زما د ځان، شاعرۍ، نړۍ او د خپلې مجموعې په حقله خبرې

زه نه يم خبر چې زه د شاعرۍ و مېدان ته څنګه راغلم. ايا د چُڼيو او نورو مرغکيو غږا مې خوښه شوه چې يو قسم وزم مې پکې ليدو او محسوسولو او که د سېنما په سکرين باندې د دليپ کمار، دېوانند، مدهوبالا او نرګس اداکاريو او ورسره ئې د مکالمو ادايګيو دغسې وزم د چپ او غږا دواړو په شمول دومره زيات په ما، زما په ځوان عُمرى کې محسوس کړو چې د هرې ورځې د يوولس انو اخستے ټکټ پر دې ځاى ودرولم چې بې وزمه څه شته لا بې وزمه د ښکلا کوم صورت لا کومه ناره لرې ډېر لرې لا نزدې بېخى نزدې هم!

زه وايم دنيا ډېره ښکلې جوړه ده او که پکې نور کار شته نو د ښکلا يې د نور زياتوب کار شته. په دغسې انداز چې دا موجود شيان يې سره له مونږه، نور ښکلى شى او په دويم ډول له مونږ نه دغسې نور وجودونه او تر دغو هم بهتره وجودونه پکې هسې زيات شى چې د چَپ وزم يې جلا غږېږى او د غږا وزم يې جلا.

ما په چَپ کې ډېر عمر تېر کړى دى او اوس خو دغسې يم چې له خپلې د شاعرانو او نثرنګارانو له طبقې نه مې هم له يوه سړى سره هم رابطه قدرې نشته خو په چَپ کې دوه شيان لکه ډېر زيات چې وينم. يو دا شى چې که راز نه وى نو هم سړى د راز غوندې راټول وى او بل دا شى چې دا بيا خپله و سړى ته د يو مجلس شکل واخلى چې ډېر څه چَپ سړى له ځان هم ورته وائى او ډېر څه د مجلس له شراکت دارو نه هم اورى. زه وايم چې په چَپ کې وزم لا زيات دى په دغسې مثال لکه يوه ډېره ښايسته ماڼى چې و سړي ته د ديد په وخت دغسې درک ورکوي.

د اضافت د نظريې وړاندې کوونکى ډېر لويي جديد ساينس دان آين سټاين چې اخر له مادې او مادي تصوراتو نه رامخ ته شو او د نړۍ له کهکشاګانو نه ډکې نړۍ و ترتيب ته يې پام شو نو وې ويلو چې په نړۍ کې چې څنګه ترتيب موجود دى هغه دا ښيي چې نړۍ په خپله په وجود کې نه ده راغلې د هغې د ترتيب تر شا ضرور څوک شته او هغه به نو خداى وي نو.

زه په دغه تناظر کې د نړۍ د ترتيب و نظام ته د ټينګو تارو د رباب غوندې (چې غږ يې بېخي پر څېړلو يو ځاييز غوندې راوځي) د څه شي نه د پېداوش نوم ورکوم ګنې نو پورته چې دومره لويي لويي کاڼي موجود دي چې يو کاڼى زمونږه ټوله مځکه سره د هر شي ختمولى شي نو دا به څنګه له ارباؤ کلو داسې په ترتيب سره ولاړ وو. ګوا زما د شعري حُسن په ژبه په کاينات کې يو ډول موسيقانه ترتيب دى چې هر تار يې د رباب سُر جمع غوندې ساتي.

لکه چې زما ټوله څېړنه لکه چې له موسيقۍ نه ده نو بېرته به يو وار د خپل چپ و ذکر ته هسې راشم چې کله د چپ ډېره غلبه راباندې پاتې شي نو بيا چې چېرې په ګفتار شم له خلګو سره لا په يو مجلس کې نو داسې راته محسوسېږي چې زما غږ ډېر پوست، ډېر مهين او ډېر خوږ غوندې زما له خولې نه راوځي خو دا يو شى البت له دغسې حال نه هسې د نوټ کولو وي چې هغه موضوع د عام شي لا عامو خبرو نه وي بلکې د خاص شي لا خاصو خبرو وي.

