په تېر پسې

خړې اوبۀ (٢)

د کتابونو دا کومې اوبۀ چې زمونږ په لاس کښې دي دا بېخي خړې دي او دا هيڅ پته نۀ لګي چې د دې خړو اوبو په تل کښې څه دي. د کتابونو په اهميت کښې شک نشته داسې کتابونه شته چې په دنيا کښې ئې انقلابات راوستي دي، پکښې خزانې پرتې دي او د لارې مشالونه دي.
خو د دې دا مطلب هم نۀ دى چې هر کتاب مونږ په دغه اعليٰ فهرست کښې شمار کړو. څرنګه چې انسانان قسماقسم دي، واړۀ لوئي، رښتوني، دروغژن، خېرپسند، شرپسند، تعميري او تخريبي... نو دغسې کتابونه هم دي، ځکه چې انسانانو ليکلي دي يا ئې راجمع کړي دي. بلکې د ښو او اعتباري کتابونو نه دغه غلط او بې اعتباره کتابونه په شمېر کښې ډېر زيات دي. نو د هر کتاب هره خبره مونږ د کاڼي کرښه او کتابي نۀ شو ګڼلى. عام طور کتابي خبره رښتيا خبرې ته وائي خو دروغ خبرې هم د بده مرغه کتابي وي. کتاب بذاتِ خود يو حقيقت نۀ شي کېدى، بلکې هغه اندراجات ئې حقيقت جوړوي کوم چې پکښې وي. د کتابونو لوستونکو ته ښه پته ده چې د قېمتي کتابونو سره څومره کتابونه فضول هم وي. دې دپاره مونږ له به د هر کتاب هره خبره د تجربې، مشاهدې او دليل و منطق په تله کښې تلل پکار وي. د پښتنو د تاريخ بلکې اصل نسل باره کښې چې د کومو کتابونو ذکر کېږي په هغو به وړاندې هم خبرې کېږي خو زۀ وايم چې په دغه ټولو کتابونو باندې يو مجموعي نظر د اول نه واچولى شي چې دا کتابونه څۀ دي او تر کومه حده پورې معياري دي.
په دې سلسله کښې د ټولو نه اول ذکر د تورات پکار دى. زمونږ عام مسلمانان ټول زاړۀ کتابونه درې يادوي: تورات، زبور او انجيل. خو په حقيقت کښې دا ټول کتابونه سره د نورو بې شماره کتابونو او نوشتو په يو کتاب کښې راجمع دي چې هغې ته کتاب مقدس يا بائبل وئيلى شي. د دې کتاب مقدس يا بائبل بيا دوه حصې دي. يوې ته زړه عهدنامه، عهده نامه عتيق يا اوله ټېسټامنټ (The Old Testament) وائي او بلې ته نوې عهدنامه، عهدنامه جديد يا نيو ټېسټامنټ (The New Testament) وائي. دا څۀ ناياب کتاب نۀ دى، عام پېدا کېږي او د عيسائي مشنرو د طرف نه په هره ژبه کښې مفت ملاوېږي. خو د حيرت خبره ده چې د دې باوجود هم زمونږ په تاريخي کتابونو کښې چې د دې حوالې راځي هغه يا خو د سره پکښې شته نۀ او يا غلطې دي.
عيسايان زړه او نوې عهدنامه دواړه مني خو يهوديان صرف زړه عهدنامه مني او نوې عهدنامه چې د مسيح ذکر او تعليمات پکښې دي بالکل نۀ مني. ځکه چې هغوي د سره د مسيح نه انکاري دي، بلکې هم يهوديانو هغه د صليب سزاوار کړى وۀ.
تورات د حضرت موسيٰ عليه السلام کتاب ګڼلى شي، چې مطلب ئې د قانون دى. خو په يو تورات کښې بيا نور پينځۀ کتابونه شامل دي او دې ټولو ته په جمع تورات وئيلى شي. په دې کتابونو کښې دا کتابونه شامل دي:
(١) پېدائش – چې د دنيا د انسان او د حضرت آدم(ع) او حوا، نوح راتلل، ابراهيم (ع) او د هغه د اولاد يو قسم له تفصيل دى او د يعقوب د زامنو تر مصره پورې.
(٢) خروج – دا دويم کتاب دى. په دې کتاب کښې د مصر د حکومت بدلېدو او په بني اسرائيلو د مصريانو د ظلمونو، د موسي ٰ(ع) او د فرعون د کش مکش او د بني اسرائيلو نه وتلو تفصيل او د هغه قوانينو ذکر دى چې خداوند تعاليٰ په کوهِ طور باندې موسيٰ(ع) له ورکړي وو.
