کتابونه
زه سړى لکه د ستورو
زما د ځان، شاعرۍ، نړۍ او د خپلې مجموعې په حقله خبرې زه نه يم خبر چې زه د شاعرۍ و مېدان ته څنګه راغلم. ايا د چُڼيو او نورو مرغکيو غږا مې خوښه شوه چې يو قسم وزم مې پکې ليدو او محسوسولو او که د سېنما په سکرين باندې د دليپ کمار، دېوانند، مدهوبالا او نرګس اداکاريو او ورسره ئې د مکالمو ادايګيو دغسې وزم د چپ او غږا دواړو په ش
دا زۀ پاگل وم؟ (٢)
تېر پسې ځان راپرزول "اجمل خانه واوره... د زړۀ په غوږو واوره – ما سړيتوب خپل دفتر کښې پريښى دى او راغلى يم – چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پُل نه پورې پريښې ده – او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر ايښې ده. ستا دپاره نۀ انسان يم، نۀ مسلمان يم، نۀ پښتون يم. يو قصاب يم قصاب... قصاب پېژنې قصاب؟... چې څۀ زۀ وايم هغه به ټکى په ټکى منې، ګنې نو هغه کار به
د پښتنو اصل نسل (٢)
په تېر پسې خړې اوبۀ (٢) د کتابونو دا کومې اوبۀ چې زمونږ په لاس کښې دي دا بېخي خړې دي او دا هيڅ پته نۀ لګي چې د دې خړو اوبو په تل کښې څه دي. د کتابونو په اهميت کښې شک نشته داسې کتابونه شته چې په دنيا کښې ئې انقلابات راوستي دي، پکښې خزانې پرتې دي او د لارې مشالونه دي.خو د دې دا مطلب هم نۀ دى چې هر کتاب مونږ په دغه اعليٰ فهرست کښې شمار کړو. څرنګه چ
دا زه پاگل وم؟ (١)
(لومړۍ برخه) دا زۀ پاګل وم؟ نۀ وم پوهـ چې دې حوالات کښې زما دا څوېمه ورځ وه. د دې نه هم نۀ وم خبر چې د نظام پور د تاڼې نه پس ئې په کومو کومو تاڼو ګرځولى يم او بيا ئې دلته راوستى يم. او کۀ رښتيا رانه تپوس کوئ نو چې سترګې مې وغړولې او چاپېره مې وکتل نو دغه وخت زۀ په دې هم نۀ پوهېدم چې دا زۀ چرته يم او څۀ دپاره پروت ي
د پښتنو اصل نسل (١)
(اوله برخه) خړې اوبۀ وړاندې د دې نه چې دا سوال د لوستونکو په زړۀ کښې راشي بهتره به دا وي چې زۀ ئې د اول نه جواب ورکړم.سوال دا دى چې زۀ خو د تخليق د مېدان سړى يم نو د تحقيق مېدان ته مې ولې ورودنګل؛ بې غمه به مې خپلې ډرامې ليکلې، شاعري به مې کوله او په کالمونو کښې به مشغول وم، هسې برناحقه مې ځان په يوه ډېره ګرانه او خطرناکه لاره ورواچولو، سره د دې چې نۀ خو يو سکه بند محقق يا څېړنوال يم، نۀ مستند دانشور يم او نۀ څۀ سنديافته عالم يم. کار مې څۀ وۀ چې