د سفر خيال

د دوه زره اتم کال د جون په دويمه نېټه مونږ په لواړگي کې نادرخان کلي ته په يو واده کې د گډون لپاره لاړو. د واده په سبا زه د لواړگي بازار – چې د سيمې خلک يې ((سراى)) بولي – ته لاړم او د خلکو سره مې په څو تازه موضوعاتو خبرې وکړې. دغه خبرې په دې ډول وې:
سيخانو والا:
- ياره يو سيخ په څو دى؟
- په پنځه روپۍ.
- ښه! پېښور کې خو په لس روپۍ دى. ته يې دلته ارزان ولې ورکوې؟
- يره دلته خو يې څوک په پينځه هم ناخلي، گراني دومره ده چې څوک چولې نشي خوړلى نو سيخان به څه وخوري!
يو سړى چې نژدې ولاړ و او زمونږ خبرې يې اورېدلې، زمونږ په مکالمه کې راگډ شو او وې ويل:
- هغه د پېښور سيخانو کې غوښه ډېره وي او ښه پاخه شوي وي، ده خو پکې د مچانو د سرونو قدر ته غوښه ورمنډلې ده، دا خو په پينځه هم نه ارزي.
ما چې سيخانو ته په ځير وکاته نو خبره يې ريښتيا وه. سيخانو والا خجالت غوندې شو او زر يې وويل:
- ستاسو خبره سهي ده جي، که لس روپۍ ماله څوک راکړي زه به د پېښور نه ورته ښه سيخان جوړ کړم خو که منگل باغ خبر شو چې يو سيخ په لس روپۍ خرڅوم نو پانسي به مې کړي.
ما همدا ښه موقع وگڼله او سيخانو والا نه مې پوښتنه وکړه:
- په ساعت کې دې زوړ وخت دى که نوى؟
- دولس بجې دي، زوړ او نوى پکې لا څه وي؟
- حکومت وخت بدل کړى دى کنه؟
- د حکومت دا او دا وکړم... وخت بدلول د خداى کار دى که د حکومت؟
دا بحث مې په همدې ځاى پرېښود. د يو افغان نه – چې د لباس او کړه وړه نه ښه باسواده ښکارېده - مې پوښتنه وکړه چې د افغانستان کرکټ ټيم د جرسي په ټاپو کې د دولسو هېوادونو اتلولي گټلې، ته څنگه احساسوې؟ هغه راته وويل چې د کرکټ سره هيڅ علاقه نلري نو د دې نه هم نه دى خبر چې چرته چا لوبه گټلې ده. بيا مې ترې پوښتنه وکړه:
- ښه نو په جلال اباد کې چې ځانمرگى بريد شوى دى، هغې نه خبر يې؟
- ويې ويل ((نه))
د څو نورو کسانو نه مې هم پوښتنې وکړې چې زياتره ځوابونه د ((نه يم خبر)) وو. يواځې يوه موضوع چې هر څوک ترې خبر وو او په هر چا يې اغېز کړى و هغه په سيمه کې د منگل باغ هلې ځلې وې. چا ويل منگل باغ د حکومت سړى دى دا غېره (ايجنسۍ) پرې رعايتوي. چا ويل ښه "امن" يې راوستى دى. چا ويل ټوله سيمه ترې تر پوزې راغلې ده او خلک د خېبر نه کډې باروي. خېر! شل خولې او شل خبرې.
خو ما دا يوه خبره احساس کړه چې دې خلکو ښه بېغمه ژوند تېر کړ. يواځې د منگل باغ نوم يې په خوله پروت دى خو نور د دې نه خبر نه دي چې په دنيا کې څه روان دي او په افغانستان او پاکستان څه تېرېږي. راشه وگوره زمونږ ژوند چې يو خوا ته مو د پېښور گرمۍ او ماشو څرمنې واړولې نو بلخوا چې سهار راپاڅو تر ماسخوتنه د ځانمرگيو بريدونو، چاودنو، جگړو، مرگونو، حلالولو او تښتولو خبرونه دي. ټوله ورځ دغه خبرونه ليکو او ټوله شپه چې مو ماشي د کوم ساعت نيم لپاره خوب ته پرېږدي نو دغه هر څه بيا په خوب کې وينو.
په همدې سوچ او ستړيا کې ذهن ته دا خبره راغله چې ولې نه يو څو ورځې رخصت واخلم او چېرته داسې ځاى ته لاړ شم چې نه خبرونه وي او نه دا لانجې. نو بيا په دې فکر شوم چې چېرته بايد لاړ شم. کراچۍ يا کندوز ته. يو ځاى کې مې مور او پلار دي خو ډېر ورته تلى راغلى يم او دا بل مې وطن دى خو تراوسه يې د ليدو نه بې برخې يم.
د لواړگي نه پېښور ته ستون شوم او څو ورځې نورې هم تېرې شوې خو پرېکړه مې نه وه کړې چې کوم ځاى ته بايد لاړ شم. په همدې کې خبر شوم چې د جنوبي پښتونخوا په لورالايي کې د ښاغلي سعيد گوهر د ادبي خدماتو د اعتراف لپاره يو دوه ورځنى سيمينار جوړېږي.نو د پروفېسر محمود اياز سره مې تماس ونيو چې پوره معلومات واخلم.

