(دوهمه برخه)
V

 کۀ يؤ لوري ته دنيا کښې پښتون ادب ځان په نړيوال ادب کښې د شاملېدو جوګه کړو نو بل لوري ته د دغه وخت ادبي خلا د  پېدا کېدو ډکون د انګرېز په ضد د پښتنو د مبارزو په   شکل کښې دوام وموندلو. د پښتنو په ضد انګرېز ډېرانسانيت سوز مظالم هم وکړل چې په مقابله کښې ئې پښتنو هم تورې ته لاس کړو اؤ هغه کارنامې ئې وکړې چې د نړۍ توجه ئې اوس د تورې په ميدان کښې ځان ته مبذوله کړه. په نور هند انګرېز ته  په قبضه کولو کښې دومره مشکلات پېښ شوي نۀ وو لکه چې دلته ورته په هر قدم باندې پېښ شول.  دلته پښتون کښې په شعوري طور سره دابتدائي وطن دوستۍ جراثيم هم منتقل شول چې هسې خو ورکښې ډېر زيات نومونه دي خو خان عبدالغفارخان (باچاخان) ئې د سرخېل په توګه راجوت شو. دې مبارزو دومره زور ونيولو چې د بکهنګم پېلس ماڼۍ ئې وشړقولې. په وزيرستان کښې د اېپي فقير غزاګانو د هند اؤ نړيوال پريس توجه ځان ته وګرځوله. په مومندو کښې د حاجي صېب ترنګزو مجاهدينو انګرېز دومره  بې وسه کړو چې څو ځلې ئې پدوئ بمبارۍ وکړې. اؤ دلته د انګرېز مضبوط فوځ ګورکها بټالين په وړومبني ځل د سخت مزاحمت سره مخ شو. د پښتنو نېپوليئن غازي عمراخان آف جندول، ميردست خان افريدي، شېر علي خان افريدي، سرتور فقير اؤ نورو بې شمېره  مجاهدينو جدوجهد د انګرېز په ضد ولاړ تحريک  ته لمن وهله. دې نه  مخکښې په درېم اينګلو افغان جنګ کښې د پښتنو نه د بې وسۍ په حالت کښې داسې شکست خوړل چې د سردارمحمد ايوب خان په مشرۍ کښې برطانوي جنرل بروز ته د ميوند په محاذ باندې  په ٢٧جولائي ١٨٨٠ء کښې زورور شکست ورکوي، د برطانيې ٤٤ مه رجمټه  داسې تباه کوي چې يؤ تن ورکښې پاتې کېږي. د مېوند دا مقام د کندهار شمال مغرب طرفته  واقع دى٢٨.
دا يؤ داسې زخم ؤ چې انګرېز سرکار ئې د پښتنو په بابله په نوي سوچ اؤ فکر مجبور کړو. دوئ د پښتنو په تاريخ، کلتور، ژبې، ادب، حب الوطنۍ اؤ جغرافيې اؤ نورو اړخونو باندې يوه اداره جاتي(Instituationalized)  مطالعه پېل کړه. په لږ وخت کښې ورباندې شلګونه کتابونه وليکلى شول. اؤ پخپله د انګرېز په قلم دنيا سره ددې بهادر اؤ باهمته قوم تعارف کېدو. وخت تېرېدو، حالاتو نوى رُخ اختيارولو. په افغانستان کښې روسي فوځ داخل شو. دې عمل سره ټوله مغربي نړۍ يؤ ځل بيا د پښتنو طرفته متوجه شوه. دې دوران کښې د پښتو ژبې د ودې اؤ پرمختګ دپاره هغه کارونه اؤ کارنامې وشوې چې د چا په خواب وخيال کښې هم نۀ راتلې. د نړۍ د شلو نه زياتو رېډيو سټيشنونو نه د پښتو اوازې اؤ انګازې پېل شوې. د افغانستان سابقه صدر نورمحمد تره کي د اقوام متحده په جنرل اسمبلۍ کښې پښتو کښې په وړومبي ځل بشپړ تقرير وکړو. ورپسې  ئې د جنرل اسمبلۍ نه پس دويم ستر تنظيم يعنې د غېر جانبدار ملکونو تنظيم ته هم خپل خطاب پښتو کښې وکړو. د دې تقريرونو سره پښتو د دې دواړو لويو تنظيمونو غېر اعلان شوې سرکاري ژبه وګرځېده. د سابقه حکومت په دورکښې يوه داسې کارنامه هم وشوه چې هر سړى د هغې صرف خوب ليدى شي. د افغانستان پائيلټ عبدالاحد مومند د بيروني خلا نه د افغانستان پخواني صدر ډاکټر نجيب اؤ خپلې مور سره پښتو کښې خبرې وکړې.٢٩ په دې توګه دا ژبه د نړۍ د خلائي ژبو په قطار کښې ودرېده.د عبدالاحد مومند په دې بيروني خلا ته سفر کولو سره افغانستان د نړۍ شلم اؤ د شام اؤ سعودي عرب نه پس درېم مسلمان ملک وګرځېدو چې دا لوئي وياړ ئې وګټلو.٣٠. کله چې هم د خلائي ژبو ذکر کېږي  نو د پښتو ذکر  به ورکښې لازماً شامل وي.
