تېر پسې

ځان راپرزول

"اجمل خانه واوره... د زړۀ په غوږو واوره – ما سړيتوب خپل دفتر کښې پريښى دى او راغلى يم – چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پُل نه پورې پريښې ده – او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر ايښې ده. ستا دپاره نۀ انسان يم، نۀ مسلمان يم، نۀ پښتون يم. يو قصاب يم قصاب... قصاب پېژنې قصاب؟... چې څۀ زۀ وايم هغه به ټکى په ټکى منې، ګنې نو هغه کار به درسره وکړم چې ځناور به ئې د ځناورو سره هم ونۀ کړي. پوهـ شوې کۀ نه؟... مرګ پسې به چغې وهې ولې مرګ به هم نۀ وي چې مړ دې کړي. داسې سلوک به درسره وکړم چې نۀ به دې وژنم او نۀ به ژوندى رانه پاتې کېږې. دا درته ځکه وايم چې سوچ وکړه، فکر وکړه او ما وپېژنه. زما نوم "فلانکى کپتان" دى. ما ته هغه چل راځي چې د فولادو انسان شي نو هم ما ته درې ګېنټو پورې نۀ شى ټينګېدى، او تۀ خو... (خندا غوندې) تۀ خو د يوې څپېړې سړى ئې، چې خپل عمل درسره راواخلم نو په چغو چغو به ټول حال وائې، ولې واوره –  بيا به دې زۀ نۀ پرېږدم، اوس دې وخت دى، سوچ وکړه، کۀ په ځان رحم کوې نو ټولې خبرې ومنه، ګنې نو ستا غوندې د هندو په بچي رحم کول ما ته ظلم ښکاري. او دا هم واوره چې دا يوه ورځ او هفته نۀ ده، د درېو مياشتو ريمانډ خو دا دى راسره دى او درې کاله خو دې په خپل اختيار ځان سره ساتم... درې کاله – او کۀ حال دې ووې نو سپين باز ئې، اوس ستا خوښه...؟"
نۀ يم پوهـ چې د کپتان صاحب دا خبرې ما ته دومره ورځې پس نن دې تاڼه کښې څنګه او ولې رايادې شوې. زۀ کۀ پوهېدم نو بس دومره چې دا فقرې مې بار بار وئيلې او په خټ خټ مې په زوره زوره خندل. "ما سړيتوب خپل دفتر کښې پريښى دى" (خندا) "چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پُل نه پورې پريښې ده" (خندا) "او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر ايښې ده"، "زۀ قصاب يم قصاب...".
او د دې بيا بيا وېنا سره والوتم، غصه شوم او وايم چې – هغه د نظام پور تاڼه وه چې تا داسې خبرې کولې، هغه وخت زۀ پوهېدم نۀ، اوس راشه او اوس داسې ووايه چې د اسمان ستوري درته وښايم او د دې مرۍ نه دې داسې راونيسم او هغه کار درسره وکړم چې چا کړى نۀ وي. او د دې وېنا سره مې ځان د مرۍ نه راونيولو، ځان راپرزوم او په چغو چغو وايم چې "تا څنګه وې؟ اوس وايه کنه، دا د نظام پور هغه تاڼه نۀ ده تا زۀ څنګه په سپايانو وهلم؟ اوس درسره پوهېږم دلته دې رانه څوک نۀ شى خلاصولى؟" ما ځان د مرۍ نه رانيولى دى او دا شور مې جوړ کړى دى.
دې کښې د تاڼې ټول سپايان او محرران راغلل. زما د حوالات ور ئې لرې کړو او په ما راچمبړ شول. راته وايي "بس دى، بس دى، ځان دې خُوږ کړو" او زۀ ورته وايم "لر شئ، لر شئ، دا ظالم رانه مۀ خلاصوئ، دې تاسو نۀ پېژنئ، دا ډېر ظالم دى، دۀ زۀ د نظام پور تاڼه کښې وژلم خو خداى ساتلى يم، دۀ زۀ چت کښې اوېزاندولم، دۀ ما ته د مرچکو لُوګى کولو، دۀ په ما د غُلو توبره راچلوله، دۀ زۀ ژوندى سيند ته غورزولم، دۀ زۀ په مارانو خورولم، دا ډېر ظالم دى، دى رانه خلاصوئ مۀ، ايله اوس خداى راکړى دى."
دوى حېران شو او زما نه ئې تپوس وکړو "دا څوک دى، دا څوک دې رانيولى دى؟"
ما جواب ورکړو "دا هغه ظالم کپتان نۀ دى هغه د نظام پور تاڼه کښې چې وۀ، هغه...؟"
دوى ووې "څۀ نوم ئې دى؟"
ما وې "نوم ئې؟ ... نوم ئې نشته... نوم ئې ما ته نۀ راځي، خو دا هم هغه ظالم دى، چې نظام پور تاڼې ته ما پسې راځي نو انسانيت ئې دفتر کښې پريښى وي، پښتو ئې د اټک د پُل نه هغه اخوا پريښې وي او اسلام د ډاک بنګلې نه بهر... هغه قصاب کپتان... قصاب"
دوى چې دا واورېدل نو ما وليدل چې چا خندل او چا زړۀ زړۀ کښې ژړل او د دې خبرو اترو په دوران کښې ئې زما لاس زما د مرۍ نه راخلاص کړى وو او زۀ ئې اېغ نېغ څملولى وم، چا راته تلي مښل، چا سر، چا سينه، دې کښې د تاڼې تاڼېدار راغى، چې زۀ ئې په دې حال وليدم او د تاڼې محرر ورته زما قصه تېره کړه نو په غصه کښې ئې سپايانو ته ووې "تاسو دۀ سره ولې چېړئ او دۀ ته ولې تېرې خبرې رايادوئ؟ ګورئ نۀ چې د غريب مازغۀ خراب دي؟"
ما چې د مغزو د خرابۍ خبره واورېده نو په تاڼېدار راسُور شوم، ورته مې وې "مازغۀ به ستا خراب وي، ستا د پلار به خراب وي او ستا د نيکۀ به خراب وي، د دوى مازغۀ خراب نۀ دي چې زما نه ئې ظالم خلاص کړو؟ ښه ده، ډېره ښه ده بچُو! تا سره به هم وګورم، تۀ هم ظالم ئې، هسې دې د ځان نه راته بزرګ جوړ کړى دى".
ما چې دا ووې نو تاڼېدار مُسکى شو او وې وئيل "خفه کېږه مۀ دا سپايان کم عقل دي، نۀ پوهېږي – بيا به ستا نه ظالمان نۀ خلاصوي" (سپايانو ته ئې مخ کړو) "هلکه بيا د دۀ نه ظالمان مۀ خلاصوئ ګورى سزا به درکړم" بيا ئې ما ته ووې "ښه ده اوس تۀ لږ په قلار شه، زۀ دا جامې بدلوم نو بيا بازار ته ځم، ګورم هر چرته چې وي هغه ظالم کپتان تا ته بيا رانيسم او چې څۀ سلوک دې زړۀ غواړي ورسره وکړه."
دا چې ما واورېدل، ډېر خوشحال شوم، او د تاڼېدار په صفتونو سر شوم او په ارام حوالات کښې کښېناستم، ورو ورو مې هر څۀ هېر شو او د ظالم کپتان خبره هم هېره شوه.