" په زنځير تړلى خوب" ته يوه کتنه
يعقوب شاه غرشين، پښين
" په زنځير تړلى خوب" د مشر او نوموړي لنډه کيسه ليکونکي طاهر اپريدي د لنډو کيسو ټولګه ده. طاهر اپريدى د پښتو ادب د اسمان ځلاند ستورى دى ځکه د هيڅ پېژندګلو محتاج ندى. پښتو لپاره د ده ادبي خدمات په ټولو پښتنو يو غټ پور دى. د ده د پور ادائيګي زما په خيال يواځې په دې صورت کېدلاى شي چې مونږ د ده د خدمتونو اعتراف په وازه خوله وکړو او ده ته هغه لوړ او جايز مقام ورکړو چې د کوم چې دى مستحق دى.
دا حساسه ليکوال په حال کې ګرځي، ماضي يادوي او د مستقبل خوبونه ويني. کله کله ماته د هغه ماشوم غوندې ښکاري کوم چې د خپله کوره بې درکه شوى وي، د ماښام سيورى خورېږي او دى د خپل کور او مور و پلار په لټون کې سرګردان وي، چيغې وئ، نارې وئ، ژاړي او د خلکو پام ځان ته اړوي. د ده په دې چيغو او ژړاکې د يو نسل، د يو عهد د ورکېدو ازانګې اورېدل کېږي.
طاهر اپريدى د رجائيت او ياسيت په منځ کې ګرځي او د يو غم ځپلي او دردېدلي زړه خاوند دى. د ده په سينه کې د غم ستر سمندر غړمبهارى لري لاکن په شونډو يې نرۍ موسکا خوره ده. پښتون دى ځکه د حالاتو د تېرو چړو وارونه زغمي خو اوف تر خوله نه باسي. که چيرې د خپل ذات اظهار کوي هم خو خپله مردانګي او پښتونوالى په نظر کې ساتي. د ژوند ترخې، خوږې يې ګاللې دي ځکه د اوبو غوندې نرم او د کاڼي غوندې کلک دى. د کليوالو کشالو څخه نيولې تر بين المللي مسئلو پورې په هر څيز ژور نظر لري. د تاريخ، سياست او فلسفې په ډاګ کې هم جمالياتي حسن برقراره ساتي.
د طاهر اپريدي د لنډو کيسو ټولګه "په زنحير تړلى خوب" کې اولس لنډې کيسې دي. د هرې کيسې په هکله ما د خپل بې ارزښته نظر څرګندونه کړې ده. که يو ځاى نيم ګستاخي شوې وي نو د طاهر اپريدي او لوستونکو څخه هيله لرم چې زما د کم علمۍ په سوب به بخښنه راته وکړي.
په لومړۍ لنډه کيسه "ورک شوي خلک" کې يو سپين ږيرى د خپل شتوالي او پېژندګلو په لټون ګرځي او په خپلو ژورو جرړو باندې ولاړې جيګې ونې ته د ځان غوندې خوشالېږي خو يوه ورځ په ده دغه تريخ انکشاف وشي چې هره دانه له زرغونېدو پس خپل وجود بايلي او تر ځمکې لاندې د خاورو سره خاورې کېږي. دى د دې حقيقت د قبلولو توان په ځان کې نه لري او د خپل اولاد د بې وفايۍ او بې غورۍ له غمه د دنيا څخه د همېش لپاره سترګې پټې کړي. دغه يو څرګند حقيقت دى چې انسان يو وخت د پلار او نيکه په نامه يادېږي. بيا چې کله ځوان شي نو په خپل نامه ياد شي او چې کله د ژيړي نمر پشان په ډوبېدو شي نو د ځامنو او لمسيانو په نامه يادېږي. ټول عيال داره سپين ږيري او سپين سرې د دغه اذيت سره مخامخ وي. طاهر اپريدي د دې اذيت په نفسياتي ډول ډېره ښه تجزيه کړې ده او د عمر د بدلېدو په مناسبت د رشتو د تړون جايزه يې ډېره په زړه پورې ده. رواني لري، کردار نګاري او منظر نګاري د موضوع په اعتبار مناسبت لري خو د دې لنډې کيسې د پاى پېراګراف څه اضافي غوندې ښکاري.
