که په مېوند کې شهيد نه شوې
گرانه لاليه بې ننگۍ ته دې ساتينه

دا يقيناً چې په ښکاره يوه جنگي لنډۍ ده؛ يو غږ دى چې د خپل وخت د ځوانانو د جذبې او احساس د راپارولو لپاره د يوې پېغلې د خولې نه وتلى دى، خو دا غږ په شا يو بشپړ تاريخ او مخ په وړاندې د يو ستر او تاريخي قام (پښتون) په ادب باندې ژور اغېز لري. دا اغېز يو سل او دېرش کاله وروسته هم هغسې ژور دى څنگه چې د مېوند د جنگ (١٨٨٠ع) څخه سمدستي وروسته و او اوس هم د پښتو ژبې د ادب دومره پياوړې برخه ده چې فکرونو ته تازه رڼا بخښي.

او هر څو که د پېغلې ملالۍ د دې حماسي غږ تر اغېز لاندې د پښتو ادب يوه درنه برخه منځ ته راغلې مگر داسې نه ده چې دا ادب يواځې د جنگونو په خاطر تخليق شوى؛ د مېوند تر جگړې شاوخوا دوه سوه کاله وړاندې نازو انا ژوند کړى چې په پښتو ادب کې يې د يوې شاعرې، اديبې او هوښيارې ښځې په توگه نامه ياده پاتې ده.

دغه (چې نازو انا پکې ژوند کړى) اروپا ته د نوي ساينس او فلسفې د راتگ زمانه ده. په دغې پېړۍ کې که يوې خوا ته گرده نړۍ د جنگونو په ولکه کې وه او نوي تاريخونه جوړېدل؛ په لويديځ کې دېرش کلن جنگ اروپا گډه وډه کړې وه، په ختيځ کې د عثمانيانو، صفويانو او مغولو واکمنۍ پياوړې کېدلې او ميروېس نيکه د افغانستان او د پښتنو د واکمنۍ بنسټ ايښوده، نو بل خوا د گليليو گليلي (١٥٦٤ – ١٦٤٢)، ايزاک نيوټن (١٦٤٣ – ١٧٢٧) او جان لاک (١٦٣٢ – ١٧٠٤) علمي کارونو او تحقيقي هڅو نړۍ ته د فلسفې او علمي مبارزې پر بنسټ د فکري او ساينسي پرمختگ او ازادۍ نوې لارې پرانيستلې.

د دغو نوو لارو څخه يوه د ژوند په چارو کې د ښځو د فکري ازادۍ او بشري حقونو هڅه هم وه. ښځو بېشکه تر دې وړاندې د نړۍ د تاريخ په اوږدو کې واکمني هم کړې وه او د سياست څخه تر ادب پورې يې د ژوند په نورو چارو کې هم ځاى په ځاى رول لوبولى و: د بېلگې په توگه د پخواني مصر د فرعونانو د اتلسمې واکمنۍ يادونه کولاى شو چې د Hatshepsut په نامه يوه غړې يې د ميلاد څخه شاوخوا پنځلس پېړۍ وړاندې فرعونه پاتې شوې وه، او همدارنگه د Enheduanna په نامه يوه ښځه چې د ميلاد څخه درويشت پېړۍ وړاندې يې شعرونه ويلي او يوه برخه يې تراوسه پورې نړۍ ته راپاتې ده. خو د بشر په عمومي ژوند کې ښکاره خبره ده چې د ښځو ژوند هغه رنگ نه و څرنگه چې د پاچايانو و.

