محمد اشرف غمګين
د لور مترادف "طرف" دى. د سِمت لپاره هم استعمال کېدلى شي. د مستعمل مروج او عبارت مثال ئې داسې دى. اوښ روان دى، لور ئې معلوم نۀ دى. د شوو په پاڼو مئين دى، په کوم لور چې د شوو پاڼې ويني په هغه لور دانګ وهي. اوښ روان دى، اوږى دى، حرام حلال نۀ ګوري، د خپل زړۀ مني، زړۀ په سينه کښې لږ ګس لور ته وي. اخير به چې ښۀ ستړى شي، ګس لور ته به چو کېږي. پخوا به سمندري جهازونو د قطب نما په ذريعه خپل لور سمولو. رحمان بابا عليه الرحمة وائي:
ننګيالي چې يو ځل مخ کړه په کوم لوري
بيا ئې نۀ ګوري کوهى وي کۀ ګړنګ
رحمان بابا عليه الرحمة خو خپل شعر کښې لوري د طرف په معنى راوړى دى، چې سُوچه پښتو اصطلاح ده. ولې ګاونډي ژبو کښې لوري ماشوم ته د فولکلور الله هُو په توګه وئيلى شي. فولکلور کوم څۀ چې سينه په سينه انتقالېږي. فولکلور لور نيسي. بر مخ تګ کوي. د يو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي. ماشومانو ته د مياندو فولکلور پښتو کښې د لوري لکه دا مثال:
الله هو شه الله هو = خوب درله راشه په وړو وړو لېمو
د موسيقۍ په قانون کښې لور بم دى او لور زير دى. د آواز په دغه فرق لور د ښځينه اولاد د لقب په توګه هم استعمالېږي.
لور ډېر خوږ لوظ دى. د زړۀ غوښې وي. زمونږه په خوږ نبي عليه السلام خپله لور حضرت فاطمه (رض) ډېره ګرانه وه. چرته چې به تلو کۀ راتلو د حضرت فاطمه (رض) د کور په لور به ئې ضرور تشريف وړلو.
ولور پښتنو کښې يو بد رسم هم دى، چې د لور، خور په سر پېسو روپو اخستلو ته وئيلى شي. ولور ډېر خراب کلچر دى. دا د فولکلور مجرد شکل دى. اوښ دى چې نن هم د قدامت په لور روان دى.
اُوښه اُوښه ډانډه – لويه دې غړانګه
بېره کښې ټال واچوه – بېګا سبا پرې ځانګه
څنګه چې ددې ټاپک لور دى، په هغه لور چې څۀ سپردِ قرطاس شي، قباحت به نۀ درلودي. لور ډېره برګزيده اصطلاح ده. پښتانۀ په مانځۀ کښې قرائت خو عربي ايه وائي، ولې د مانځۀ نيت په پښتو ژبه کښې تړي. پينځۀ واړه وخته مونږ، تهجد، اشراق، نوافل وغېره کښې هم پښتو ژبه کښې نيت تړي. او لور ټکى پکښې تکرارېږي. "نيت مې وکړو د زړۀ د اخلاصه دوه رکعته فرض مونځ په دې حاضر وخت د سحر خاص خداې تا لره مخ مې د کعبې شريفې په لور کړۀ الله اکبر".
بې شکه او بې شبهې چې لور ډېره پاکيزه او مقصده اصطلاح ده، چې د دين اسلام په فرض ستون کښې په کثرت سره استعمالېږي. بايد چې خلق منزل ته صحيح لور ونيسي، چې د امن، خوشحالۍ، ترقۍ لور وي. چې د فقر، خوف، جهالت نه پاک د ګلوبل برابرۍ رسا لور وي. چې د سړي د لاسه د سړي د استحصال نه پاک، د عدم مساوات د خاتمې په لور وي، هغه سپېځلې د خردنيم افروزې د پلوشو لور چې د سرمايه دارانه سيسټم د پېداوار د انساني وينې تويولو دهشت ګردي نۀ وي. دغه رسا او صحي لور دى. دغه لور نيولو دپاره هلې ځلې د خېر په تله کښې خپله برخه اچول دي. د حقوق العباد لور دى. په ائين کښې د اولس د بهتر معاشي ژوند ضمانت دستاويز ورکولو لور نيول پکار دي، چې په جمهوري توګه کېدلى شي. په انقلابي توګه کېدلى شي. په دواړه توګه ممکن لور دى. پاس د رحمان بابا عليه الرحمة د شعر مطابق چې ننګيالى يو ځل په دغه لوري مخ کړي. شعروادب کښې لور، رور، زور قافيه خو مروجه ټيک ده، خو د عروضو له رويه ئې جمع لورونه، روريان، زورونه صحي نۀ ده. فارسي دبستان کښې د شعراء د اسماء قطارونه هم تر ډېره حده سمون خوري. رومي (رح)، بسطامي (رح) نظامي (رح)، فردوسي، سعدي، عروضي، عرفي، انور، ظهوري او داسې نور ډېر دي. پښتو ژبه کښې د قديم دغه رنګ شاعرانو نامې نۀ جوړېږي. لکه د مثال په طور خوشحال خان خټک (رح)، رحمان بابا (رح)، حافظ الپوري، حميد ماشوال، عبدالعظيم راڼي زي. البته د "خان" د ټکي په تړون بيا لوې قطار جوړېږي لکه علي خان، مصري خان، معذالله خان، کامګار خان، عبدالقادر خان. تر ډېر لوري پورې قطار دى. د ادب په لور لوئي بحث کېدلى شي. د تاريخي مادي بدليت په تناظر کښې چې څومره د اولس دپاره فايده مند دى هغه هومره شوى نۀ دى.
