عبدالغفور لېوال

مه وايه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسي
دلته خو زما هم يو وړوکی غوندې زړه اوسي

څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګېډۍګېډۍ
دنګې چټې پېغلې چې سر خېلې د واده اوسي

لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولم
دومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي

سم به وي ، خو کم به وي، زړه ستا د قد دربار نه دى
ستا د بڼو کور دى دلته ټول پکې کاږه اوسي

سيند ورنه راوړي سپينو اوبو کې سور د وينو رنګ
ښکاري چې بر کلي کې لا اوس هم پښتانه اوسي