په عام ژوند کې ان په اتلسمه پېړۍ کې چې د فکري او علمي انقلابونو وخت و په اروپا کې ښځو په خپل اصلي نوم څه نه شو خپرولى. د انگلستان يوې مشهورې ليکوالې مېري شېلي (١٧٩٧ – ١٨٥١) چې وروسته يې د انگليسي ژبې د ياد شاعر پرسي شېلي (١٧٩٢ – ١٨٢٢) سره واده هم وکړ، په ١٨١٨ کې خپل ناول The Modern Prometheus د خپل نوم له ښکاره کولو پرته خپور کړ. حال دا چې د مېري شېلي مور او پلار دواړه د خپل وخت نامتو ليکوالان او د ښځو د حقونو مدافع وکيلان وه. په همدې حالاتو او همدې دوره کې انگلستان يو شمېر يادې ښځينه ليکوالې او شاعرانې پېدا کړې، چې د هغوى د جملې څخه پخپله د مېري شېلي د مور مېري ولسټونکرافټ (١٧٥٩ – ١٧٩٧)، ماريه ايجورت (١٧٦٧ – ١٨٤٩)، مېري هايس (١٧٦٠ – ١٨٤٣)، فرانسس برني (١٧٥٢ – ١٨٤٠) جېن وېسټ (١٧٥٨ – ١٨٥٢) او جېن اسټن (١٧٧٥ – ١٨١٧) د نومونو يادونه کېدلاى شي. دا ښځې په انگلستان او بيا په اروپا کې د ښځو د حقونو او فکري ازادۍ لپاره د لارو د پرانيستلو د انقلابي دورې هغه نومونه دي چې د قلم په واسطه يې خپلو خلکو ته شعور ورکړى دى او د دې شعور رڼا تر ليرې ليرې پورې فکرونه روښانه کړي دي.

دوى خپل ليکونه کله په خپلو اصلي او کله په مستعارو نومونو خپاره کړي؛ کله يې يواځې د ليک او شعر په ژبه غږ پورته کړى او کله يې عملي مبارزه هم کړې، خو په ادب او عام ژوند کې يې خپلې ټولنې ته يو فکري غورځنگ ورکړى او دغه غورځنگ بيا يواځې د دوى تر ټولنې محدود نه دى پاتې شوى بلکې د نړۍ ډېر ملتونه او کولتورونه يې تر اغېز لاندې راغلي دي.

زمونږ په ټولنه کې يې هم داسې پسې درواخلئ. مونږ په خپل ادبي او سياسي تاريخ کې ډېر ښځينه نومونه لرو؛ د هغوى کار او زيار هم معلوم دى؛ زمونږ د شعري ادب يوه لويه او خوږه برخه لنډۍ په عمومي توگه د ښځو شاعري گڼل کېږي؛ دلته ملکه ثريا د ښځو د حقونو لپاره په لوړه دولتي کچه کار کړى، دلته ملالۍ د جنگ مېدان په لنډيو تود ساتلى دى، دلته سيده بشرى بېگم د خدايي خدمتگار تحريک لپاره د ازادۍ سندرې ويلې دي او دلته بېګم نسيم ولي خان د سياسي مېدان لوبغاړې پاتې شوې ده، خو هغه څه چې مونږ ورته د ښځو د فکري ازادۍ غورځنگ ويلاى شو هغه په هېواد کې په دې وروستيو کې د مېرمنو د کولتوري او ادبي ټولنو جوړېدل او بيا په ټولنيزه کچه کار کول دي. 

ځينې پوهان وايي چې ادب د انسانانو د ژوند تفسير دى او ځينې وايي هغه ابدي قوه او استعداد چې قدرت يې انسان ته ورکړي د هغو ښکاره کولو ته ادب وايي. د يو ستر اسلامي مفکر په نظر کې ادب د ليک او وېنا لباس دى. که د دې درېواړو تشريحاتو څخه يې د هرې يوې په تله تلئ، د ښځو د فکر نه يې ليرې نه شئ ساتلى. يانې که ادب د انسانانو د ژوند تفسير دى نو ښځې د نړۍ د انساني ابادۍ نيمه برخه ده، او څومره چې د يو انسان په څېر د سړي د ژوند تفسير مهم دى نو همدومره د ښځې ژوند او د دغه ژوند د اړخونو تفسير هم اړين دى. او د دې تفسير لپاره ښکاره خبره ده چې ښځې مفسرانې پکار دي. ځکه چې که د ښځو ستونځې دي، که اړتياوې دي، که فکر دى، که سياسي بصيرت دى او که نور څه دي خو هم ښځې پرې ښې پوهېږي. مثلاً قلندر مومند د پښتو ژبې يو ستر لنډه کيسه ليکونکى دى، خو د ښځو ژوند او ستونځو ته چې کومه ژبه زېتون بانو په خپلو لنډو کيسو کې ورکړې ده هغه د قلندر مومند يا بل کوم نارينه ليکوال د وَس کار نه دى.