پښتو ژبه کښې د سلو نه زياتې رسالې اؤ مجلې خپرېږي چې زياتره برخه ئې د افغانستان پښتانۀ اؤ کمتره ئې د پښتونخوا پښتانۀ تشکيلوي. د هغو تعداد په الفبائي انداز کښې داسې دى ( ګډوله رسالې شاملې نۀ دي ):

د افغانستان د پښتنو له طرفه شائع کېدونکې رسالې / مجلې:
اريانا، اواز، ارغند، الينګار، اوښکه، افغان اولس، افغان يؤوالى، افغانستان پوهنه، الفت، انځور، اېمل، بهير، پاڅون، پالنه، پرښه، پيوستون، توره بوړه، تلوسه، توکل، ټولنه ( اصف ننګ )، ټولنه ( تکل عبدالرحيمزى )، جرګه، جهاد پلوشې (د)، خادم، خپلواکي، ختيځ، خلافت، خوځښت، خوست، ځلا، ځوان، ځوانانو غږ (د)، ځولۍ (محمد اصف صميم)، ځولۍ (ځوانانو فرهنګي ټولنه)، څانګه، څپه، څراغ، څرک ( د کنړ اطلاعات و کلتور )، څرک ( ازاده مجله )، دعوت، ډالۍ، ډيوه، راز، رسمي، رڼا، زرسانګه، زرکمر، زرکه، زنځير، زيتون، زيرى، ژمنه، ژوند، ژوندون، سباوون، سپيده، سپوږمۍ، سپين غر، سيلۍ، سوال، شفق، شمشاد، شمله، ښاخۍ، ښکلا ( بېنوا ټولنه )، طب، غلبېل، غوټۍ، غوښتنه، غومبسه، قلم، کابل، کاروان، کتاب، کمپېوټر سائنس، کونړ، ګلبڼ، ګندهارا، ګودر، ګوربت، لپه، لمنه، لونګ، لېمۀ، مخدره مواد اؤ ايډ، مزل، مشرق، معارف، ملنګ جان، مېرمن، مينه، مېوند، ناهيد، نن، ننګرهار، نوښت، نوى کور نوى ژوند، واخان، ورځ، ورېښمن، وړانګه، وږمه، ولس غږ، هار، هوسۍ، هيله، هينداره، هيواد، يؤوالى، ننګ ناموس، نوى ژوند اؤ...

د پاکستان د پښتنو لخوا شائع کېدونکې رسالې / مجلې:
پاڅون، پښتو، پښتون، تاتره، جرس، دستار انټرنېشنل، دوران انټرنېشنل، خېسور، چغه، رحمان بابا ريويو، ښکلا، غړګه، کچکول، ليکوال، مينه، مرکه، ننګ ناموس، ورورولي، تورغر، شېخ بدېن.
پېښور کښې د اسدالله خان ساپي دانش خپرندويه ټولنې د پنځلس کالو په موده کښې څۀ اولس سوه (١٧٠٠) کتابونه په مختلفو اصنافو کښې چاپ کړي دي کوم چې يؤ ريکارډ دى. د ساپي پښتو څېړنو اؤ پراختيا مرکز د سلو نه زيات کتابونه چاپ کړي دي. جرمني کښې پښتو کلتوري ودې ټولنې په درجنونو کتابونه، ختيز بيا رغاونې ټولنې په شلګونو کتابونه اؤ دغسې نورو ادارو هم يؤ لړ کتابونه چاپ کړي دي کوم چې کتاب کلچر ته وده ورکوي.
