په کتابونو کې مو لوستلي چې کراچۍ په يوه زمانه کې د رڼاګانو ښار و، خو کوم وخت چې مونږ ورغلو رڼاګانې يې له منځه تللې وې او د پخواني ديکتاتور ضياو الحق د پاليسيو په تلپاتې برکت ژوند د مستقل ماتم تور څادر اغوستى او کوڅه په کوڅه د عقيدوي، ژبنيو، او نسلي تضاداتو ترمنځ د باروتو اور ته يې وير کاوه. په دې اور کې د کراچۍ څلوېښت لکه پښتانه تر هر چا زيات سوځېدل ځکه چې دوى غربت دغه ښار ته مساپر کړي وو او له غربته زيات غټ مصيبت بل څه کېداى شي چې د پاسه پرې دا مصيبت هم راغى.

دغه اور لا مړ نه دى بلکې د پاکستان نورې سيمې يې هم اوس په خپلو لمبو کې رانغاړلې دي او پښتانه پکې د وچو خشاکو په څېر چې څومره غټه لمبه کوي هومره زر ايره کېږي هم. د خوشحالۍ خبره پکې دا وه چې د دغه ښار پښتانه شاعران او ليکوالان که مساپر وو، که غربت وهلي وو، که مزدوري يې کوله، که توپيري چلند ورسره کېده؛ خو د خپلې ژبې، ادب، کولتور او خلکو نه بې خبره او بې غمه نه وو. دوى له اولې ورځې راهيسې د خپل غږ لپاره "اتفاق" کړى، "تحريک" يې چلولى، "جرس" يې ټنګولى، د پوهې "پلوشې" يې خورې کړې دي او په خپلو کې سره جرګه شوي دي. زه پخپله د دغو هلو ځلو برخه پاتې شوى يم نو ځکه ورسره يو ډول روحاني تړون لرم.

همدغه وجه وه چې څو ورځې وړاندې مې ټول افغان ته سر راښکاره کړ، نو "د کراچۍ مېشتو قلموالو پاڼه" مې وليدله او د يوې ناشنا خوښۍ سره مخ شوم. خداى دې ظفر کريمي ته اوږد ژوند ورکړي چې دې خدمت ته يې ملا تړلې او د وېرې ترهې، ناامېدۍ او بې يقينۍ، غم او ماتم په دې زمانه کې مونږ ته د دغه ښار د پښتو او پښتنو د پتنګانو غږ رارسوي او د علم و ادب رڼا خوروي.

يو رحمان په سړه بن کې ګلپاشي کړه
يو تسنيم په کراچۍ کښې غزل خوان شو