د کډوالۍ ژوند خو هر چا ته معلومه ده چې په ژوند حساب نه وي، خو د افغانانو کډوالي تر دې هم پسې زياته عجيبه ده. يو ځل، دوه ځل، درې ځل نه بلکې څو څو ځل، يا به دا ووايم چې کډې ګرځول د افغانانو ژوند جوړ شوى دى. له کوم وخته چې افغانستان د نړۍ د سيالو ځواکونو د جنګونو په ډګر اوښتى، له هغه مهاله افغانان کله د جنګونو او کله بيا د جنګونو له خېټې زېږيدلي فقر او غربت د لاسه کډه په سر دي. دوى د ټوپک په مبارزه په افغانستان کې دننه ډېرو سترو ځواکونو له جنګونه وګټل خو ځان له يې هيڅ ونه ګټلاى شول او د کډوالۍ په ژوند يې د ايران او پاکستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دښتې ابادې کړې خو په خپله اباد نه شول.
په دې ټرک کې هم يوه کډه بار ده او په پېښور کې د يو اين ايچ سي ار د دفتر مخې ته خپل لمبر ته ولاړه د انتظار شېبې وباسي تر څو پلټنه يې وشي او د کورنۍ د هر غړي د سر سل ډالره ترلاسه کړي.
که ريښتيا خبره وي نو لوبه ټوله د همدغه ميرات مړي ډالر ده. باچا خان به وېل چې پښتون پېسو ته نشي ټينګېداى، خو بيا يې دا ونه ليدل چې ډالرو په پښتنو / افغانانو باندې څه څه کانې ونکړې. د دغه ټرک سره ولاړ يو تن چې د کچه ګړۍ د کنډرو په لور يې په ويرجن انداز کاتۀ، راته وويل: په دې کډو کې زياتره کورنۍ داسې دي چې په کال کې لږ تر لږه شل کرته افغانستان ته په کډه ځي. نو دا د ډالر کمال ندى نور څه دي؟
د تورخم په لور مې وتړله کډه
کال و سر د زمانې کډه په سر يم
(د خوشحال بابا د روح نه په بخښنې سره)