گل او گلستانه پورې ورسېد
درد مې تر جانانه پورې ورسېد
اور د ځمکې وريت کړمه لمبه يې کړم
دود مې تر اسمانه پورې ورسېد
ستا شډل بډل په څه کږو لارو
څنگه تر ايمانه پورې ورسېد
ژوند هله د خوند رنگونه واخيستل
ژوند چې تر هجرانه پورې ورسېد
يو ته يې ستي نه کړې دې برند کتو
زور يې تر دورانه پورې ورسېد

27.12.2008
- hairan
نه يُو خبرچې په زمکې څه وشوڅنګه تَبه پرې راغلهاو څنګه کَپ واخستهچې په يوډېر لوئي شمېرد هر حُسن، و تالا کولو تهچې په يوډېر لوئي شمېرد خپلو بچيانو و وژلو تهچې په يوډېر لوئي شمېرد خپلو ماڼيو او کورونوو نړولو تههسې بېخي تيارههسې بېخي جوړه شوهچې لکه هيڅ، چې به نه پرېدياو هم دغسېبيا د هغې له خوا و هم شو.
(زه سړى لکه د ستو...
16.01.2009
- hairan
څه مې پوښتې چې زما سر د چا سنگر کې مات دىمات خو دې وي، خو د پردو خلکو په شر کې مات دى
چرته په سمه، چرته سوات او کندهار کې ټوکړېپښتون تندى په هر دربار او په هر در کې مات دى
خوا کې يې شنې چينې د سرو وينو په اوښکو ژاړيد ظالم تبر په چينار او په نښتر کې مات دى
گلشن مې ټول په داو تړلى دى، يقين دې وشهگل مې بايللى دى، ازغى مې په ځيگر کې مات دى...