د پښتو ژبې د يو ياد او خوږژبي شاعر اشرف مفتون د کليزې په مناسبت يوه غونډه د پاکستان د ادبياتو اکادمي پېښور څانګې لخوا د جمعې په ورځ د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه په اردو ساينس بورډ خېبر بازار کې جوړه شوه چې مشري يې د اردو او پښتو ژبو ليکوال خاطر غزنوي وکړه او په ستيژ ورسره ډاکټر محمد اعظم اعظم، مختار علي نئير او ډاکټر فضل دين خټک ناست وه.
په غونډه کې د پښتو زيات شمېر شاعرانو، ليکوالانو، ژورنالستانو او عامو خلکو ګډون درلود چې مجيد الله خليل، سردار خان فنا، مفلس دراني، خاطر غزنوي، فضل دين خټک، محمد اعظم اعظم او نورو ورته د اشرف مفتون د شخصيت او شاعرۍ په اړه خبرې وکړې.
وېناکوونکو په خپلو مقالو، ليکونو، شعرونو او خبرو کې د اشرف مفتون شاعري د نوې پښتو شاعرۍ په صف کې ياده کړه او هغه يې د پښتو په شاعرۍ کې د نويو رجحاناتو مخکښ وباله. برسېره پر دې يې د اشرف مفتون فکري او انقلابي هلې ځلې هم وستايلې او د هغه نثري ليکنې يې د پښتو ادب يوه ستره پانګه وبلله.
دا هم د اشرف مفتون يو غزل:
زړه مې بلد دى د دردونو سره
لکه درياب د طوفانونو سره

پرېشان روح او پرېشانه احساس
لا پرېشانه شي فکرونو سره

زړه کې غم سترګو کې ګرمې اوښکې
ځمه کوکۍ ته سوغاتونو سره

تهمت و عشق داسې پېوست وي سره
لکه ازغي وي د ګلونو سره

يوه ورځ به راشي چې رخصت به شمه
د دې دنيا نه ارمانونو سره
.....................
عبدالهادي حېران