ښاغلي يوسف هېواددوست راته په يو برېښناليک کې ليکلي چې د خپلواکۍ راروانه ګڼه نازکخيال شاعر پير محمد کاروان ته ډالۍ شوې او غوښتنه يې کړې ده چې په يو څو کرښو کې ورته د کاروان صېب په اړه يو څه وليکم.

شپږ اته ورځې وشوې چې دا بريښناليک مې ترلاسه کړى خو تراوسه پورې مې څه ورته ندي ليکلي. ستونځه داده چې د کاروان صېب د شعر او خيال په اړه په يو څو کرښو کې ليکل څنګه کېداى شي! که په لنډو ځان خلاصوم نو د خپلې هغې ليکنې سرليک به وليکم چې څه موده وړاندې مې په اردو کې ليکلې او د پېښور په يوه ورځپاڼه کې خپره شوې وه. هغه سرليک ؤ: "پير محمد کاروان: په افغانستان کې د پښتو شاعرۍ د نوي دور امام"

د حمزه بابا، اجمل خټک او قلندر مومند د پښتو شعر او تخيل له انقلابي دوره راوروسته چې مونږ په پښتو ژبه کې کوم شاعران داسې لرو چې خپل ځانګړى سوچ او د هغه سوچ د اظهار لپاره بشپړ شاعرانه استعداد لري او ورسره  د خپل ځانګړي سبک واسلوب څښتن وي نو په هغوى کې د دروېش دراني او کاروان صېب نومونه په زغرده يادولى او وياړ پرې کولى شو.

په دوى دواړو کې بيا کاروان صېب زمونږ د نوې پښتو شاعرۍ او ددې شعري دور د نويو غوښتنو او تقاضو په رڼا کې د يو امام حېثيت لري ځکه چې دا مهال که وګورئ نو يوې خوا ته ډېر زلمي او ښۀ شاعران د هغه د شعر په ليکه او پل روان شوي او د شعر ملکه يې فتح کړې ده او بلې خوا ته د کوزې پښتونخوا د ډېرو هغو کره کتونکو خولې بندې شوې دي چې د پښتو تخليقي ادب باندې به عمومي بحث کېده نو ويل به يې چې په افغانستان کې ښه شاعران يا ندي پېدا شوي يا پرې مونږ نۀ پوهېږو. اوس چې کله هغوى د کاروان صېب نوم او شعر واوري نو سمدستي پرې اغېز کوي او وايي چې رښتيا هم دا له تغزل او شعري خوږلت څخه ډک شعر دى. قلندر مومند، اکرام الله ګران، ډاکټر اسرار، رحمت شاه سايل، سعيد ګوهر، اباسين يوسفزي، دروېش دراني، محمود اياز او رياض تسنيم په خپلو ليکونو او وېناوو کې د کاروان صېب شعري هنر منلى او ستايلى دى. دغه منل او ستايل په کاروان صېب د چا احسان ندى ځکه چې هغه په خپل شعر کې د ژوند اصلي پېښې او واقعيتونه په داسې هنري لفظونو انځور کړي چې که څوک غواړي او که نه مننه او ستاينه به يې کوي.

د شاعرۍ تر څنګ د کاروان صېب نثري ليکنې په ژوند او خپله ټولنه باندې د ژور نظر او پوخ ادبي شعور لرلو دلالت کوي او په همدغه حواله زه وايم چې دا سړى هر څو که غرۀ ته روان دى خو ددۀ روح شعر او ددۀ وېنا ژوند دى. دا د مينې او ښکلا پېغام ورکوونکى غږ په هره ښکلا ميين دى او  د خوشحال خټک په څېر په جار وايي چې:

ژوند مې د سپين ستوري په څېر خوښېږي
او، له سپوږمۍ مې لاس چاپېر خوښېږي
شاعر سړى يمه رښتيا به وايم
دا ښکلي نه دي، دا مې ډېر خوښېږي