د بيټ نيکۀ دې خداى ټول جنتونه په نصيب کړي، د دوعا نه يې داسې معلومېږي چې د معيار په ځاى د مقدار پلوى و. خېر، کله چې مقدار کم وي، بيا خلک په معيار پسې نۀ ګرځي، خو کله نا کله د معيار خبره ورسره تازه کوي خامخا. نو بيټ نيکۀ کېداى شي د پښتنو وګړيو د ډېرېدو تر څنګ د دوى د ښۀ کېدو دوعا هم غوښتلې وي، مګر داسې ښکاري چې دوعا يواځې د ډېرېدو قبوله شوې وي، او ډېرېدۀ هم داسې چې د دنيا هر ګوټ ته رسېدلي دي او په زياتو ځايونو کې هغه کارونه کوي چې د نورو خلکو نه پاتې وي، خو بيا هم د کندهار نه تر سواته پورې چې هر کلي ته ورشې نو بې روزګاره ځوانان پکې جوپې جوپې ګرځي.
په دې عکس کې دوه داسې ماشومان چې عمر يې ښوونځي ته د تللو دى، د سرک په غاړه ناست دي په خپلو وړو وړو لاسونو د اوسپنې غټ غټ پلکونه په سندان وهي او هغو خلکو له دروازې جوړوي چې د مخ په خرابېدونکې امنيتي وضعې له کبله نور د لرګيو د دروازو نه ځانونه خلاصول غواړي.
د ښوونځي د عمر دغسې ماشومان به تاسې د پښتنو په هر ښار، هره کوڅه او هر کلي کې وګورئ چې يا به سخت کارونه کوي، يا به څه خرڅوي او يا به که نور هيڅ نۀ وي نو خوشې په کوڅو کې د يو بل سره لاس او ګرېوان وي چې کله کله پکې ځينې اعصاب بايللي غټان هم راودانګي او خبره تر مرګ ژوبلې ورسېږي. د مرګ ژوبلې نه وروسته بيا په خپلو عقلونو د ماتم کولو او د خپلو غلطيو د اعتراف کولو په ځاى ټوله ګناه په نسوارو ورواړوي او وايي: "يره نوره هيڅ خبره نۀ وه خو بس نسوارو راخستي وو". او د حېرانتيا خبره دا چې ورسره سم د نسوارو يو بل چونډى هم داسې په مينه خولې ته واچوي ته به وايې کشمير يې فتح کړى دى.
په هر حال، د بيټ نيکۀ خو يوه دوعا وه چې وې غوښتله او پښتانۀ زيات شول. هغه ورځ مې په يوه مشاعره کې يو شاعر وليدۀ چې په ډېر احساساتي انداز کې يې په يو شعر کې د بيټ نيکۀ نه ګيله کوله چې تا د پښتنو د ډېرېدو دوعا غوښتې وه خو اوس راشه دا وګوره چې څه حال دى! ما بيا د مشاعرې نه وروسته ونۀ ليدو چې ورته ويلي مې واى چې هلکه بيټ نيکۀ مو د قيامته پورې ذمه وار دى چې د ډېرېدو دوعا يې هم غوښته او اوس به ورپسې کوڅه په کوڅه ګرځي حال به يې هم ګوري.
حال خو که رښتيا خبره وي هيڅوک هم د ځان سره نۀ د مور د خېټې نه راوړي او نۀ يې قبر ته په کفن کې وړي. دا د همدې نړۍ حال دى، همدلته جوړېږي او همدلته به پاتې کېږي. نو بيا ولې د دې وګړيو حال داسې بد دى؟