طنزيه غزل
اشنا لاړو بې وفا شو خو ځه خېر دى
ښه پوهېږم چې خطا شو خو ځه خېر دى
ما پرې شل زره روپۍ وې لگولې
بې پښتو شو د بل چا شو خو ځه خېر دى
د رقيب سره په غلا کې نيول شوى
د ټول کلي د خندا شو خو ځه خېر دى
د پوډرو کاروبار ته مې ډېر زړه و
يو وزير که مې اشنا شو خو ځه خېر دى
يو کانديد له مې ووټ ورکړو ښه سړى و
چې کامياب شو نو بلا شو خو ځه خېر دى
اوبامه به راته نوې کرښې کاږي
دا لا بل جنجال پېدا شو خو ځه خېر دى
يو شاعر دى هيڅ په هيڅه حېران شوى
نه د دين نه د دنيا شو خو ځه خېر دى
18.01.2009
- hairan
د اردو ژبې د مشهور او محبوب شاعر ساحر لدهيانوي د يو نظم "امن" پښتو ژباړه چې خوږژبي شاعر فېروز اپريدي (دوحه قطر) کړې ده او د نننۍ نړۍ د "جنګ زده" ذهنيتونو لپاره ښکلى پېغام لري.
...
28.01.2009
- hairan
د صنف نوي زده کوونکي خپله پېژندگلو په ماته گوډه انگليسي کې په دې ډول وکړه: "زما نوم سميع الله دى. زه د ننگرهار ولايت د سرخرود د ولسوالۍ اوسېدونکى يم، دلته پېښور کې مې کور په ورسک روډ دى او د دايکندي ولايت په مرکز اناردره کې د يوې موسسې سره کار کوم."
ښوونکي ترې وپوښتل: "دا صنف دې ولې غوره کړ او د دې ځاى له زده کړې څه هيلې لرې؟"
زده کوونکي ځواب ورکړ: "زه اوس د دوو مياشتو په رخصت راغلى يم. زه غواړم په دې دوو مياشتو کې څوم...