(٢)

زه خپل موضوعات په شاعرۍ کې له عامو له خاصو هر ډول شيانو نه اخلم خو لکه څنګه مې چې له وزم نه خبره شروع کړې ده چې څه موسيقيت راته پکې ښکاره شي. هسې د مثال په ډول به دا ووايم چې ماته د اردو د نامتو ډېر نامتو افسانه نګار سعادت حسن منټو په دغه خبره کې بلا ډول موسيقيت ښکاري چې هغه چرته ويلي وو:
"دا ولې وايي چې يو لک مسلمانان مړه شو، يو لک هندوان مړه شو. دا ولې نه وايي چې دوه لکه انسانان مړه شو."

څومره لويه خبره يې کړې ده. په خداى پاک خپل بنده ګان ډېر ګران دي. په فرقان مجيد کې چې هر ځاى ځان د رب العالمين په نامه يادوي او بيا دا يې هم چې فرمايلي دي "وَلَقَدْ کرمنا بنى آدمَ". ما انسان د شرف والا، د بزرګۍ والا پېدا کړى دى. نو دا نور څه ښيي چې هغه خو فرق نه دى کړى ټولو ته يې يو شان خپل شَرَف بخښلى دى. نو په دغه وروسته منظر کې د منټو خبره د شاعرۍ لپاره د لويې موضوع حېثيت لري که څوک يې په استعمال کې له شاعرانو نه راولي.

بلخوا د کارل مارکس د نظريې د پېروکارانو له خوا اشتراکي انقلاب د لېنن او ټراټسکي په قيادت کې په عيسوي کال ١٩١٧ع کې په روس کې راهم غلو او اوس په نزدې وخت کې د هغه د دښمنانو نظر او منصوبو وهم خوړو. خو د هغه ملک د ډېر لويي ناول نګار او د War and Peace (جنګ او امن) رنګه د ناول خالق لېوټالسټائي هغه بغېر د وينو او انتهايي پُرامنه وېنا چې "جاګيرداران او زميداران دې له خپلو جاګيرونو او زمکو نه د عامو خلګو په مفاد کې رضاکارانه ډول دستبرداره شي" اوس هم د برپائي هر اپيل په ځان کې لري. وبه وايم چې د مړو جي-ايټ د ملکونو د معيشتي کانفرنسونو خلاف د هغو د خپلو خلګو لوئې لوئې مظاهرې هم دغسې معنا د امير او غريب د فرق د لرې کولو ګوا په ځان کې لري لکه چې د لېوټالسټائي وېنا په خپل وخت کې تر اشتراکي انقلاب نه هم مخکې د ډېر مرفه الحال طبقې نه غوښتي وو. دا هم ګوا لويه موضوع ده که د شاعرۍ لپاره واخستى شي.

(٣)

زه شاعري چې د ټکو او موسيقۍ دواړو د دوئيز اثر نه ګڼم د هغې نه لويه شاعري د هغه شاعر بولم چې لا خو کوچني شيان لويولى شي او لا له سره لويي شيان ورکې موضوع وي. د لويو شيانو په باب له سره د لويي کېدو په سوب که څوک د مغول بادشاه شاه جهان د خپلې ډېرې محبوبې ښځې ممتاز محل لپاره د هغه جوړ کړى "تاج محل" د لوي موضوع په ډول واخلي نو وايم په ځاى خبره ده. دغسې ښايست، دغسې شان، دغسې نفيس او باريک کار به په ټول جهان کې بل د کوم يو مکان لا کوم محل وي چې د جرمني د تعميراتو يو لوئي جرمن ماهر يې دا نقص د عېب ښوولو په ډول ګوا صحي کړى و چې د شيشې پوش يې ولې نه دى وراغوستى چې ګرزه هم ورباندې سره نه لګېداى. اوس نه داسې موضوع به خپل استعمال (Treatment) له خيال نه تر ټکو پورې او بيا د دوى تر باهمي اثر پورې څنګه غواړي، ګوا ((ايک آگ کا دريا هى اور تير کى جانا هى)) قسم خبره ده. په بل ډول ممتاز به هم ممتاز وي چې دومره ښکلې مقبره يې ومونده او شاه جهان به هم شاه جهان وي نو. مقصد مې د ويلو دا دى چې لويه شاعري له لويو موضوعاتو به دغسې وي او دغسې به کېږي.

