(اوله برخه)

خړې اوبۀ

وړاندې د دې نه چې دا سوال د لوستونکو په زړۀ کښې راشي بهتره به دا وي چې زۀ ئې د اول نه جواب ورکړم.
سوال دا دى چې زۀ خو د تخليق د مېدان سړى يم نو د تحقيق مېدان ته مې ولې ورودنګل؛ بې غمه به مې خپلې ډرامې ليکلې، شاعري به مې کوله او په کالمونو کښې به مشغول وم، هسې برناحقه مې ځان په يوه ډېره ګرانه او خطرناکه لاره ورواچولو، سره د دې چې نۀ خو يو سکه بند محقق يا څېړنوال يم، نۀ مستند دانشور يم او نۀ څۀ سنديافته عالم يم. کار مې څۀ وۀ چې د اوارې لارې اسان سفر مې پرېښود او د تحقيق په غرونو سر شوم.
نو د دې يو جواب خو دا دى چې زۀ د طبيعت نه د پخوا راسې مشکل پسند غوندې يم چې يو کار راته ګران ښکاره شي نو هله ئې پرېږدم چې يا ئې پوره کړم او يا پکښې ځان له ښۀ غاښونه او ښکرونه مات کړم.
بله وجه ئې دا ده چې د يو پښتون په حېث د خپل تاريخ مطالعه خو ما دپاره لا زمي وه او هر پښتون له پکار دي چې د خپل تاريخ او اصل نسل نه خبر شي خو په دې سلسله کښې چې ما مطالعه شروع کړه نو تنده به مې د ماتېدو په ځاي نوره هم زياته شوه او دا يوه عجيبه خبره مې محسوس کړه چې د پښتنو تاريخ خو تر څۀ حده بلکې ډېره حده درست دى او معلوم هم دى. خو د پښتو د اصل نسل خبره بېخي صفا نۀ ده ځکه چې د اصل نسل (Origin) دا خبره د اولې ورځې نه د جذباتو ښکار شوې ده او هر چا چې څۀ ليکلي دي نو د هغې شا ته د حقائقو معلومولو نه زياته د خپلې يوې نظرئې د درست ثابتولو کوشش يا کوششونه وو. او د دې کوشش او کوششونو په نتيجه کښې د پښتنو د اصل نسل دا مسئله نوره هم پېچيده شوې ده، بلکې دومره پېچيده شوې ده چې هډو د تار سر نۀ معلومېږي. د رڼا په ځاي تياره زياته شوې ده او دومره زيات يو غر بل غر پکښې ويشتلى شوى دى چې اصل مسئله خو چرته لرې پاتې ده نورې نورې کشالې پکښې راپېدا شوې دي. نتيجه ئې دا ده چې نن دوه لوستي پښتانۀ هم يو ځاي څوک نۀ شي موندلى چې د خپل اصل نسل په باره کښې متفق وي. څوک ځان ته يو څۀ وائي او څوک بل څۀ. څوک وائي مونږ د خالد بابا نمسي يو، څوک وائي مونږ د اسرائيلي پېغمبرانو اولاد يو، څوک وائي مونږ آريا يو، څوک وائي يونانيان يو. عام پښتون غريب په پته نۀ پوهېږي چې کوم طرف ته لاړ شم. يو ئې د يو مټ نه په ځان پسې راکاږي او بل ئې د مټ نه رانيسي په ځان پسې. د اکثرو قامونو د اصل نسل په باره کښې څۀ لږ ډېر اختلافات وي خو هغه نري نري فروعي اختلافات وي. د څانګو او ښاخونو اختلافات وي. خو دلته ئې لا د مونډ او جرړې فېصله نۀ ده شوې عن دا چې لا تراوسه دا تنازعه حل شوې نۀ ده چې ساميان دي کۀ آريان. روستو خو به بيا کتى شي.
ګويا د نمرخاتۀ او نمر پرېواتۀ فرق دى. سامي او آريائي دواړه ځان له دوه بېل ښاخونه دي او مونږ ته دا پته نشته چې مونږ د کوم ښاخ سره نښتي يا ترې ټوکېدلي يو. يعنې زمونږ د وړاندې مسئله د تاريخ نۀ بلکې اصل نسل او جرړې ده. تاريخ خو تر ډېره حده په رڼا کښې دى او اختلافاتو دپاره ئې پېمانې موجودې دي، خو اصل نسل لټول په مکمل طور د تيارې سفر دى او د تيارې په سفر کښې هر وخت په ګړنګ او په کوهي کښې د پرېوتلو وېره وي او داسې شوي بلکې تراوسه هم داسې شوي دي.