د سعيد گوهر د ادبي خدماتو د اعتراف لپاره دوه ورځنى سيمينار

پروفېسر محمود اياز راته وويل چې د پښتو ادبي ملگري لورالايي له لوري د دغسې يو سيمينار تابيا شوې ده خو د وخت او ځاى په ټاکنه کې يو څه ستونځه موجوده ده. چې دغه ستونځه حل شي نو ټولو ملگرو ته به بلنې واستول شي. څو ورځې وروسته يې بيا راته ټليفون وکړ او ويې ويل چې د ٢٠٠٨ءم د جون په پنځلسمه او شپاړسمه نېټه به سيمينار په لورالايي کې وي او ورسره يې د ورتگ بلنه هم راکړه. زه يو خو کله جنوبي پښتونخوا ته نه وم تللى، بل هلته موسم هم ښه و، او د ځينو ملگرو سره ليدل مې هم ارمان و، نو بس د تللو پرېکړه مې وکړه. د شمالي پښتونخوا نه چې کوم نور ملگري بلل شوي وه د هغوى نومونه يې هم راته وښودل تر څو يو ځاى د تللو پروگرام جوړ کړو. دا ملگري ښاغلى سليم راز، اسير منگل، سليم بنگښ، خالد پښتون، طاير ځلاند، نور قاسم قاسم او حکيم ځلند اورکزى وو. دوى سره له ټليفوني تماسونو وروسته معلومه شوه چې په ديارلسمه نېټه به د پېښور نه روانېږو.

تگ

د جون ٢٠٠٨ء په ديارلسمه نېټه ماسپښين دوه بجې تر ټولو لومړى زه اډې ته ورسېدم. څه گورم چې اشرف غمگين خپل بېگ په غاړه ناست دى او په اډه کې تلونکو راتلونکو خلکو ته حېران حېران گوري. ورغلم او ستړي مشي مې ورسره وکړه. لورالايي ته په تلونکې ډله کې د هغه نوم نه و نو ځکه ما فکر وکړ چې کېداى شي کراچۍ ته ځي. پخوا يې يو ځل راته ويلي وو چې په کراچۍ کې يې ځامن کار کوي. بيا هم پوښتنه مې ترې وکړه:
- غمگين صېب چېرته روان يې؟
هغه په خپل خاص انداز کې ځواب راکړ:
- يره غبدالخادي خانه.... په بلوچستان کې يو ځاى دى لورالايي ورته وايي، هلته روان يم.
- لورالايي کې څه کوې؟
- غبدالکريم بريالي راته ټليفون کړى و چې راشه.
- څه يې ويل چې د څه لپاره؟
- ويل چې څه پروگرام دى راشه نو بس روان يم. نور يې څه کَيې!
- يواځې يې که نور څوک درسره دي؟
- يو ملگرى بل هم دى خو هغه خداى وخلى (وهلى) تراوسه رانغى نو.
اوس نو پوه شوم چې زمونږ ملگرتيا د اتو تنو په ځاى د لسو تنو شوه. بل دا چې غمگين صېب په زړه خوشحاله او د دنيا جهان نه بې غمه سړى دى ما ويل ځه سفر به مو ورسره په گپ شپ او ښه تېر شي. لږ وروسته راز صېب او نور ملگري هم راغلل، د غمگين صېب ملگرى ممتاز حسن هم راغى، د هغوى لپاره مو دوه نور ټکټونه واخيستل او پوره درې بجې بس د پېښور د اډې نه حرکت وکړ.

