اومه برخه

(شپږمه برخه دلته وګورئ)

يوه بجه وه چې مونږ کابل ته ورسېدو او د هرکلي ساين بورډ مونږ ته کابل ته ښه راغلاست ووې. دا د پول چرخي اډه وه. د جلال اباد او تورخم دپاره ګاډي تيار ولاړ وو. ښاري ژوند ښه پکې ښه په درز کې روان و. د ايساف نه چې مونږ لږ وړاندې تېر شو نو اسد دانش ملګرو ته ووې چې هاغه مخامخ دېوال چې ښکاري دا د پول چرخي مشهور جېل دى. دا د کابل انډسټريل ايريا ده. ګو چې انډسټريل ايريا ډېره اباده نۀ وه ولې د بيا ودانۍ دپاره فابريکې د هرې قربانۍ دپاره دنګې او هسکې غړۍ ولاړې وې. د افغانستان وايرليس نه وړاندې مکرويان چې روسي فلېټس وو. زاړۀ او نوي مکرويان د کابل د ښاريانو د سر پټونې دپاره هسکه سينه ولاړ وو.

دا شهيد عبدالحق چوک دى څوک چې يو منلى قوماندان و. دى د خداى بخښلي حاجي قدير ورور و. د طالبانو په اخري دور کې شهيد کړاى شوى و. او دا چوک اوس د شهيد ملت عبدالحق چوک په نوم موسوم دى. د محمود خان پول، صدارتي محل، دريا کابل چې د تګ راتګ دپاره پرې يو وړوکى غوندې پول تړلى شوى و، پښتونستان چوک، د امير عبدالرحمان مزار نه تېر شو او زرنګار پارک ته ووتو. دا هغه پارک دى چې لوړ لوړ انقلابونه يې زېږولي دي. د سياسي ګوندونو د مشرانو د تقريرونو ځاى، د سياسي اړي ګړي په وخت د راغونډېدو ځاى، سم هائيډ پارک و. ولې فرق يې دا و چې هلته هر څه د ټوقو نه پېل شي او په ټوقو ختم شي او دلته به هر څه د سياسي ټوقو نه پېل شول او په سنجيده ټوقو به ختم شول. لوړ لوړ شخصيات، مشهور انقلابونه او منلي رژيمونه د دې پارک د سياسي هلو ځلو نه رازېږېدلي او هم دغه شخصيات، انقلابونه او رژيمونه بيا د دې پارک نه په رد عمل کې د راپاڅېدلو تحريکونو او سياسي هلو ځلو او اړي ګړي ښکار شوي هم دي.

مونږ چې د سرينا هوټل او عمومي بېنک سره تېرېدو نو ښار کې ښه ګڼه ګوڼه وه. د ژوند هلې ځلې ښې تاندې وې. ټرېفک څلورو غاړو ته ښه روان و او د يو پرامن او جديد ښار تمامې سرګرمۍ پکې په نظر راتللې. دا پرېس مارکېټ و او دوکانونه د يو غاړو راغورزېدلي وو ولې چې د سړک توسيع کېدله او دغه چاپه خانو ته حکومت بل ځاى کې ځاى ورکړى و. د جمهور اسپتال مخامخ د هوټل انصاف مخې ته ګاډي ودرېدۀ او مونږ ترې کوز شو.

ټول ملګري خپلو خپلو کمرو ته لاړل. زۀ او رياض په پنځم منزل يوه کمره کې پرېوتو. راسره خوا کې امجد شهزاد  او عمران، ښي اړخ ته پروفېسر اسير منګل، ګس اړخ ته سليم بنګش صېب خپلو خپلو کمرو کې ځاى په ځاى شول. بيا مو مخ لاس ووينځل، ځانونه مو تازه راتازه کړل او د ډوډۍ خوړلو دپاره شهرنو کې اباد لکي ټاون رسټورانټ ته لاړو. رسټورانټ کې د لنچ دپاره د ښار د مخوريزو ګڼه ګوڼه وه. مونږ په خپلو reserve سيټونو کېناستو. زۀ، رياض، عمران او امجد شهزاد په يو ټېبل ناست وو. عمران دې دوران کې فوټوګرافي او ويډيو هم جوړوله. بلکې تر دې دمه امجد شهزاد او عمران د فوټوګرافۍ او ويډيو چارې ښه په مزه سر ته رسولې.

