انسان په يو وجود کې بدرنګه هم دى او ښايسته هم، خو دا چې کوم ځاى کې ښايسته دى مونږ ته معلومات نشته. دلته خو مونږ ټول عمر يواځې بدرنګه انسان ليدلى دى. هغه انسان چې د سياست موخه يې يواځې چوکۍ ته رسېدل دي، د عبادت کار يې تر ځان ښودلو پورې دى، د انسانانو وژل ورته يوه بېخي خبره ده او همدا وجه ده چې د خپلو اعمالو په ايينه کې هر انسان بل ته بدرنګه ښکاري.

ايا دا مونږ په يوه متمدنه نړۍ کې اوسېږو؟

ايا مونږ ددې حق لرو چې ځان ته انسانان ووايو؟

ايا دا حق شته چې مونږ په خپلو انساني او مذهبي اقدارو وياړ وکړو او نورو ته يې په جيګو سترګو وښايو؟

هر سړي ځان ته دا حق ورکړى چې بل ووژني. مسلمان د مسلمان نه سر غوڅوي او پښتون د پښتون په مرۍ چاړه راکاږي او "د خداى شکر وباسي". دا کار ځکه ډېر اسان شوى چې خلکو دلايل ډېر موندلي. سياسي مخالفتونه، عقيدوي شخړې او نورې جاخې. دا هغه څه دي چې قاتل او مقتول دواړه يې په دې پوله ودرولي دي. خو زه يوه پوښتنه کوم:

نړۍ ته انسان مخکې راغلى که سياست او عقيده؟

ايا له وژلو او حلالولو پرته انساني اقدار په ځاى کول امکان نه لري؟ ايا مينه له کرکې زيات ارزښت نه لري؟ ايا روژې ته مونږ ددې لپاره د رحمت مياشت وايو چې قتلِ عام دې پکې ووينو؟

رحمت او روژه! په يوه پسې بله ده. دا ګراني، دا ظلمونه او دا منافقتونه ددې ښکارندوى نه دي چې مونږ روژه هم له ځانه سره بدرنګه کړې ده؟ رحمت مو په زحمت بدل کړى؟ ژوند مو ځان ته په خپله ګران کړى؟؟؟

که رښتيا راباندې واياست. مونږ ځانونه د نړۍ د جنګونو اتلان ګڼو خو نړۍ مو په هيڅ کې هم نه حسابوي. ددې پته هله لګي چې کله سرونه د خپلو وزرو نه وباسو او سترګې وغړوو.