لورالايي

سبا ماسپښين و چې د لورالايي په اډه کې د بس نه ښکته شو. په لاره باندې زمونږ سفر ډېر ښه و. بس نيم خالي و نو چا ته چې به خوب ورغى شاته سيټونو ته به واوختۀ او اودۀ به شو. که چا ته به خوب نه ورتلو نو غمگين صېب سره به کېناست، هغه به دا نه کاته چې څوک ورسره ناست دى، بس کله به يې کيسه د يو سر نه پېلوله او کله د بل نه. کله به يې د چا ښه ثناء صيفت وکړ خو بيا به په بل چا پسې لگيا شو او د تنقيدي غشو باران به يې پرې جوړ کړ. کله به يې غږ دومره لوړ شو چې په بس کې ناستو خلکو به مونږ پله په ځير ځير کاته پېل کړل. يو وخت د بس يو چلوونکى زما خو اته رانژدې شو او پوښتنه يې رانه وکړه:
- تاسو خو ټول صېبان يئ، لورالايي کې څه کار پسې روان يئ؟
ما ورته وويل چې صېب راپکې همدا يو غمگين صېب دى ده له چا په لورالايي کې مېلمستيا کړې ده او مونږ ورسره بدرگه روان يو.
هغه يوه خبره وکړه چې اوس يې ليکلو ته وضعه ښه نده، چې حالات ښه شي بيا به يې چېرته وليکم.
د لورالايي په اډه کې راز صېب د هغه ځاى ملگرو ته ټليفون وکړ او لږ ساعت وروسته ما د لومړي ځل لپاره خېر محمد عارف او شوکت ترين وليدل. افضل شوق هم ورسره راغلى و خو هغۀ سره زما ليدۀ مخکې په کراچۍ او پېښور کې هم شوي وو.
په لورالايي کې موسم د پېښور په نسبت ډېر ښه و. مونږ ته د يو مسلم ليگي (نوازشريف) مشر سردار محمد يعقوب ناصر په بنگله کې د اوسېدو لپاره کوټې راکړاى شوې چې ډېر ښه موقعيت يې لرلو. نور ملگري د وررسېدو سره سم اودۀ شول، ما د موسم د خوږلت نه خوند واخيست او غمگين صېب د ځان لپاره د يو داسې يار په لټه کې شو چې په دارو يې درمند شي. لږ وخت لا نه و تېر چې يو ملگرى يې پېدا کړ. ملگرى هم داسې چې خټه او گټه. چې ورته وبه دې کاتۀ نو د دواړو په مخونو کې د هلمند د کوکنارو پټي ښه په سندرو ښکارېدل.
ماښام چې مو د لورالايي د ملگرو سره گپ شپ لگاوه نو زمونږ په ملگرو کې يو چا وويل: "زه مخکې هم بلوچستان ته راغلى يم". د لورالايي يو ملگري ورته خبردارى ورکړ چې دا بلوچستان نه بلکې جنوبي پښتونخوا ده او په دې باره کې بايد د احتياط څخه کار واخلئ. ريښتيا هم وروسته ما ته اندازه ولگېده چې د جنوبي پښتونخوا پښتانه په دې مسئله کې ډېر کلک او هوډمن دي. د هغو مذهبي گوندونو چې په شمالي پښتونخوا کې د پښتونخوا د نوم سره حساسيت لري غړو هم هلته په خبرو کې بلوچستان نه بلکې د جنوبي پښتونخوا ټکي کارولو ته ترجيح ورکوله.