نو کله چې ما د خپل ضدي طبيعت د لاسه دا ګران سفر شروع کړو نو سم لکه چې د غرونو ختونکي يوې داسې څوکې ته ختل شروع کړي چې ستغه هم وي، په ورېځو کښې هم پټه وي او د ورختلو لاره ئې هم بې شانه خطرناکه وي، بلکې د قدم ايښودلو ځاي هډو نۀ وي. هغه يوه نعتيه مصرعه ده چې:
زړګيه سترګې لګوه د قدم لاره نۀ ده
اول به مې د قدم دپاره ځاي جوړولو نو بيا به مې پرې قدم ايښودلو او د بره نه راباندې غټې غټې تيږې هم رالغړېدې. دا تيږې د هغو کتابونو وې کوم چې تراوسه په دې لړ کښې موجود دي. ما وکتل چې هر ليک، هر کتاب او هره نظريه د جذباتو ښکار ده. بس هر چا د اول نه يوه نظريه جوړه کړې يا خوښه کړې ده او بيا ئې د هغې د مرستې دپاره دلائل او شواهد راپېدا کړي يا جوړ کړي دي، بلکې دا اخري خبره زياته صحيح ده. د يو پوپ د خُلې وېنا ده چې په مذهب او سائنس کښې دا فرق دى چې مذهب اول عقيده قائموي او دلائل ورله وروسته ګوري، خو سائنس اول مشاهده او دلائل ګوري نو بيا عقيده يا نظره قائموي. دلته هم دا اوله طريقه هر چا اختيار کړې ده ا و په دوئمه خبره ئې هډو عمل نۀ دى کړى. او دا خبره کم از کم د تحقيق دپاره بېخي غلطه ده.
هسې خو ډېرو خلقو ډېرې شتۍ خلاصې کړې دي خو زيات تر ليکونکي په دوؤ غټو غټو ډلو کښې ويشلي دي:
(١) يوه اسرائيلي نظريه
(٢) او بله آريائي نظريه
او د دواړو نظريو يا عقيدو په تائيد کښې چې کوم د کتابونو امبارونه دي هغو کښې ځان له چرته بېله او نوې خبره هيچا هم نۀ ده چېړلې. بس د دغه نظرئې د کتابونو ډېرى ئې ځان ته ايښى دى، څۀ لږ رنګ روغن ئې ورکړى دى او کتاب ئې تيار کړى دى. ظاهره خبره ده چې تحقيق کله د جذباتو او عقيدو ښکار شي نو سر وخوري. داسې بنده ته کۀ چرته يو ښۀ دليل يا ثبوت په خپل مخالفت کښې په ګوتو ورشي نو هغه غلى غوندې د پتون لاندې کړي او خپله خبره جاري وساتي. نو د پښتنو د اصل نسله مسئله هم په دغه دوؤ متضادو او خامخا د يو بل د مخالفت کولو په بنياد په دوؤ لارو روانه ده.