دا د احمد شاه مسعود چوک و چې مونږ پرې د ډوډۍ خوړلو نه پس راغلو. د هغۀ غټ تصوير پرې لګېدلى و. دا غټ او کثيرالمنزله بلډنګ کابل سيټي ده. دا يو پر رونقه او جديد شاپنګ سنټر دى او د متعلقه شاپنګ سرګرمۍ پکې روانې وې. د کابل د ښار ژوند ښۀ خوشحاله او پرسکونه ښکارېدو. مونږ چې په کومه لار راغلو دا د داخله وزارت لار وه چې بنده وه او سيکوريټي ګارډ په اشاره ګاډى راواپس کړاى شو او د اقتصادياتو د وزارت په لار مونږ هوټل ته واپس راغلو. هوټل کې مو ارام وکړو، جامې مامې مو بدلې کړې، اسد دانش به شېبه په شېبه ګړۍ په ګړۍ په ملګرو ګرځېدو چې څه تکليف څه کمى خو نشته.

د نومبر په اويشتمه نېټه سحر وختي پاڅېدم. زۀ د لمانځه نه پس لږ غوندې داسې نارمل شانته ايکسرسايز کوم، هغه مې وکړ. د ايکسرسايز د ګرم والي له وجې ما خپل قميص ايستلى و او د کابل د نومبر په يخنۍ کې زه ډېر ساعت په بنېن کې ګرځېدمه. چې د کمرې د کړکۍ پرده مې لر کړه نو مخامخ د جمهور اسپتال په ګراونډ کې يو فارنر په نېکر او ټي شرټ کې د سحر په دې يخنۍ کې باسکټ بال کولو. ما د ځان سره ووې چې ماښامه تا په کمره کې خالي د قميص په ايستلو ځان باتور باتور کولو، ګوره کنه ګورا ته چې په نېکر او ټي شرټ کې يې په دې يخنۍ کې لوبه ګرمه کړې ده.

رياض ماما ښۀ خوبي دى. ما ورته غږ وکړو چې پاڅه ماما ټېم شوى دى. بيا مې عمران او امجد شهزاد هم پاڅول. اسير منګل صېب او سليم بنګش صېب دواړه پاڅېدلي وو. زۀ او امجد شهزاد شهر نو ته په سِم پسې لاړو ولې د ښار مارکېټونه لا خلاص شوي نۀ وو. پستنه راغلو. چې هوټل ته راورسېدو نو د يو درز اواز مو واورېدو. وروسته پته ولګېده چې په وزير اکبر خان کې دهماکه شوې ده.

د نومبر په اويشتمه نېټه سحر نهه بجې مونږ د انصاف هوټل نه د سولې ګډې مشاعرې ته انټرکانټيننټل هوټل باغ بالا په لور روان شو. ښار کې ښۀ رونق و. ښځې نر ښۀ په مزه کې خپلو خپلو کارونو، سکولونو، کالجونو او يونيورسټو ته روان وو. مارکېټونه ښۀ خلاص وو، ژوند بې د څه وېرې ترهې ښه په مزو کې روان و، بلکې د حېرانۍ خبره دا ده چې مونږ څومره د ډس انفارمېشن ښکار يو، مونږ ته چې د پاکستانۍ مېډيا له لوري د کابل په حقله کوم اطلاعات رارسي د دغو اطلاعاتو مطابق کابل وران دى، کابل په ټپه ولاړ دى، ولې حقيقت زمونږ په وړاندې داسې راڅرګند شو چې کابل ښۀ ودان دى، په ټپه نۀ بلکې په ډپه (لوړه) ولاړ دى او د بيا ودانۍ او عروج په لور په دو دو، په زغل زغل او په منډه منډه روان دى. د کابل د ښار د خلقو په څېرو د مايوسۍ هيڅ قسمه اثار په نظر نۀ راتلل.

مونږ چې کله روانېدو نو د انصاف هوټل د لاندې په فوټ پات يو زلمى چې ښه سوټډ بوټډ و، موبايل فون په لاس ښه بې غمه سينه راايستلى روان و، ما رياض ته ووې ماما دې هلک ته دې خيال دى؟ تۀ دغه شان موبايل په لاس (د کراچۍ) په ريګل چوک کې ګرځېدى شې؟ هغۀ په نفي کې سر وخوزوو. زۀ دا هم نۀ وايم چې د کابل په ښار کې به بېخي کرائمز نۀ وي، ولې تر څو چې د سټريټ کرائمز تعلق دى نو دې کرائم لا په کابل کې د کراچۍ د ښار رواج نۀ دى موندلى.

مونږ چې کله باغ بالا ته ختلو نو عېن د چړهايي (ستغ) په اغاز کې د Afghanistan Stabilization Program (ASP) له اړخه ساين بورډ لګېدلى و. په دغه ساين بورډ د يو محنت کش مشر د عکس د لاندې ليکلي شوي وو:

باغ د ګلو به سمسور وي مونږ به نۀ يو

(دوام لري)