سيمينار

د ښاغلي سعيد گوهر د ادبي خدماتو د اعتراف دوه ورځنى سيمينار په سبا يانې د جون په پنځلسمه نېټه ماځيگر د لورالايي د ناظم په دفتر کې پېل شو. مونږ فکر کاوۀ چې سيمينار به د سهار لخوا پېل کېږي. نو د سهار نه تر ماسپښينه نيمه ورځ مو د سردار يعقوب په بنگله کې دروازې ته په کتو کتو تېره کړه. ماسپښين چې د کراچۍ، کويټې او نورو ځايونو ملگري راورسېدل نو بيا مو پام بدل شو. تر ماځيگره چې پوهېدو د سيمينار د پېل کېدو وخت رارسېدلى و.
د سيمينار دا لومړۍ ورځ په دوو ناستو (نشستونو) ويشل شوې وه. لومړي نشست بېخي سطحي بڼه لرله چې مشري يې د لورالايي د ځوان او ادب دوست ناظم جهانزېب خان په غاړه وه او کوربه يې سيد خېر محمد عارف و. ورسره يو ملک صېب او گوهر صېب هم ناست وه. په دې نشست کې د لورالايي ادبي ملگري لخوا د پښتونخوا ملي عوامي گوند، د لورالايي د ناظم او هغو ټولو خلکو مننه وشوه چې په دې سيمينار او نورو ادبي هلو ځلو کې يې ورسره مرسته کړې ده. خېر محمد عارف په خپلو خبرو کې وويل چې ښاغلي سعيد گوهر پښتو ژبې ته ډېر څه ورکړي دي؛ په ځانگړې توگه د هغه شاعري د جنوبي پښتونخوا د پښتنو مهمه شتمني ده نو لدې امله دوى ضروري وگڼله چې هغه ونازوي.
دا نشست په همدغسې يو څو خبرو او اعلانونو پاى ته ورسېد. دوهم نشست څو ساعته وروسته پېل شو چې مشري يې د ښاغلي سليم راز په غاړه وه او ورسره په ستيژ طاهر اپريدى، سيال کاکړ او سعيد گوهر هم ناست وه. په دې نشست کې طائر ځلاند، ډاکټر لياقت تابان، خليل باور او سعيد رهبر د سعيد گوهر په فن او شخصيت مقالې واورولې يا يې خپل تاثرات بيان کړل. په ټول سيمينار کې د وخت د کمي له کبله زياتره مقالې د اورېدو نه پاتې شوې او ليکونکو يې تش په اولني او اخرني پېراگراف لوستلو او يا همداسې په يو څو خبرو کولو اکتفاء وکړه. د وخت د کمي وجه يو خو دا وه چې د ډوډۍ او سيمينار ځايونه لرې لرې وو نو تگ راتگ ورته د يو سيمينار هومره وخت شوړه کولو او بله دا چې دوو ليکوالو دومره اوږدې مقالې واورولې چې نورو ته يې د يو څو خبرو کولو وخت هم پرې نه ښودۀ.

د جون په شپاړسمه د سيمينار دويمه ورځ او يواځينى نشست د ښاغلي طاهر اپريدي په مشرۍ پېل شو چې ورسره په ستيژ سعيد گوهر، ډاکټر لياقت تابان، سليم بنگش او اشرف غمگين ناست وو. په دې نشست کې خالد پښتون، ماښام خټک، سيد خېر محمد عارف، عبدالروف رفيقي، سيال کاکړ، اسير منگل، عبدالکريم بريالي، سليم بنگش، اشرف غمگين، سليم راز او طاهر اپريدي د سعيد گوهر په ژوند، فن او شخصيت مقالې واورولې او يا يې تاثرات وړاندې کړل. فاروق سرور پکې فى البديهه افسانه واوروله چې تمرکز يې سعيد گوهر و.
د دې نشست له پاى ته رسېدو او بيا تر يو څه انتظار وروسته مو د پښتونخوا ملي عوامي گوند ډوډۍ وخوړله او پنځه بجې د "ياد" په نامه د لورالايي د يو شمېر پوهه او لوستو ځوانانو د ټولنې په کوښښ جوړې شوې هغې غونډې ته لاړو چې سرليک يې "پښتنو ته ورپېښې ستونځې او د حل لارې چارې" ټاکل شوى و.
دا غونډه په عبدالرحيم خان کلب کې جوړه شوې وه چې مشري يې سليم راز وکړه او په ستيژ ورسره سعيد گوهر، اسير منگل، خليل باور او فاروق سرور کېنول شول. په پېل کې د ځوانانو د دې ټولنې يو غړي د ټولنې په کار او زيار رڼا واچوله او بيا يې د دغې ورځې په بحث يو څو خبرې وکړې. بيا رازق فهيم يو ښه معلوماتي تقرير وکړ او د پښتنو د سيمې په موجوده حالاتو يې رڼا واچوله. په دغو حالاتو باندې د بحث لپاره په لورالايي کې د عوامي نېشنل گوند، جماعت اسلامي، پښتونخوا ملي عوامي گوند او جمعيت علماء اسلام مشران په وار وار ستيژ ته وروغوښتل شول چې د پښتنو د سيمو موجوده حالاتو ته په کتو د ستونځو د حل لارې چارې بيان کړي. خو ټولو مشرانو د خپل خپل گوند د دريځ په بيانولو سره سياسي تقريرونه وکړل او په هماغه زړه او مښل شوې خبره يې اتفاق وکړ چې پښتنو کې اتفاق نشته. په دوى پسې په ستيژ ناستو مېلمنو په خپلو خبرو کې دغه سياسي مشران ملامته کړل چې ولې يې د خپل خپل گوند دريځ بيان کړ او واضحه خبره يې ونکړه. په دې توگه د هغه بحث هيڅ نتيجه راونه وتله چې دا غونډه ورته جوړه شوې وه.