د يوې ډلې بنياد د ښاغلي احمد علي کهزاد په ليکنو دى او د بلې بنياد د نعمت الله هروي په مخزن افغاني دى. دواړو ډلو ډېر ښۀ ښۀ کتابونه ليکلي دي. ډېرې مطالعې او خوارۍ هم کړې دي خو د دواړو په بنياد کښې جذباتي کږلېچ دى نو ورپسې هر دېوال کوږ تلى دى. هغه وائي کنه،
خشت اول چون نهد معمار کج
تاثر يا مي رود ديوار کج

د کومې ابادۍ بنياد چې کوږ وي نو د هغې دپاسه کۀ تر اسمانه دېوال ووهلى شي هغه به هم کوږ وي. او د دې نتيجه لکه چې ما اول ووى دا ده چې نور خو نور پخپله پښتون هم په يقين سره نۀ شي وئيلى چې زۀ څوک يم. پښتون دومره لوي قام دى چې نغارې ئې څلورو اطرافو ته غږېږي خو په خپلو کښې لا په دې يو شوي نۀ دي چې زمونږ اصل څۀ دى. هسې خو هغه د چا خبره چې پښتون همېشه راسې په دې خبره اتفاق کړى دى چې خپلو کښې به اتفاق هرګز هرګز نۀ کوو خو کم از کم چې د خپل پلار نيکۀ په باره کښې خو ئې چې خبره يوه وى. د تقليد پسندۍ او جذباتو ښکار دغه نظرئې چې ډېر زور وکړي نو مونږ تر دوؤ دوه نيمو زرو قبل مسيح پورې ورسوي. اخوا مو په تيارۀ کښې پرېږدي. حالانکې د خپل لرغونتوب دعوٰي هم کوي. آريا او بني اسرائيل دواړه هم خواؤشا د دغه زمانې پېداوار دي او د دې نه وړاندې څوک اول خو تلي نۀ دي او کۀ تلي هم دي نو ګزاره ئې هلته هم په جذباتي قيصو کړې ده. حالانکې نن سبا د انسان سره ډې بې شمېره علوم راغلي دي: آثاريات، بشريات، لسانيات، مذهبيات، حد دا چې د اسمان علمونه کونيات هم په بلها نوي نوي شاخونو کې تقسيم شوي دي او د انسان د موجوديت يا پېدائش خبره ئې تر کروړونو کالو پورې رسولې ده. د مختلفو ډولونو نسلونو، قامونو، مذهبونو بنيادونه معلوم کړى شوي دي خو پښتون لا هغسې د آريا او بني اسرائيل په بحثونو کښې نښتى دى.
آريان او ساميان د ډېرې لږې مودې خلق دى. اوس سوال دا نۀ دى چې پښتانۀ آريا دي کۀ بني اسرائيل، بلکې مسئله دا ده چې آريا څوک دي او بني اسرائيل څوک دي؟ او ددې دواړو بره شاخونه تر کومې بېل بېل دي او کوم ځاي يوځاي کېږي.
نو د دې عجيبه حالت دلاسه زما دا اراده ورو ورو پخېده چې په دې مسئله څۀ کول پکار دي چې کم از کم مونږ خپل ځان خو صحيح صحيح وپېژنو. ظاهره دا چې دا اسان کار نۀ وۀ. کوم مواد چې موجود وۀ او دى هغه د خپلو خپلو عقيدو او نظريو نه چاپېره چورلي او داسې هيڅ څۀ لاره يا بنياد نۀ ښکارېدو چې سړى پرې د سفر اغاز وکړي.
او ورسره ورسره د سېر اوړو ګټلو کار هم زما په سر وۀ. کار خو مې شروع کړو خو ډېر ځنډ ئې رانه وخوړو؛ دواړه کارونه او يو کس، هغه د حسرت موهاني خبره چې:
هى مشق سخن جاري چکي کي مشقت بهي
اک طرفه تماشا هى حسرت کي طبيعت بهي
زمونږ په کلي کښې اکثر د خلقو ډېرې لږې لږې زمکې وي چې ګزاره پرې نۀ کېږي، خو خلق ورسره نورې نورې مزدورۍ هم کوي. کله کله بلکې اکثر داسې کېږي چې دېخوا خپل پټي کښې هم وتره وي کار کول غواړي او اخوا دياړي هم وي نو وائي يره بس پرېږده دا نغدې به راواخلو خپل پټى به بيا اوبۀ کړو. او داسې ئې د خپل فصل مور مړه شي. په ما هم دغه چل وۀ، بلکې اوس هم دى. نو د تحقيق دا کار وروسته وروسته کېدو او ډېر وخت ئې وخوړو.
بل لکه وړاندې چې ما ووى څۀ تيار مواد هم نۀ وو. د دغه نورو عقيدو او نظريو بنياد په يو څو کتابونو وۀ: (١) تورات، (٢) ويدونه، (٣) اويستا. او بيا د دې کتابونو ذيلي کتابونه. ځکه چې په موجوده دواړو نظريو کښې د دغه کتابونو ذکرونه او حوالې اکثر راځي. خو چې لږ په ژور نظر مې ورته وکتل نو دغه ټولې حوالې بس د يو ځاي نه راروانې وې او هر چا هم هغه شان نقل کړې وې. د اکثرو ليکونو نه پته ولګېده چې پخپله چا هم تکليف نۀ دى کړى چې دغه کتابونه وګوري خو د يو بل نه ئې حوالې راخستې دي. او دا خيال زما هغه وخت راپېدا شو چې کله ما دا وليدل چې د دې کتابونو په حواله د کومو بادشاهانو او د هغوي د حکومتونو ذکر کېږي په هغه وخت کښې لا انسان د بادشاهت او غلامۍ مرحلې ته لا هډو رسېدلى نۀ وۀ. بادشاه او رعيت خو ډېر وروسته راغلى دى. د دې نه وړاندې انساني نسل ډېره موده په خانداني نظام کښې، بيا په قبيلوي نظام کښې او بيا د جرګې يا اتحاديې په مرحلو کښې وۀ. يوې ډلې د جمشېد، ضحاک، فريدون، افراسياب د نوم ډېر لوي لوي شهنشاګان ښودلي دي، بلې د داؤد او سلېمان حکومتونه په بحر و بر ښودلي دي. حالانکې دغه خلق په صحيح معنو کښې بادشاهان هم نۀ وو، بلکې د يوې وړې غوندې علاقې سرداران وو.
