د قلزم پۀ څېر لمنه ملغلرې
مونږ لرو لېمو دننه ملغلرې
ځلمى کُهول مې لۀ هېواده ځنې وځي
که نه وځي لۀ وطنه ملغلرې
د اوبو پۀ بيه نن درومي آبدارې
اى د جونو انجمنه!، ملغلرې
لکه هار يې خوَلې غاړه کې يو ځاى شوې
څاڅکي څاڅکي يې پۀ زنه ملغلرې
لمرپرستو مې دى لمر نه چل زده کړى
ټولوي مې لۀ ګلشنه ملغلرې
جوهري پۀ بازار نقل اخلي ګرځي
ګرځوه اوس زما فنه ملغلرې
22.09.2006
- hairan
د پښتو ژبې د يو ياد او خوږژبي شاعر اشرف مفتون د کليزې په مناسبت يوه غونډه د پاکستان د ادبياتو اکادمي پېښور څانګې لخوا د جمعې په ورځ د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه په اردو ساينس بورډ خېبر بازار کې جوړه شوه چې مشري يې د اردو او پښتو ژبو ليکوال خاطر غزنوي وکړه او په ستيژ ورسره ډاکټر محمد اعظم اعظم، مختار علي نئير او ډاکټر فضل دين خټک ناست وه. په غونډه کې د پښتو زيات شمېر شاعرانو، ليکوالانو، ژورنالستانو او عامو خلکو ګډون درلود چې مجيد الله خليل، سردار خان فنا، مفلس دراني، خاطر غزنوي، فضل دين خټک...
24.09.2006
- hairan
عبدالغفور لېوال
مه وايه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسيدلته خو زما هم يو وړوکی غوندې زړه اوسي
څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګېډۍګېډۍدنګې چټې پېغلې چې سر خېلې د واده اوسي
لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولمدومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي
سم به وي ، خو کم به وي، زړه ستا د قد دربار نه دىستا د بڼو کور دى دلت...