(٣) احبار – په دې کتاب کښې هم د اسرائيلو د مسافرۍ او څۀ قوانينو ذکر دى.
(٤) ګنتي (شمېره) – دې کتاب کښې هم د موسيٰ(ع) په مشرۍ کښې د اسرائيلو د دربدرۍ او ځينې قومونو سره د جنګونو حال دى.
(٥) استثنا – دا د تورات اخري کتاب دى چې هغه قوانين پکښې دي چې کوم موسيٰ(ع) نافذ کړي وو، يعنې هغه لس احکام (Ten Commandments) چې د موسي(ع) د وفات ذکر هم دى او د هغې نه وروسته حالات دي.
دې پسې دوه ويشت هغه کتابونه دي چې اکثر د نبيانو ذکر دى پکښې او "نبيم" ورته وائي. بله حصه ئې کتبيم ده. د دې حصې په دولسو کتابونو کښې د داؤد (ع) زبور او د سلېمان غزالغزلات هم شامل دي.
د ساؤل (طالوت) تر وخته اسرائيل خوارۀ وارۀ وو. خزقي ايل نبي ساول يا طالوت بادشاه کړو. د دۀ نه پس داؤد او بيا سلېمان دى او هم دغه د اسرائيلو د عروج او فراغت دور وۀ. د سليمان نه پس بيا د هغه د زوي رحبعام په وخت کښې دوي دوه ډلې شول. لسو قبيلو ځان له د سامريه يا اسرائيليه حکومت جوړ کړو او د سليمان د اولاد سره د يهودا او بن يامين اولاد وو دا حکومت يهوديه بللى شو او مرکز ئې يروشلم وۀ.
د تورات کتاب د اسرائيلي خېلو روايتونو د مخه کم از کم پينځۀ ځل د دنيا د مخ نه ورک شوى دى او ډېره موده پس بيا نورو خلقو د ياداشت نه جوړ کړى دى. هسې يهوديان دې ته الهامي کتابونه وائي خو عجيبه خبره دا ده چې په موسيٰ(ع) کتاب نازل شوى يادوي هغې کښې د موسيٰ(ع) د وفات نه پس حالات هم درج دي.
د بيان مطابق کله چې موسيٰ(ع) کوهِ طور ته د خداي شريعت راوړلو دپاره لاړو او په غياب کښې ئې بني اسرائيلو د غوسکي عبادت شروع کړى وۀ د موسيٰ(ع) دغه کتاب به په يو صندوق کښې پروت وۀ او بني اسرائيلو ځان سره ډېره موده په دربدرۍ کښې ګرځولو. څو څو واره دا صندوق چې "تابوتِ سکينه" ورته وائي د دشمنانو لاس له هم ورغلى دى. بيا ډېره موده پس چې سليمان (ع) په يروشلم کښې هيکل جوړ کړو نو دغه صندوق پرانستى شو او پخپله وائي چې د کاڼي دوه تختۍ ترې راووتې. صندوق هم يو عام صندوق وۀ نو د عام سائز په صندوق کښې د کاڼي په تختو به څومره ليک وۀ؟ کۀ ډېر هم باريک خط وي نو لس پاڼې به ترې ډکې شي، خو دوي وائي چې د تورات دا پينځۀ واړه کتابونه د هغو تختو نه ليکلى شوي دي. دا صندوق به يو انسان اوچتولى او ګرځولى شو. حالانکې دا چې د کومو کتابونو نومونه اخستى شي هر يو دپاره کم از کم سل دوه سوه تختۍ هغه هم په ډېر باريک خط کښې پکار وې.
يوه بله خبره چې يهوديان پرې ډېر فخر کوي هغه لس قوانين دي چې د موسيٰ(ع) د شريعت بنياد ګڼلى شي. هغه هو بهو د بابل د بادشاه حمورابي د قوانينو نقل دى کوم چې شاوخوا د ابراهيم (ع) همعصر وۀ او دغه قوانين ئې د نينوه په کنستنو کښې د خاورې په تختو ليک موندلى شوي دي. يوه بله مزېداره خبره دا ده چې دتورات شروع داسې کېږي:
خداوند اول زمکه او اسمان پېدا کړل. زمکه شاړه او ويجاړه وه. هر طرف ته تيارۀ او ژوروالى وۀ او د خداي روح به په اوبو باندې خوزېدو. بيا خداي ووى رڼا شه نو رڼا شوه. رڼا ښه وه نو خداي پاک رڼا او تيارۀ جدا کړل. تيارې ته ئې شپه او رڼا ته ئې ورځ ووى.