که داسې وگڼئ چې ادب د قدرت لخوا انسان ته ورکړل شوې ابدي قوه او استعداد دى نو دغه استعداد که قدرت په ښځو لورولى دى، بيا دا د ښځو حق دى چې د خپل دې استعداد څخه پوره کار واخلي او که د گردې نړۍ لپاره نه وي نو د خپلې ټولنې د ښځينه ابادۍ د پرمختگ لپاره خو د خپل فکر او سوچ پر بنسټ د خېر ښېگڼې کار وکړي. او که داسې وايئ چې ادب د ليک او وېنا لباس دى نو لباس د شخصيت ښکلا ده او د ښځو شخصيت دې ښکلا ته تر هر چا زياته اړتيا لري.

د نړۍ تاريخ په دې شاهد دى چې د ښځو په وړاندې د اوږد تبعيض او تنگ نظرۍ سره هم د مذهب، سياست، ادب، جنگ، علم او د ژوند په نورو چارو کې ښځو خپل استعداد او پوهه ښودلې او ډېر ځل يې د سړو نه ښه تاريخ جوړ کړى دى. دغه ټول تفصيل دلته راوړل امکان نه لري ځکه د هغې نه ځان ته يو پنډ کتاب جوړېږي. خو لکه د ښځو د حقونو د غورځنگ رهبرانو چې ويلي "ښځو سره د فکر او استعداد کمى نشته، د هغوى د زده کړې او حقونو مخه نيول شوې ده"، د هغو ښځو کارنامې او اثار چې په هېوادونو يې پاچاهي کړې، يا يې د علم او فکر په مېدان کې خپل قلمونه زغلولي، يې ښکاره بېلگې دي. او د هغوى نه د يو څو مشهورو ښځو چې تاريخونه يې جوړ کړي دي نومونه دا دي:

(١) حضرت عائشه (رض) چې د جناب محمد رسول الله صلى الله عليه و سلم نه يې شاوخوا دوه زره او دوه سوه حديثونه روايت کړي دي. هغه په اسلامي علم کې د خپل وخت لويه مدبره او پوهه ښځه وه.
(٢) ملکه سبا چې د سبا د مملکت مشره وه او گومان کېږي چې زر کاله تر ميلاد وړاندې يې ژوند کړى دى. په تورات، انجيل او قران کې د دې ښځې يادونه شوې ده.
(٣) ماريا مارگريت کيرچ (١٦٧٠ – ١٧٢٠) د المان په برلن کې زېږېدلې وه او په هغه زمانه کې چې لا اروپا د علم په رڼا روښانه نه وه دې ښځې د ستورو د ساينس په اړه دومره علم ترلاسه کړى و چې د خپل وخت لويه ساينسپوهانه گڼل کېده. هغې په دې علم باندې داسې کتابونه ليکلي چې تراوسه پورې د استفادې وړ دي.
(٤) ويجى لکشمي پانډت (١٩٠٠ – ١٩٩٠) د هندوستان يوه سياستمداره وه او لومړۍ ښځه وه چې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې رييسه (په ١٩٥٣) کې جوړه شوې وه.
(٥) روزا پارکس (١٩١٣ – ٢٠٠٥). دا هغه تورپوستې ښځه وه چې په امريکا کې يې د تورپوستو د غلامۍ نه د ازادۍ لپاره د ستر انقلاب تيږه ايښې وه. د دغه انقلاب نه وړاندې هغې د سپين پوستو سره په يو موټر کې څنگ په څنگ د سفر کولو او په يو رستورانت کې څنگ په څنگ د خوراک کولو حق نه درلود. وروسته هغې ته د امريکا د شلو لويو پوهنتونونو لخوا اعزازي سندونه ورکړاى شول او د امريکا د حکومت لخوا د "ازادۍ مور" وبلل شوه.

پايله يې دا چې که په وروسته پاتې تنگ نظرو ټولنو کې د ښځو په وړاندې تبعيض ختم شي او د فکري ازادۍ دا غورځنگ مخ په وړاندې بوتلل شي نو ليرې نه ده چې د دې ټولنو ښځينه ابادي د خپل فکر په رڼا يو روښانه سباوون راوړي او د پرمختگ په وړاندې بندې لارې خلاصې شي.