څه مې پوښتې چې زما سر د چا سنگر کې مات دى
مات خو دې وي، خو د پردو خلکو په شر کې مات دى

چرته په سمه، چرته سوات او کندهار کې ټوکړې
پښتون تندى په هر دربار او په هر در کې مات دى

خوا کې يې شنې چينې د سرو وينو په اوښکو ژاړي
د ظالم تبر په چينار او په نښتر کې مات دى

گلشن مې ټول په داو تړلى دى، يقين دې وشه
گل مې بايللى دى، ازغى مې په ځيگر کې مات دى

لکه کچه ګړۍ کنډر کنډر او ژوبل ژوبل
زړه د کابل په غم اخته دى پېښور کې مات دى

داسې يو خوب وينم چې گرځي در په در لېوني
کبر غرور د زورورو په خپل سر کې مات دى

حسرته جنگ دى له امو تر اباسينه پورې
پښتون ټوټې ټوټې په تُورو لر او بر کې مات دى