حال دا دى (کالمونه)


سوات ډېر مهم دى که پښتونخوا؟

په دې وروستيو کې چې د پاکستان ولسمشر اصف زرداري يو ځل بيا دې ته لېوالتيا وښوده(دا معلومه نده چې ريښتيا يې هم زړه داسې دى که هسې ډرامې جوړوي) چې د دغه هېواد د پښتنو د ايالت نوم به پښتونخوا کېږدي نو نه يواځې په ټول پاکستان بلکې افغانستان او بهرنۍ نړۍ کې هم د دې نوم په سر له څو لسيزو راهيسې راروان بحث يو ځل بيا تود شو. د ځينو وېبپاڼو او گرځنده تليفونونو د پېغامي خبري سرويس د غلطو، مشکوکو او نامسئولو سرچينو په حواله د ناتاييد شويو راپورونو د خپرولو له امل

28.01.2009 hairan

ډالر ډالر افغانستان!

د صنف نوي زده کوونکي خپله پېژندگلو په ماته گوډه انگليسي کې په دې ډول وکړه: "زما نوم سميع الله دى. زه د ننگرهار ولايت د سرخرود د ولسوالۍ اوسېدونکى يم، دلته پېښور کې مې کور په ورسک روډ دى او د دايکندي ولايت په مرکز اناردره کې د يوې موسسې سره کار کوم." ښوونکي ترې وپوښتل: "دا صنف دې ولې غوره کړ او د دې ځاى له زده کړې څه هيلې لرې؟" زده کوونکي ځواب ورکړ: "زه اوس د دوو مياشتو په رخصت راغلى يم. زه غواړم په دې دوو مياشتو کې  څوم

28.01.2009 hairan

د رڼاګانو له ښاره د پښتو رڼا

په کتابونو کې مو لوستلي چې کراچۍ په يوه زمانه کې د رڼاګانو ښار و، خو کوم وخت چې مونږ ورغلو رڼاګانې يې له منځه تللې وې او د پخواني ديکتاتور ضياو الحق د پاليسيو په تلپاتې برکت ژوند د مستقل ماتم تور څادر اغوستى او کوڅه په کوڅه د عقيدوي، ژبنيو، او نسلي تضاداتو ترمنځ د باروتو اور ته يې وير کاوه. په دې اور کې د کراچۍ څلوېښت لکه پښتانه تر هر چا زيات سوځېدل ځکه چې دوى غربت دغه ښار ته مساپر کړي وو او له غربته زيات غټ مصيبت بل څه کېداى شي چې د پاسه پرې دا مصيبت هم راغى.

19.01.2008 hairan

انسان څومره بدرنګه دى!

د ګران صېب د شعر ددې بېت چې "انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى" مطلب دادى چې انسان په يو وجود کې بدرنګه هم دى او ښايسته هم، خو دا چې کوم ځاى کې ښايسته دى مونږ ته معلومات نشته. دلته خو مونږ ټول عمر يواځې بدرنګه انسان ليدلى دى. هغه انسان چې د سياست موخه يې يواځې چوکۍ ته رسېدل دي، د عبادت کار يې تر ځان ښودلو پورې دى، د انسانانو وژل ورته يوه بېخي خبره ده او همدا وجه ده چې د خپلو اعمالو په ايينه کې هر انسان بل ته بدرنګه ښکاري. ايا دا مونږ په يوه متمدنه نړۍ کې اوسېږو؟ اي

06.10.2007 hairan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more