انځوريز تکلونه
د تورخم په لور مې وتړله کډه!
د کډوالۍ ژوند خو هر چا ته معلومه ده چې په ژوند حساب نه وي، خو د افغانانو کډوالي تر دې هم پسې زياته عجيبه ده. يو ځل، دوه ځل، درې ځل نه بلکې څو څو ځل، يا به دا ووايم چې کډې ګرځول د افغانانو ژوند جوړ شوى دى. له کوم وخته چې افغانستان د نړۍ د سيالو ځواکونو د جنګونو په ډګر اوښتى، له هغه مهاله افغانان کله د جنګونو او کله بيا د جنګونو له خېټې زېږيدلي فقر او غربت د لاسه کډه په سر دي. دوى د ټوپک په مبارزه په افغانستان کې دننه ډېرو سترو ځواکونو له جنګونه وګټل خو ځان له يې هيڅ ونه ګټلاى شول
مرکه
ځينې خلک ورته "معرکه" هم وايي، ځکه چې د قلندر مومند په ژوند به ډېر تاوده بحثونه پکې کېدل او د تحقيق او تنقيد د دنيا معرکې به پکې سر کېدلې، خو اصلي نوم يې "د ساهو ليکونکيو مرکه" دى، چې د تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه اونيزې غونډې کوي او ورځ ښه وي که بده، ګډونوال لږ وي که ډېر، خو دا "مرکه" خامخا کېږي، ځکه نو چې د نړۍ د هر ګوټ نه کوم پښتون شاعر او ليکوال پېښور ته راشي او د ليکوالانو، شاعرانو سره د ليدلو تنده لري نو "مرکې" ته خامخا ځان رارسوي. د دې مرکې بنسټ قلندر
دا وګړي ډېر کړې خدايه
د بيټ نيکۀ دې خداى ټول جنتونه په نصيب کړي، د دوعا نه يې داسې معلومېږي چې د معيار په ځاى د مقدار پلوى و. خېر، کله چې مقدار کم وي، بيا خلک په معيار پسې نۀ ګرځي، خو کله نا کله د معيار خبره ورسره تازه کوي خامخا. نو بيټ نيکۀ کېداى شي د پښتنو وګړيو د ډېرېدو تر څنګ د دوى د ښۀ کېدو دوعا هم غوښتلې وي، مګر داسې ښکاري چې دوعا يواځې د ډېرېدو قبوله شوې وي، او ډېرېدۀ هم داسې چې د دنيا هر ګوټ ته رسېدلي دي او په زياتو ځايونو کې هغه کارونه کوي چې د نورو خلکو نه پاتې وي، خو بيا هم د کندهار نه تر سواته پورې چې
پېښور، ګرمي او وېره
رحمان بابا ډېر پخوا ويلي وو چې: په سبب د ظالمانو حاکمانواور او ګور او پېښور درې واړه يو دي هسې خو د دې حاکمې طبقې نه په هر ځاى کې د خلکو زړه ټق چاودلاى دى، خو داسې ښکاري چې رحمان بابا له يې بېخي زيات زړۀ خوړين کړى و. او د حاکمانو چال چلند چې نننۍ زمانه کې هم هماغسې دى نو په دې کې سړى پرېکړه نشي کولاى چې د پېښور حاکمانو د تمدن په لور تراوسه پورې کوم قدم ندى ايښى او که د رحمان بابا شاعري د دې ښار د ژوند د هرې دورې ترجماني