بل لوري ته په تېره پيړۍ ( شلمه پېړي ) کښې د پښتو ژبې د اوچتې پايې د ليکوالو، اديبانو اؤ شاعرانو يؤ ستورټوليځ، کهکشان يا( Galaxy ) مخې ته راغلو. د کم يا زيات تعداد خو د اعلى اؤ عالي پايې د ادب تخليق کولو په وجه دوئ د ژبې ډېر لوئي خدمت وکړو. تحقيق، تنقيد، تاريخ، ډرامه، افسانه، طنز، مزاح، تکل، ادب لطيف، خوند ټوټه، جديدنظم، ازادشعر، ناول، ناولټ، افسانچه، کالم نګاري، سفرنامه، خاکه نګاري، تذکره نګاري، خودنوشت، فاکلور، رپورتاژ اؤ نور نوي اصناف نۀ صرف پښتو ته راننوتل بلکې د ترقۍ منازل به ئې هم ترسره کول. دې ټولو اديبانو اؤ شاعرانو ژبې ته خپلې وينې ورکړې.  د خپلو بچو د کومي نه ئې نمړۍ وشوکولې ولې د  پښتو  ژبې اؤ ادب  ډيوې ته تېل فراهم کولو دپاره ئې هيڅ کمى رانۀ وستو. کۀ د شلمې پېړۍ وړومبنۍ نيمائۍ کښې دا رفتار ډېر ټکڼى ؤ خو په  دوېمه نيمائۍ کښې ئې طوفاني رفتار سره ترقي وکړه. دوئ د اولمپک د مشال په شان په نوي، جديد، ترقي يافته، ترقي پسند، جاذب، هاضم، مقبول اؤ معروف شکل کښې ژبه مونږه ته راورسوله. اؤ تاريخ ته مخ روڼي دي.

VI

د پښتو ادبي تاريخ ليکونکيو پښتو ادب دپاره درې دورې ټاکلې دي. وړومبنۍ دوره  د اميرکروړ غوري سوري شسب د وياړنې دکال  يعنې ( ١٣٠هـ-٧٤٧ء )  نه  پېل مومي. دوېمه دوره د بايزيد پير روښان د ادبي ليکنو يعنې تقريباً  ١٥٥٠ء  نه واخله  د نو لسمې پېړۍ اخر يا د شلمې پېړۍ وړومبنۍ لسيزې  پورې دوام لرلو. درېمه دوره د يؤ خيال مطابق د ١٩٠٨ء  نه روانه  شوې ده. کله چې راحت بابا " شلېدلې پڼه "  نومې افسانه وليکله ( يؤ خيال دا هم دى چې د مياحسيب ګل د ژباړلي شوي ناول " نقش نګين " اؤ شمس العلماء قاضي سيد مير احمد شاه رضواني د جديد تنقيد نه پېل مومي )٣١. چونکې دا معاصره دوره  لا تر اوسه پورې دوام لري پدې وجه دا زمونږه د ادب  "نن" دى.
ننني حالاتو کښې صورتحال دا دى چې ټوله نړۍ کښې ٦٨٠٩ ژبې وئيلى کېږي، پديو کښې سل ژبې داسې دي چې د نړۍ د آبادۍ ٩٥ % خلق  پرې وېنا کوي. اؤ زر (١٠٠٠) ژبې داسې دي چې پنځه فيصده خلق پرې خپلو کښې خبرې اترې کوي. د باقي پاتې ژبو د ويونکو فيصدي برائى نام جوړېږي. زياتې ژبې د فناکېدو اؤ ورکېدو په حالت کښې دي. ١٦٠٠ء  نه وړاندې ٣٠٤  ژبې لۀ مينځه تلې دي. ٣٥٧ ژبې داسې دي چې د ويونکو شمېر ئې پنځوسو نه زيات نۀ دى .  اوسني وخت کښې١ء٧ % ژبې د ورکېدو د ستونزې سره مخامخ دي٣٢.