پاتې شوه د کوچني شيانو د لويولو خبره نو خپل يو درو مصرعو نظم چې په مجموعې کې مې شامل دى او زما په نزد د دغه مثال ګرځېداى شي، دلته درج کوم:

ژوندون وي همېش

ما ته ژوندون وي همېش
د سنجونې يو شى
هم د موندنې يو شى

د احترام وړ تنقيد نګاران دې بېشکه خپل قلم جلا پرې چلوي.

(٤)

زه کامليت پسند يم. د حُسن پسندۍ مې دا حال دى چې هر ښکلى شى مې خوښېږي او دغسې هر ښکلى قامت او هره ښکلې څېره هم. دغه شعر د حُسن پسندۍ خپل مزاج مې هسې نه دى راباندې ويلى:
د اويا کالو په عمر هم د حُسن
زه دغسې د هغه يم لکه وم چې
خو د کامل ليدو مې هم هسې يوه تمنا وي چې خپل عشق چې د هغه دويم دى څنګه ورسره ګډ کړم چې مرکب کېدو نه بغېر که حُسن برېښ ډېر برېښ لري هم.... د خوشحاله کېدو له کېفيت نه و پوره برېښ موندلو ته مدام محتاجه دى. اخر خداى پاک خو هم ويلي دي چې "زه پټه خزانه وم ما غوښتل چې زه وپېژندلاى شم" ځکه يې عالم يعنې مونږ پېدا کړو. په دغه مصداق د حُسن قيمت له عشق نه دى يعنې يو دى او بل ما او تا غوندې څوک ورسره ضروي.

بابا غلام فريد چې په خپلې يوې "کافي" کې دغسې خيال څرګند کړى دى:
غلام فريدا! مين قان دوزخ سړسان
جى مين مُکهـ ماهي دلون موړان
(غلام فريدا! زه به هله په دوزخ کې سوزم چې زه مخ له محبوب نه وګرځوم).
ګوا دى ورسره پوره ګډ شوى و، د هغه د ثنا په اساس، د هغه د پرستش په اساس.

په بل خوا زه په ټولو لطيفو فنونو کې د کاملتيا طلب د کاملتيا لپاره کار دغومره ضروري ګڼم چې وايم ليکلى شعر ليکلى نظم او دغسې بل څه بل څه مې تر زرو تنقيدونو نه تېرېږي. د کالج د استاذۍ په زمانه کې به مې و طالب علمانو ته ويلو چې لويي سوچ وهئ ډېر لويي سوچ وهئ، د بادشاه جوړېدو سوچ وهئ، ګنې واړۀ به پاتې شئ. په لويي سوچ، په ډېر لويي سوچ وهلو به بادشاه جوړېږئ ګنې د هغه نزدې نزدې څه بل څه خو ضرور. بېرته د کاملتيا په اړه به، د خپل شعر او نظم و خبرې ته هسې راشم چې دويم يې د عشق په ډول زه يم يعنې زما اسلوب دى. موضوع به د اول په ډول لا خو له سره حسين وي لا به بيا دغه شېبه يې د استعمال په دوران کې جوړه شي خو که زما پوره اوبه او برېښ نه ور ورسېږي نو څه مې وليکل لا څنګه مې شعر او څنګه زه شاعر؟ په مټي مې اوس دغه يوه د نظمونو مجموعه تياره کړې ده چې وړاندې کوم يې ګوره چې د کاملتيا څه پکې شته که نه او هم دغسې د کامليت پسندۍ هم څه پکې شته که نه. هسې زما موقف زما و ټولو نازولو او شناسلو خلګو ته معلوم دى چې تل مې داسې اظهار کړى دى چې لا خو به مې کار سر شي ګنې په چډوخانو کې د شپېتو اويا کالو عمر په يوې سوې پسې په بلې سوبې کې د تېروونکو غوندې.
زما يې هم انجام دغه سهي.

زما د مجموعې سرپاڼه زما ذهينې لور ناظمه مائل چې په ټولو لوڼو کې مې کوچنۍ لور ده، هغې تياره کړې ده او د کلام په انتخاب کې مې دې نه مشرې لور عاصمه مائل ډېر مدد کړى دى.

د لوستونکو په احترام سره

رب نواز مائل

٢٧  نومبر ٢٠٠٥ع
ګرځنده تليفون لمبر
٧٩١٨٧٥٥-٠٣٣٣

(په زمکې څه وشو)