چاپيريال په ليکوال اغېز کوي او تر دې اثر لاندې دى غم او خوشالي محسوسوي.
د کراچۍ د خونړيو پېښو تر تاثر لاندې ليکل شوې لنډه کيسه "ادم زاد په معنى...." د خيالاتو احساساتو او احساسِ جرم يو ګډوډ اظهار ښکاري. دا لنډه کيسه د خودکلامۍ برخه زياته لري او انداز يې خطيبانه دى. افسانه نګار په مرکزي کردار باندې حاوي ښکاري. دلته د نفسياتي پيچيدګيانو او د لوڅ او ښکاره ذاتي خيالاتو په وجه دغه کيسه اغېزناکه تاثر نۀ پرېږدي خو بيا هم موضوع يې ځانګړې او د ليکوال ژوره مشاهده لوستونکي ځان ته جلبوي.
"پرده" د تقدس په سپينو پردو کې پټ تور مخونه بربنډوي. ړوند عقيدت د اسلام د افاقي تعليماتو څخه د ناخبرۍ په سوب زېږي او په معاشره کې ضعيف الاعتقادي او توهم پرستۍ ته وده ورکوي. د دغه بشري کمزوريو څخه چالاکه خلک ناوړه فايدې پورته کوي او د معتقدينو د عزتونو سره لوبې کوي. په دې لنډه کيسه کې په پښتني معاشره کې د مېږو په پوست کې پټو لېوانو ته ګوته نيول شوې ده او دا خاصه موضوع په زړه پورې انداز څېړل شوې ده. د فکري حوالې اثرناکه کيسه ده خو په منځ کې لږ تکراري غوندې بې ترتيبي لري.
بله لنډه کيسه " د خاورې بوي" فطرت او خپل ټاټوبي ته د مراجعت د سفر ښکارندوى ده. دلته د ژوند د حقيقت په هکله د فلسفيانه تپوسونو ازانګې پورته کېږي خو انسان د زمان او مکان په دايرو کې څرخي او لاجواب پاته کېږي. ګوتم بدهـ چې څه وخت د ژوند ناپائيداري، دردونو، ناجوړيو او د غمونو احساس ډېر وځوراوه نو خپله ماڼۍ يې پرېښودله او د ځنګلونو او بيابانونو په لور د حقيقت په لټون وواته او چې کله د روشن خيالۍ په رڼا معموره شو نو بېرته د خپلو خلکو د خلاصون په هيله د خلکو په لور راغى. د طاهر اپريدي د لنډې کيسې مرکزي کردار افضل خان هم د ښاري ژوند د ګڼه ګوڼۍ څخه د خپلو ريښو يعنې د پلار او نيکه ټاټوبي د خپل کلي د پرسکونه فضاګانو په لور مراجعت کوي. د فطرت ښکلې نندارې دى په خپله پسته غېږه کې ونيسي او د ژوند په خوندونو کې يې لاهو کړي.
خبر نۀ يم چې ولې طاهر اپريدى چې کله د مينې په باره کې ليکي نو د تېرو وختونو په بړبوکو کې ورک غوندې شي او د تازه ګلونو غنچې د مئين په قبر په بې اختياره ډول شيندي.