هيليکان پبلشنګ لميټډ کال ١٩٩٨ء کښې ٦٣ داسې ژبې په ګوته کړي دي چې د ويونکو شمېرئې يؤ کروړ ته رسي چې پکښې پښتو ژبه څلور څلوېښتم نمبر کښې ده. اؤ د ويونکو تعداد ئې ورله دوه کروړه ښودلى دى اؤ د وېنا علاقې ئې ورله پاکستان اؤ افغانستان په ګوته کړې دي.٣٣ بيا په کال ١٩٩٩ء کښې دغه ادارې پښتو دري څلوېښتم نمبر کښې راوستله اؤ د ويونکو شمېر ئې ورله يؤ کروړ اؤ نهه اتيا لکه وښودلو.  البته د وېنا علاقې ئې ورله نورې هم په ګوته کړې. يعنې پاکستان، افغانستان، ايران،  متحده عرب امارات، برطانيه اؤ هندوستان٣٤. سوال دا پېدا کېږي چې دوئ په ١٩٩٩ء  کښې د پښتنو په بابله دا کوم اعداد و شمار ورکړل  نو ايا د دوئ  دا اعداد وشمار سم هم دي اؤ کۀ نه؟. ځواب ډېر ساده، اسان اؤ واضحه دى چې هر ګز نه. دا ځکه چې ١٩٩٩ء  کښې دوئ د پښتنو کل تعداد ١٨٩٠٣١٦١ ښائي اؤ اصل صورت حال دا دى چې د دوئ د دوېمې سروى نه يؤ کال مخکښې يعنې ١٩٩٨ء  کښې پاکستان کښې مردم شماري وشوه اؤ د دې مردم شمارۍ له مخې ټول ملک کښې پښتانۀ ٢٠٣٢٩١٠٥  وو٣٥.  کۀ لږ ساعت دپاره دغه نور پنځه ملکونه چې پکښې افغانستان هم شامل دى، نظر انداز هم کړو نو په شپږو ملکونو کښې د دوئ ورکړى شوي اعداد و شمار نۀ صرف د پاکستان پښتانۀ ١،٤١٥،٩٣٤  زيات دي. ځکه دا خبره پوره اعتماد اؤ باوره سره وشوه چې د دوئ دا اعداد وشمار سم نۀ دي.
ولې کۀ غور وکړو نو داسې قسمه اعدادو شمار پېش کولو کښې دا ذمه داره اداره قصور واره هم نۀ ده چې وجوهات ئې په لنډه توګه داسې دي:
(١) :  هر څو کۀ زمونږه ملک کښې مردم شماري  ١٩٩٨ء کښې وشوه خو د دې مردم شمارۍ بشپړ تحريري ريکارډ چرته ٢٠٠٠ء کښې تکميل ته ورسېدو.
(٢):  دې ادارې ته سم اعداد و شمار ورکول د پښتنو دانشورانو اؤ سياستدانانو ذمه داري جوړېږى کومه چې دوئ  نۀ پوره کوي.
(٣):  دې ادارې چې د پښتو ويونکو کوم شپږ ځايونه په ګوته کړي دي دا ئې ډير لوئي احسان وکړو. ځکه چې پاکستان اؤ افغانستان کښې زياترو پښتنو ته دا معلومات نشته چې پښتو نورو څومره ځايونو کښې وئيلى شي.
(٤) : خو دې ذمه دارې ادارې ته دا هم واضحه کول  پکار دي چې پښتو دغه بره ذکر شوي ځايونو نه علاوه نورو ملکونو کښې هم وئيلى کېږي. په دې ملکونو کښې ژبه خوندي ساتل يوه لويه کارنامه ده. راځئ چې دې ځايونو نه ځان خبر کړو. په دېو کښې وړومبني شپږ ځايونه راته يؤ ادبي ملګري زاهدالرحمان سېفي (  دخدړيزو- پبو استوګن  ) په ګوته کړه اؤ باقي ځايونه د صوابۍ حنيف صېب راته وښودل. د سېفي د وېنا مطابق دغو شپږو ځايونو کښې اوسېدونکي پښتانۀ وېنا کښې بالکل سُوچه پښتو په کاروي. دا ملکونه تعداد کښې څليرويشت دي خو ځايونه ئې نهه ويشت دي .
