نه يُو خبر
چې په زمکې څه وشو
څنګه تَبه پرې راغله
او څنګه کَپ واخسته
چې په يو
ډېر لوئي شمېر
د هر حُسن، و تالا کولو ته
چې په يو
ډېر لوئي شمېر
د خپلو بچيانو و وژلو ته
چې په يو
ډېر لوئي شمېر
د خپلو ماڼيو او کورونو
و نړولو ته
هسې بېخي تياره
هسې بېخي جوړه شوه
چې لکه هيڅ، چې به نه پرېدي
او هم دغسې
بيا د هغې له خوا و هم شو.

(زه سړى لکه د ستورو)