
د دې وېبلاګ د ليکونکي عبدالهادي حېران د لنډو کيسو ټولګه ((تنده مې ماته شوه)) چې څو مياشتې وړاندې خپره شوې وه، د ښاغلي عبدالله احسان په زيار او مننه د لر او بر وېبپاڼې په کتابتون کې په ليکه شوه. لوستونکي د دغې ټولګې د کيسو په اړه په همدغې وېبپاڼې کې تبصرې هم ليکلى شي.
د دې ټولګې د لوستلو او ښکته کولو لپاره دلته ټک ورکړئ.
03.06.2008
- hairan
د کډوالۍ ژوند خو هر چا ته معلومه ده چې په ژوند حساب نه وي، خو د افغانانو کډوالي تر دې هم پسې زياته عجيبه ده. يو ځل، دوه ځل، درې ځل نه بلکې څو څو ځل، يا به دا ووايم چې کډې ګرځول د افغانانو ژوند جوړ شوى دى. له کوم وخته چې افغانستان د نړۍ د سيالو ځواکونو د جنګونو په ډګر اوښتى، له هغه مهاله افغانان کله د جنګونو او کله بيا د جنګونو له خېټې زېږيدلي فقر او غربت د لاسه کډه په سر دي. دوى د ټوپک په مبارزه په افغانستان کې دننه ډېرو سترو ځواکونو له جنګونه وګټل خو ځان له يې هيڅ ونه ګټلاى شول...
29.07.2008
- hairan
د سفر خيال
د دوه زره اتم کال د جون په دويمه نېټه مونږ په لواړگي کې نادرخان کلي ته په يو واده کې د گډون لپاره لاړو. د واده په سبا زه د لواړگي بازار – چې د سيمې خلک يې ((سراى)) بولي – ته لاړم او د خلکو سره مې په څو تازه موضوعاتو خبرې وکړې. دغه خبرې په دې ډول وې:سيخانو والا:- ياره يو سيخ په څو دى؟- په پنځه روپۍ.- ښه! پېښور کې خو په لس روپۍ دى. ته يې دلته ارزان ولې ورکوې؟- يره دلته خو يې څوک په پينځه هم ناخلي، گراني دومره...