(پېدائش باب ١، ايت ١-٥)
هم دا خبره ډېره په معمولي بدلون کښې د عراق د مشهور داستان انوماالش ابتداء هم ده او انوماالش د تورات څۀ چې د اسرائيلو نه هم قديم دى . انو - ما - الش. ترجمه ئې ده: بره چې کله اسمان...
د عراقي نظرياتو او نوشتو نور هم ډېر څيزونه په تورات کښې شامل دي. عالمان وائي چې چونکې اسرائيلو دوه درې ځل په بابل کښې قېد تېر کړى دى نو د هغه خلقو نظريات ئې ټول راخستي دي او خپلو کتابونو کښې ئې شامل کړي دي. حد دا چې د تورات او اسرائيلو خداوند "يهوا" هم د اشوريانو د ديوتا "اشور" په شان دى، بلکې د سومريانو يو زوړ دېوتا د "اياه" په نوم هم وۀ چې يهوا سره ډېر نزدې دى.
نور هم داسې ډېر شواهد دي چې د بني اسرائيلو نه د ډېرو لرغونو خلقو وو او دوي خپل کړي دي. وړاندې به د دې خبرو تفصيل نور هم راځي. في الحال د تورات د ثقايت خبره کوو.
کله چې بخت نصر يروشلم تباه کړو، هر څۀ ئې وسوزول او د بني اسرائيلو مشران او خاص خلق ئې بابل ته بوتلل نو دغه وخت کښې تورات بېخي ورک شو. هلته به دوي د تورات خبرې کولې خو بالحروف نۀ بلکې بالمعني. بيا چې د پارس فاتح کورش يا سائرس (کېخسرو) بابل فتح کړو نو دوي ازاد شول او هم دغه زمانه کښې د لسو قبيلو د ورکېدو دا افسانه مېنځ ته راغله.
بيا څۀ نزدې نزدې يوه صدۍ پس عزرا نومې فقيه دا تورات د خپل ياداشت نه دوباره مرتب کړو. په دا مېنځ کښې تېرې شوې زمانې ته هم نظر کول پکار دي. بخت نصر د يروشلم ښار په ٥٨٧ قبل مسيح کښې تباه کړى وۀ او عذرا فقيه بيا دغه کتابونه د خپل ياداشت نه په ٤٤٤ قبل مسيح کښې مرتب کړي دي او يو نيم سل کاله د دنيا په مخ د تورات وجود هيچرته هم نۀ وۀ. خو يوه عجيبه خبره دا ده چې عذرا فقيه دغه واقعه په خپله په خپل کتاب (عذرا باب ١٤، ايت ٤٤) کښې څنګه بيان کړې ده هغه ټکى په ټکى هغه قيصه ده کومه چې د زردشت د اويسا د بازيافت يا بازتحرير ده. او دواړه واقعې هم د يو ايراني بادشاه ارتختشاتش (اردشير) په دور کښې، بلکې د هغه په کوشش شوې دي. نور تفصيل به ئې د اويستا په باب کښې راشي.
عزرا هغه کس دى چې مسلمانان ئې د عزير(ع) نبي په نوم پېژني خو يهوديان ئې نبي نۀ بلکې "فقيه" يادوي. هسې د تورات په نوشتو کښې داود او سليمان هم نبيان نۀ دي صرف بادشاهان دي، بلکې ډېرې ناروا اپلتې ئې ورپورې تړلې دي. ناروا اپلتې خو د تورات خاص د خوښې موضوع ده. نور خو نور چې خپل خداي ئې هم نۀ دى معاف کړى. لږ دا بيان وګورئ:
د تورات يهوا د بې شماره مقتولانو په وينو لوبې کوي. هغه په خپله هم قاتل او مفسددى. غل بدمعاش دى او يو خونخوار عفريت دى. ګناهګار او بې ګناه دواړو له په بې رحمۍ سره سزا ورکوي. يو وېروونکى مهيب او خوفناک د ظلم او بربريت مجسمه دى. متکبر، لافو، وعده خلاف، دروغژن او په بې شرمۍ باندې دروغ وائي.
