تکل د انګليسي ژبې د essay او د اردو ژبې د انشائيې پښتو شکل دى چې اوس د پښتو د ادبي ژانرونو په منځ کې خپله پېژندګلو، ارزښت او محبوبيت لري. انګليسي ژبې ته دا ادبي ژانر د فرانسوي څخه راغلى او ويل کېږي چې لومړى تکل فرانسوي ليکوال ميخايل ډي مونټېن ليکلى دى.

د تعريف له مخې تکل يوه داسې ليکنه ده چې د لنډې کيسې، کالم او عامو سياسي يا ادبي ليکنو څخه په توپير په يوه ځانګړې موضوع په خوږه، پسته، زړۀ راښکونکې او مربوطه ژبه ليکلى شي او په خبره پسې خبره پکې پېدا کېږي. لطافت ددې ليکنې مهمه ځانګړتيا شمېرل کېږي او موضوع ددې د کاينات هر شى کېدى شي.

په انګليسي ژبه کې essay او په ګاونډۍ ژبه اردو کې انشائيه دومره ليکل شوې چې دغه ژبې پرې غني دي. خو کله چې دې ادبي ژانر پښتو ته هم لاره وکړه او ليکوالو ورته پام وګرځاوه نو لومړنۍ پوښتنه دا وه چې په پښتو کې ددې نوم بايد څه وي. پښتو ته چې د نورو ژبو کوم ادبي ژانرونه راغلي په هغو کې زياتره داسې دي چې په پخپلو اصلي نومونو پېژندل کېږي لکه هايکو، رباعي، غزل وغېره. ځينې بيا داسې دي چې پښتو ژباړه يې شوې ده لکه ازاد شعر وغېره. خو کله چې تکل پښتو ته راتلو نو په هغه وخت کې د کوزې پښتونخوا ادبي ماحول د ولسي ادبي جرګې د انقلابي هلو ځلو په سحر کې ګېر ؤ او همدغه جرګه وه چې پښتو ته يې ډېر نومونه، ډېر اصطلاحات، ډېر شخصيتونه او ډېره ادبي پنګه بښلې ده.

قلندر مومند په دغه زمانه کې د essay د پښتو مانا په تناسب سره ورته "هڅه" نوم وړانديز کړى ؤ خو ولسي ادبي جرګې ورته "تکل" نوم غوره کړ او ډېر ژر دغه نوم بيا مشهور شو او تر ننه پورې دا ادبي ژانر په همدغه نامه ليکل کېږي.

پښتو کې تکلونه ډېر نه دي ليکل شوي خو بيا هم دومره ليکل شوي چې سړى پرې خبره او بحث کولى شي. قلندر مومند، ډاکټر اسرار، مشتاق مجروح، جميل يوسفزي، زبېر حسرت، اشرف غمګين او ځينو نورو ليکوالو ډېر تکلونه ليکلي دي. ډاکټر اسرار د تکلونو يوه ټولګه هم لري چې څو کاله وړاندې خپره شوې او د پښتنو لوستونکو او مينه والو لخوا يې ستاينه شوې ده.  متاسفانه د برې پښتونخوا په ليکوالو کې ما تراوسه پورې د چا په ليکنو کې تکل نه دى ليدلى. دا کېدى شي د ليکوالو کمى وي يا زما مطالعه ناقصه وي. هو، که ما څوک په ليکوالو کې شماري نو ما يو څو تکلونه ليکلي دي.

د انټرنېټ په مخ ما د پښتو کوم تکل پېدا نکړاى شو چې د بېلګې په توګه مې دلته ښوولى وى نو مجبوراً مې په همدې بلاګ کې د اشرف غمګين يو تکل "لور" ورکړو. دغه تکل زما په نظر يو ښه تکل نشي بلل کېدى ځکه چې د ژبې او جوړښت په لحاظ کمى زياتى لري خو بيا هم (چې بله حواله نه وي نو) د بېلګې په توګه وړاندې کېدى شي.