د درې حرفونو ل و ر لفظ لور (طرف) لور (بيټي) په باب له پاس کرښو کښې تفصيل سره رقم شو. هم ددغه درې حرفيز لور لفظ يا ټکي چې زراعت کښې کرونده ګر په کار راولي، ډېر د اهميت وړ دى. کرونده ګر يا کسان چې پېداواري قوت دى. غنم، جوار، روجې، ګُړه وغېره کلهُم زرعي اجناس پېدا کوي. تمام انسانان ئې خوري او ژوندي پرې پائي. د دغه فصلونو لو په لور کوي. د هشنغر د سيمې ناز خيال صاحبِ ديوان شاعر لور خپل شعر کښې داسې راوړى دى:
واورېد علي خان په هسې شوخو خونچوړو
وژله ئې زده نۀ وه پرې ئې لور ولګاوۀ
لور د کسان شناخت دى. لور د کسان وسله ده. يو لور ته کۀ پرې د فصل لو (کټائي) کوي، بل لور ته پرې شوتل، ګيا رېبي، چې خپل ډنګر پرې ماړۀ کړي. ګويا کۀ کروندګر کسان هغه بختور پېداواري قوت دى چې يو لور ته د کلهُم انسانانو او بل لور ته د کثير حېوانانو خېټې مړوي. لور په کرکيله کښې د کسان د لاس د ښکلي زينت اوزار دى. کسان چې پټو کښې په کوم لور ځي،لور به ئې په اوږه وي. لور سره د دومره لوړ اهميت له رويه بيا هم کۀ په دې ملک کښې چا د خپلې پارټۍ په جنډه د علامت په څېر د لور تصوير جوړ کړۀ. د ټول هر څۀ اګاهو ورته د کفر فتوٰي تياره پرته وي.
د يو کلي په لور وګورئ، چټ د خاورو خټو تقريباً يو شان کورونه وي. دې کښې يو شان په جامه، پېزار، چودلو ښپو لاسونو زيړې نمونې نيولې کسان مخلوق اوسېږي. د علاج، تعليم او ژوند سهولتونه ناپيد وي. د زمانو نه دغه حال ګزرې ګذران نسل در نسل روان دى. کلي کښې صرف يوه بنګله او حجره ده. دغه د جاګيردار خان ده. دغه ټول کلى د جاګيردار دى. ددې کلي ټوله مزکه د جاګيردار ده، چې قبضه ګروپ ورته هم وائي. ددې کلي دغه ټول مخلوق کرونده دغه مزکه دغه يکي يو کس جاګيردار له کري. ددې جاګيردار کلي کښې بنګله، حيات اباد پېښور کښې بنګله، کالام کښې بنګله، ګرځېدو له موټر، عېش له دولت، حرام خواهش له سامان، ددۀ د ضرورته څو چنده سېوا سهولتونه مهيا وي. د خدوخال دې مختصر ريکارډ ته کۀ وکتلى شي، ښکاره په ډاګه د دوو بېلابېلو طبقاتو غمازي کوي. دغه حال د مزدور او سرمايه دار هم دى. د چهابړي فروش او شاپنګ سنټر د مالک ترمينځه د ستر فرق هم دى. دغسې په دې تناظر کښې تمام سماج لکه د نمر هسې ښکاره طبقاتي سماج دى. دا د تاريخي جدليت مادي بڼه ده چې هر زوړ په نوي ته ځائې خالي کوي. جاګيرداري نوره چلېدلى نۀ شي. خدائې پاک دې وکړي چې د ترقي پسندو ليکونکو دې لور ته په ليک خيال شي.