(Is it God’s words? By Josef Whebss)
بلکې، نقل کفر کفر نباشد، ډېر مقدس نبيان ئې په زناکارۍ او مى خوارۍ بلکې قتل و قتال او سازشونو کښې ملوث کړي دي. که دغه کتاب يا کتابونه په غور وکتلى شي نو د سړي زړۀ خراب شي او په سر ئې دړد شي، چې خداي او پېغمبران داسې وي؟
اوس د عذرا فقيه هغه بيان چې د تورات د ليکلو په سلسله کښې ئې په خپل کتاب عزرا کښې درج کړى دى، ليکي، اول خو دعا ده:
اى خدايه چې په دنيا کښې تيارې خورېږي ولې چې کوم خلق پکښې اوسېږي هغوي سره رڼا نشته ولې چې ستا هدايت او قانون سوزېدلى دى نۀ چا ته دا پته ده چې څۀ تېر شوي دي او نۀ دا چې څۀ به وړاندې کېږي. ما ستا په در کښې عزت موندلى دى نو اى خداوند خدايه! په ما کښې روح القدس داخل کړې چې زۀ بيا هغه وليکم کوم چې د دنيا نه ورک شوي دي او کوم چې ستا د قانون په کتابونو کښې ليکلي وو.
د دې دعا نه پس وائي:
بله ورځ ما ته يو اواز وشو چې راشه اى عزرا خپله خُلۀ وازه کړه او هغه څۀ وڅښه چې زۀ ئې د څښلو دپاره درکوم. ما خُلۀ وازه کړه نو بيا يوه پياله راغله چې د اوبو نه ډکه ښکارېده خو رنګ ئې اورين (آتشي) وۀ. ما چې دغه پياله وڅښله نو زما په زړۀ کښې فهم او پوهه پېدا شوه او زما روح زما ياداشت مضبوط کړو. بيا چې هغه زما ژبه روانه شوه نو بنده نۀ شوه. څلوېښت ورځې به ما وئيل او ليکونکو به ليکل. هغوي به ټوله ورځ ليکل او صرف د شپې به ئې لږ څۀ خوړل. او زما ژبه د شپې هم نۀ بندېده. په څلوېښتو ورځو کښې هغوي دوه سوه څلور کتابونه وليکل.
(کتاب عزرا ١٤، ايت ٣٨ – ٤٤)
هم دغسې قيصه د اوستا هم ده. د دې سره سره د کتابونو په شمېره کښې هم ډېر اختلافات دي. وائي چې د يروشلم د تباهۍ په وخت دا شمېره (٣٩) وه.
خو د فکر يوه خبره دا هم ده چې عزرا فقيه يروشلم ته د کومې راغلى وۀ. د يهوديانو وېنا خو دا ده چې هغه د بابل د قېد په ورځو کښې هم وۀ چې (٥١٥ ق م) کښې ختم شوې وه او ايراني بادشاه ارتختشاتش (ARTAXEAXE) چې يونانيان ئې اراکسيز ليکي او د سائرس نه ډېره موده پس د داريوش کبير زوئى وۀ، هغه د بابل نه په په (٤٤٥) کښې يروشلم ته لېږلى وۀ. د عزرا فقيه د عمر کۀ نۀ کوو نو هم په دا مېنځ کښې ډېرې مودې تېرې دي او چې يو کتاب دومره موده ورک وۀ بلکې يو کتاب نه ډېر لوئي شى دى انسائيکلوپېډيا آف ببليکل لټرېچر کښې ليکي:
عن تر دې وئيلى شي چې عزرا فقيه ټوله لرغونې زمانه صرف د ياداشت نه ليکلې وه.
خو دا خبره دغلته نۀ خلاصېږي بلکې د دې نه پس هم لږ تر لږ پينځۀ ځل تورات دغسې ورک شوى او بيا د ياداشت نه ليکلى شوى دى.
په نن زمانه کښې چې يوه رښتونې واقعه د يو ځاي نه بل ځاي ته او د يوې خُلې نه بلې خُلې ته رسي نو ډېر څۀ پکښې بدل شوي او د تورات خو د مطالعې نه هم دا پته لګي چې داسې بې ترتيبه متناقض او بچکانه کلام د خداي خو څۀ چې د يو معقول انسان هم نۀ شي کېدى. ځاي په ځاي هم د خپلو خبرو ترديدونه د عقل نه بهر خرافات بلکې په خداي او په نبيانو الزامات خو پکښې عام دي.
نو اوس د يو داسې کتاب چې سر پته ئې نۀ وي معلومه بلکې خپل عالمان ئې هم وائي چې د مختلفو وختونو خلقو او ژبو نه راتېر شوى دى، مونږ په تاريخي واقعاتو کښې څۀ اعتبار کولى شو. بلکې د پښتنو په تاريخ چې کوم کتابونه ليکلى شوي دي، په هغې کښې داسې حوالې دي چې په تورات کښې هم نشته. صرف واقعات نۀ بلکې شخصياتو او نومونه هم غلط دي نورې حوالې خو به بيا ګورو. هغه چې د افغانانو نيکۀ يادېږي ((افغنه))، دغه شخصيت او نوم هم په تورات کښې نشته او حوالې ئې د تورات ورکولى شي.