د دغه بادشاهانو بلکې د هفت اقليم او بحرو بر د حکمرانانو قيصې ډېرې د خوند وې او انسان په هر حال کښې د قيصې شوقي او د هيروازم دلداده دى نو اکثرو نوشتو کښې هم قيصو له د تاريخ نوم ورکړى شوى دى. بلکې دوي چې کومه زمانه يادوي په هغه زمانه کښې لا انسان سره نۀ خو د اوسپنې يا د بل دهات څۀ ښې وسلې وې او نۀ ورسره اس وۀ. نو دومره لرې لرې ئې دومره عظيم فتوحات څنګه کول، بلکې رښتيا خبره خو دا ده چې لا دکاڼي دور وۀ او د کومو علاقو ذکر چې کېږي دغلته خو د اسلام تر زمانې پورې هم حجري يا نيم حجري دور وۀ، بلکې په ځينې برخو کښې خو ئې لا تراوسه هم د کاڼو ډېر څيزونه پکارولى شي. دا د کاڼي دور د لکونو کالونو نه راروان وۀ چې بيا فلزات يعنې دهاتونه راپېدا شول نو هم تر ډېره حده پورې انسان په يوه ډېره محدوده پېمانه پکارول. لکه څنګه چې نن دور کښې جوهري طاقت هر څوک نۀ شي حاصلولى نو دغسې ابتدائي زمانو کښې د شروع کېدو باوجود د تانبې او اوسپنې يا کانسي استعمال تر غټو غټو سردارانو او وړو وړو باچاهانو پورې محدود وۀ، ځکه چې هم دغه نيم حجري او نيم فلزي دور کښې د بادشاهت او رعيت سلسله هم ورو ورو شروع شوې وه. داسې نورې هم ډېرې خبرې دي چې هغه زمانه کښې لا انسان ته معلومې نۀ وې. زۀ دې وخت کښې د عام انسان خبره کوم. ځکه چې زمونږ په ليکلى شوؤ تاريخونو کښې صرف هم د بادشاهانو، اتلانو، جرنېلانو او فاتحانو ذکر شوى دى عام اولس او عام انسان ته چا کتلي هم نۀ دي.
د داسې خبرو د سنجولو، معلومولو او صفا کولو دپاره ما خپله يوه پېمانه جوړه کړه او هغه دا چې يو بيان يا واقعه به تر هغې نۀ منم تر کومې چې د هغه وخت حالات يا نور علوم تصديق ونۀ کړي کومه خبره چې د نورو علومو انساني ذهن او معلوماتو په رڼا کښې نۀ وي ثابته شوې هغه به مصدقه نۀ وي.
دا ګران کار هم ګران وۀ خو لازمي وۀ نو ډېر زيات وخت رانه دې هم وخوړو چې د جمشېد يا سارګون يا سلېمان يا فرعون قيصه د کوم وخت ده. نو ما له دا کتل پکار دي چې انسان دومره ارتقاء کړې هم وه کۀ نه. د سارګون سلطنت د عربستان نه تر ماله باره وۀ، خو هغه وخت کښې خو د انسان د تګ راتګ ذريعه صرف خپلې پښې وې. فريدون د هفت اقليم بادشاه وۀ خو دې اوۀ ؤ واړو اقليمونو يعنې ټوله دنيا کښې د هغۀ د حکومت د مواصلاتو ذريعه څۀ وه!
بهرحال، هر څۀ چې وو کار روان وۀ. دا به اوس د وړاندې لوست نه پته لګي چې دا ما څۀ کړي دي، څۀ ارزښت لري هم او کۀ نه.

(دوهمه برخه)