د اردو ژبې د مشهور او محبوب شاعر ساحر لدهيانوي د يو نظم "امن" پښتو ژباړه چې خوږژبي شاعر فېروز اپريدي (دوحه قطر) کړې ده او د نننۍ نړۍ د "جنګ زده" ذهنيتونو لپاره ښکلى پېغام لري.
امن
معززو شريفانو انسانانو!
وينه خپله که د بل بدن توئېږي
د ادم د نسل وينه ده بهېږي
جنګ خو جنګ وي که په شرق وي که په غرب وي
د دنيا د امن وينه به څڅېږي
بم په کور که په سرحد باندې غورځېږي
سل کورونه د روحونو پرې ورانېږي
خپل پټي که د بل چا پټي سوزېږي
لوږې تندې به په هر لوري زياتېږي
دا ټينکونه چې په وړاندې وروستو کېږي
د وطن زمکې په شاړو کښې بدلېږي
څوک سندرې د بري څوک د غم ساندې
ژوند په مړو باندې وير کوي ژړېږي
جنګ په خپله يوه لويه مسئله ده
په جنګونو مسئلې نه هوارېږي
اور او وينه به څه درکړي انسانانو
محتاجي او لوږه نوره سېوا کېږي
معززو شريفانو انسانانو!
جنګ به نکړو جنګ کښې هر څه تباه کېږي
چې رڼا زما او ستا په کور کښې راشي
دا د امن شمع پرېږدئ چې بلېږي
د خپل ځان د زبادولو په خاطر نن
ضروري نه ده انسان دې چې قتلېږي؟
که د کور تورو تيارو ته رڼا غواړئ
ضروري نه ده چې کور دې وسوزېږي
جنګ په نورو سنګرونو هم کېدى شي
ضروري نه ده چې وينه دې توئېږي
د ژوندون په مخ د عقل سترګې هم شته
لېونتوب دې پکښي هر وخت نه غړېږي
راشئ ورکې دا تيارې د بد بختۍ کړئ
مشالونه د فکرونو دې بلېږي
ځئ چې جنګ وکړو د هغه بلاګانو
چې د امن د کاروان مخې ته کېږي
جنګ د داسې تفرقو سره چې وکړو
اتحاد په امن نور هم سېوا کېږي
چې وحشت او بربريت سره جنګ وکړو
چې په امن د تهذيب لمن پلنېږي
جنګ دې وشي د مرګي د سياست سره
د انسان بقا د امن په سر کېږي
جنګ د لوږې، غريبۍ سره دې وشي
چې د ژوند د خوږو خوند پرې سېوا کېږي
د بې لارې واکدارانو جنګ پکار دے
چې په امن د بې وسو ځان خلاصېږي
جنګ دې وشي د زردارو ستمګرو
چې غلام د غلامۍ نه ازادېږي
جنګ د هغې فلسفې سره دې وشي
چې د امن د خيالونو سره جنګېږي
ځان له داسې دنيا جوړه کړو د مينې
چې د امن فرشتې پکښې اوسېږي