رحمان بابا څوک ؤ؟

سعدالله جان برق


خواجه محمدسايل صېب سره دې  خداى نو رهم ډېر ښۀ وکړي او خداى دې يې ددې نه نورهم ښايسته کړي زمايوه ډېره لويه ګرانه يې ماته اسانه کړه. زما دډېرې مودې نه په رحمان بابا شک ؤ چې دى اصل  نه عرب دى خو دومره زړۀ مې نه شوکولى چې دا خبره مې په ډاګه کړې وى. الله دې خواجه صيب له اتۀ واړه جنتونه ورکړي چې هغه د خوشحال خان په باره کې ډېر زبردست تحقيق وکړو او دا يې ثابته کړه چې خوشحال خان په اصل کې ترک ؤ  بلکې لږ کرد هم ؤ او د مغلو رشته هم پکې وه  خو پښتون او بيا خټک خو بلکل نۀ ؤ  که په چا باندې دا خبره ښه نۀ وي  لګېدلې نو خداى دې  يې زړۀ وچوي خو په دې کې شک نشته چې خواجه محمد سايل مونږ د ډېر لوي غم نه  خلاص کړو چې خوشحال خان يې د پښتنو د دايرې نه وويستو. اصل کې دغه نظريه د بهرام خان هم وه چې دا خوشحال خان د پښتنو د څټ ننکۍ ده خامخا د ننګ او مړانې  او خداى خبر چې څه خبرې کوي او پښتانۀ  په بلا ګرفتاروي .
نو بهرام خان دا کارنامه وکړه چې خوشحال خان يې د سردارۍ او مشرۍ د ګوره وويستو خو ددې باوجود هم خوشحال خان شرپسند  سړى ؤ او دا قسم د شرپسندۍ خبرې يې کولې خو خواجه سايل له دې  خداى د غازي  ژوند او د شهيد مرګ ورکړي چې د قلم په څوکه يې  خوشحال خان خټک واخستو او لرې يې ګوزار  کړو. چرته ترکستان او قرغاني وغېره ته. څنګه بيا به کوې تۀ په چا اوړېدلى  نۀ وې ته د پښتنو په ننګ باندې توره تړې!!!؟ .
نود خوشحال خان خټک نه خو خواجه محمدسايل خلاص کړو اوس رحمان بابا پاتې دى او دۀ ته زما نيت  ښۀ نۀ دى ځکه چې  دا دومره  مقبوليت يې ز ما په  زړۀ  بلکل  نه ځائېږي نو زۀ د خپل  قلم چوکه په رحمان بابا پسې را اخلم  او د پښتنو د کوروکلي او کوڅې  نه يې وباسم.
د رحمان بابا په باره کې  هډو د ډېر تحقيق ضرورت نشته ځکه چې  هغه پخپله هم په ځان ګواهي کړې ده چې.
زۀ عاشق يم سريکار مې دى له عشقه
نه خليل نه داودزى يم نه مومند

 خبره خلاصه شوه رحمان بابا په صفا ټکو کې  خپل قوميت عاشق  ښودلى  او عاشق د عربو يوه قبيله وه چې د نجد په صحرا کې  به اوسېدله. رحمان بابا  به په صحرا کې اوښان څرول چې يوه ورځ يې  قيس عامري  سره ملاقات وشو.  دا هغه قيس عامري دى چې د ليلا د نوم بلکې په ((تور))  ډير سخت بدنام ؤ .
ټولوخلکو دى  راشړلى ؤ اوپه ميرو کې  به خوارو زار  شلېدلى  ګرېوان  ګرځېدو. په دې حالت کې يوه ورځ بې هوشه شو قدرت پرې دپاسه  رحمان بابا راوستو.  رحمان بابا دى اوچت کړو په اوښ يې  بار کړو او خپل نخلستان  ته يې يوړو.  اوبه موبه يې ورکړې خومجنون سره د خپل عمر يوه وربشه هم نه وه پاتې ځکه چې ددۀ جېب هم شلېدلى ؤ نو د عمر ټولې وربشې ترې په صحرا کې پرېوتې وې. مجنون پوهه شو چې نوره خبره ((دي اينډ)) ته ورسېده نوپه اشاره باندې يې رحمان بابا ته ووې چې غوږ رانزدې کړه. ددې واقعې ذکر پخپله رحمان بابا داسې کړى دى چې .
د مجنون چې ځنکدن  شو
زۀ يې  پرېښودم نايب
نصيحت يې راته وکړو
په څورنګه عجايب
وې روزي دې شه رحمانه
زما واړه مراتب
 
اوس ددې نه بل شهادت اوثبوت څه کېداى شي چې د مجنون د ځنکدن  په وخت کې رحمان بابا هغه سره نۀ صرف موجود ؤ بلکې هغه قانوني طور خپل نايب هم مقررکړو او دا ثبوت  ددې خبرې دى چې  رحمان بابا  او مجنون  دواړه ((عربان )) وه.