مشاعره

ماسختن د ټاکلي وخت نه د څو ساعتونو په ځنډ سره د ناظم په دفتر کې مشاعره پېل شوه چې مشري يې د عبدالکريم بريالي په غاړه وه او په ستيژ ورسره سرور سودايي، ماښام خټک او راقم الحروف ناست وو. مشاعرې ته دومره شاعران راغلي وو چې په ستيژ ناستو کسانو ته سترگې تورې تورې کېدې ځکه چې د شعر اورولو لپاره تر ټولو اخري وار د دوى و. عموماً داسې کېږي چې مشاعره اوږده شي نو کوم شاعر چې خپل کلام اوروي هغه پښې وباسي. خو دلته برعکس په ستيژ د مشر مېلمه په توگه ناست سرور سودايي تر ټولو لومړى پښې سپکې کړې. او کله چې سعيد گوهر، سليم راز او افضل شوق هم کلامونه وويل او لاړل نو بيا خو ستيژ هسې هم دروازې ته مخامخ و؛ چې چا به کلام اورولو نو قدمونه به يې نېغ د دروازې په لور وو. خو طاهر اپريدى سره د دې چې مشر هم و، کلام يې هم نه اورولو او خوب هم ورتلو، د مشاعرې تر اخري منټه پورې د اورېدونکو په صف کې ناست و. د پښتونخوا ملي عوامي گوند او عوامي نېشنل گوند مشران هم ناست وو. سهار څلور بجې دا مشاعره په داسې حال کې پاى ته ورسېده چې تر اخره پورې ناست کسان يې هم ځاى ته رسولي وو.


زيارت

د جون په اولسمه نېټه سهار ښه ناوخته مونږ په يو فلاينگ کوچ کې د کويټې په لور روان شو. د ټولو ملگرو دا خوښه وه چې د زيارت په لار لاړ شو او چې په زيارت کې لږ ايسار هم شو، خو د زيارت د يخو غرونو او ښکلو منظرو نه مونږ ځکه زيات خوند وانخستل شو چې په کويټه کې ادبيات اکادمي په همدغه ورځ ماځيگر يوه غونډه جوړه کړې وه او مونږ ته ويل شوي وه چې غونډه د طاهر اپريدي په درناوي کې ده. ځکه نو مونږ په زيارت کې يواځې يو ساعت ايسار شو.

مونږ چې څومره څومره د لورالايي نه لرې وتو او زيارت ته نژدې کېدو نو هوا يخېدله او د غرونو، مېدانونو شين ښايست نور نور راښکاره کېدۀ. خو کوم منظر چې سترگو او زړۀ ته درد رساوۀ هغه په دغه سيمه کې يا خو د اوسېدونکو ډېر کمبوت و او چې کوم اوسېدونکي يې لرل د هغوى هم ژوند ډېر خراب و. پکار وه چې په جنوبي پښتونخوا کې تر ټولو زياته اباده سيمه همدا وى، ځکه چې قدرت پرې د فطري ښايست ښه پرېمانه پېرزو کړې ده. مگر داسې معاشرې ته به دا خبرې څه گټه ولري چې د زيارت نه جنت جوړول خو پرېږده د جنتي سوات نه يې دوزخ جوړولو پسې ملا تړلې ده او چې ښه ډېر ځايونه وران کړي نو د ورانۍ په ډېري دپاسه په فخر ودرېږي او اعلان وکړي چې دا مونږ کړي دي.

(دوام لري)

د دې راپورتاژ  انځورونه دلته وگورئ