" ته به د ناز خبرې کوې" او "زما به هله ارمان درشي" کې مينه او انتظار د احساسِ ندامت غوندې کيفيت ښکاره کوي. په داسې حالت ېک د ليکوال تحت الشعور ډېر مستعد برېښي او دده لنډه کيسه د ذاتي ډايرۍ د پاڼې بڼه غوره کوي. شايد چې د ده د شعور په اديره کې د ناکامه مينې مړى ښخ وي ځکه د ناکامه محبت علامتونه لکه قبر او هديره عجبه مايوسه غوندې د ټريجيډي فضاګانې جوړوي. په داسې ماحول کې د ژيړو پاڼو د کټهار او د سپېرو بادو د شپېلکيو ماسېوا هيڅ هم نۀ اورېدل کېږي.
د "خود کرده" يوه زړه لړزوونکې مکالمه په ټوله کيسه حاوي ښکاري چې وايي " د بنيادم ضمير چې رابېدار شي نو کله کله داسې هم وشي چې انسان په ويښه هم خوبونه ويني چې يې خوب کې هم نۀ وي ليدلي".
"زه په مينه نۀ پوهېږم" د پښتنې سماج د يوې بې وسه او مجبورې مينې ازانګه ده. په پابند قبايلي او کليوال چاپيريال کې د يو عادي خاموشې مينې نماينده لنډه کيسه ده. د يوې پښتنې پېغلې او ځوان د نازکو جذباتو او احساساتو چې څومره ښه اظهار کېدلاى شي هغسې کيسه ليکونکي کړى دى. دا د هر پښتون د زړه اواز او د مينې د پټو رازونو کيسه ده چې د هر لوستونکي زړه تخنوي او د تېرو وختونو يادونه تازه کوي. يوه معمولي خامي لري هغه دا چې د ترتيب په لحاظ څه مخ او شاته ده.
"واؤره، تېل او واښۀ" کې حقيقي منظرنګاري لوستونکى د ځانه سره وړي او د جيګو غرو په څوکو يې د واورو په منځ کې کېنوي. د دې سره سم سوچه کردارونه او مکالمې يې داسې محسوسېږي لکه چې څوک يو ايډونچرس فلم ګوري. د دې لنډې کيسې پټ پېغام د سياسي حوالې ډېر سوالونه په مغزو کې ګړنجوي. دې لنډې کيسې ماته د ارنسټ هيمنګوى د ناول "بوډا او سمندر" په شان خوند راکړو.
نن په نړيوال کلي کې زمونږ کوم کردار او مقام دى او د دې اسباب او وجوهات څه دي؟ دغه سوال بايد چې پوهان او ليکوالان په غټه پېمانه وڅېړي. بايد چې مونږ خپلې دايرې محدودې نکړو. د بدلېدونکي وخت او حالاتو سره سم په مروجه انداز ګامونه پورته کړو او په ځوانمردۍ سره د سختو کړکېچنو حالاتو مقابله وکړو. د دې موضوع په حواله طاهر اپريدي په ولاړو اوبو کې کاڼي غورځولي دي او لنډه کيسه " ک. س. ى." يې يو ښه کوښښ دى لاکن مونږ بايد په نړيواله منظرنامه کې خپل حقيقي کردار وټاکو او تر جذباتو زيات د حقيقت پسندۍ څخه کار واخلو. د دې لنډې کيسې په لړ کې د لږ څه اختلاف باوجود زه د ښاغلي قيصر اپريدي تاييد کوم خو دا يو څرګند حقيقت دى چې بې وزله او بې اتفاقه ملت او قامونه همېش د ايډيل په لټون وي لاکن د تخيل او خوبونو تر حده، په عملي توګه ټول بې حسه او مفلوج وي.
په "بې شکله، بې څېرې درېم کس" کې يو زيرک، دوراندېش او دانشور طاهر اپريدى برېښي. هغه په ساده انداز د دشمن پيچيده سازشونه خپلو لوستونکو ته څرګندوي او د تفرقه بازۍ تر شا پټ د دريم کس لاسونه د خلکو مخ ته لوڅوي. بې شکه ليکوال د قام او وطن سترګې او غوږونه وي او کيسه ليکونکي دغه فريضه په ايماندارۍ سر ته رسولې ده. په معروضي حالاتو د ده ژور نظر د قدر وړ دى. مونږ ته په موجوده حالاتو کې د داسې لنډو کيسو زيات ضرورت دى.
د نړيوالو ستونځو په هکله د پښتو ادب لمن ډېره تشه ده. د سامراج چل ول او د ګلوبلائزيشن د مکر خواره واره جالونه او د هغو د اثراتو جايزه په لنډه کيسه "د شلمې، يويشتمې صدۍ ايسټ انډيا کمپني" کې په داسې انداز اخيستل شوې ده چې د سياسي او اقتصادي استحصال غوندې يو خشکه موضوع هم جمالياتي شاهکار معلومېږي.
د طاهر اپريدي دغه انداز نويو ليکوالانو ته نوې لارې پرانستې دي او ده خپله تخليقي او فني لمن نوره هم پراخه کړې ده. ده د معروضي حالاتو د ضرورتونو مطابق ځانګړې موضوعات متعارف کړي دي چې په کوم کې د ليکوال د لياقت او استعداد ستوري بريښي. د سامراج ناوړه پاليسي Divide and Rule د دوو پېړيو څخه زمونږ په خاوره په کاميابۍ سره دوام لري. د کالونيول دور څخه وروسته د نيو کالونيول او اوس د نيو ورلډ ارډر. د هر سامراجي نظام بنياد هم دغه پاليسي اوسېدلې ده. وروڼه د مذهب، فرقې، ژبې، قام او قبيلې په بنياد سره ويشل او بيا سره جنګول. په دې غرض چې سره يو موټى نشي او د اصل دشمن په خوا يې نظر نه اوړي.
سامراج دغه پاليسيانې د خپلو ايجنټانو په ذريعه کوم چې دوى د دې مقصد دپاره روزلي دي ترسره کوي. مونږ ټول يې په شعوري او لاشعوري توګه مرسته کوو او خپلې پښې او لاسونه په خپل تبر پرېکوو. دغه لوبه د کور د دېوال ها خوا او دې خوا دوام لري او د کور دننه هم. د سامراج دا ناوړه منصوبې د طاهر اپريدي په لنډه کيسه "هلته هم زه مرم ...." کې په نيم علامتي انداز په ګوته شوې دي خو بېرته خبره هغه ځاى ته راځي چې په خبردارۍ کې هم ناخبره يو. د ليکوال کار خو بس دا دى چې:
شايد که تيرى دل مي اتر جائى ميري بات
"په زنځير تړلى خوب" د پښتنې کليوالې پېغلې هغه خوب دى چې تل په زنځيرونو تړلى پاته دى. د پېغور په سره اور کې ټول ارمانونه سېزل کېږي او بېوسه ځوانان د ځان وژنې خولې ته رسوي. پېغلې د فرسوده رسم و رواج په سمندر لاهو کېږي او په هر کلي کې د اسوېلو په منځ کې داسې خبرې کېږي چې:
" ستا نصيب په اور وسوزه .... ستا نصيب د رواج په اور وسوزېدو....جرګې فيصله وکړه.... ته يې د اختري د مرګ په بدل کې سوره ورکړې... او ستا تيمور ځوانيمرګ په خپله تماچه د خپل زړه په سر سورى وکړو....".
"هر څه دې هېر شه خو..." د مورنۍ ژبې د استاد د مرګ مرثيه ده. خبر نۀ يم کيسه ليکونکي ته ولې په موجوده حالاتو کې توره شپه او توپان ښکاري او په مستقبل کې رڼاګانې؟ دغه روښانو لمر به د کوم لوري راخېژي؟ ددې څه وضاحت نۀ دى شوى. دلته د خپلې ژبې سره يو جذباتي تړون ښکاره کېږي چې د ماضي څخه د مستقبل په لور يو اوږد ټوپ (جمپ) وهي.