الف: ملائېشيا       
دلته کم ازکم درې ځايونو يا صوبو کښې پښتو وئيلې کېږي.
(١):  سبا صوبه : دلته د مانسهرې د علاقې ډېر پښتانۀ اباد دي.
(٢) : کوالالمپور : دلته د بونېر اؤ رستم پښتانۀ اباد دي. بونېروال تعداد کښې زيات دي .
(٣): امپنګ : دلته هم د بونېر اؤ رستم پښتانۀ اباد دي اؤ هم هغه شان بونېروال زيات دي.
( ب ) : برونائي
 (٤) : دلته هم زيات تعداد کښې د بونېر اؤ کم تعداد کښې د چراټ پښتانۀ ژوند کوي.
( ج ): انډونېشيا
(٥) : جکارته : دارالحکومت جکارته کښې کافي خلق دي چې پښتو کښې ګړېږي.
( د ): تهائي لېنډ
 (٦): ګولاک :  ګولاک نومې ښار کښې ډېر پښتانۀ اباد دي. دلته د جهانګيري بهائي خان نومې پښتون ځانله خپل لوئي جائيداد لرلو. اوس وفات دى.
 (هـ ) : اسټريليا
(٧) : دلته د پښتنو يؤ څو کالونۍ  شته دي.
( و) : برطانيه
( ٨)  برمنګهم : دلته ئې کافي تعداد دى اؤ خپل کاروبارونه کوي.
( ٩ ) آنسلو: دلته لږ تعداد کښې دي.
 (ز): امريکه
(١٠) سټاکټن : سان فرانسکو نه لرې دې ښارکښې دصوابۍ پښتانۀ دي چې حجرې هم لري.
(١١) بوسټن : د دې ځائ خلق سُوچه  ژبه وائي اؤ نور پښتانۀ ورته  باستاني وائي.
( ح): کېنېډا
(١٢) ټورنټو :دې ښار کښې يؤ نيم لک پښتانۀ اباد دي.
(١٣) مانټريال : دلته د څو زرو  په تعداد کښې دي.
( ط): جرمني
(١٤) دلته بېلابېلو ښارونو کښې تيت و پرک  په ګڼ تعداد کښې اوسېږي.
(ى ): برما ( ميانمر)
(١٥) رنګون: دارالحکومت رنګون کښې ئې يؤ قابل قدرتعداد موجود دى.
دې نه پرته د خليج  په اکثروملکونو (ک) قطر، (ل) يو – اى – اي ( چې پکښې دوبۍ، ابو ظهبي اؤشارجه شامل دي) (م) سعودي عرب (ن) کويت (س) بحرين (ع) يمن (ف ) عمان (ص) اردن (ق) ليبيا (ر) عراق (ش) مصر(ت ) شام کښې هم د روزګار په سلسله کښې مېشته دي. خپلې ډېرې ئې سازې کړې دي. ځينو ځائيونو کښې اديبانو اؤ شاعرانو ادبي جرګې هم جوړې کړې دي چې ډېر ښۀ ادبي اؤ ثقافتي پروګرامونه ترتيبوي. دا ټول دوه ويشت (٢٢) ملکونه شول اؤ چې د هيليکان ادارې شپږو ملکونو نه چې دوه  نور (ث) ايران اؤ(خ) هند ( نور څلور ئې راغلي دي) ورسره يؤ ځائ کړې نو تعداد به ئې څليريشت ملکونو يا نهه ويشت (2٨) ځائيونو ته ورسېږي. ولې په دې باندې بس نۀ دى مونږه چې هر کله انټرنېټ باندې Wickipedia, The Free Incyclopedia.htm نومې ډاټ کام Click کړو نو هلته هم ډېر ملکونه شته چې پکښې ئې د پښتو ژبې ويونکو تعداد هم ورسره ورکړى دى. په دېو کښې ايران کښې پنځۀ لکه اؤ UAE کښې يؤ لک شپږ ويشت زره پښتو ويونکي ښودل شوي دي. ولې هغه ملکونه چې بره ذکر شويو ملکونو نه پاتې شول دلته ترېنه را اغستلى کېږي. (ز) ترکي (ض) فرانس (ظ) اسټريا (غ) تاجکستان (الف-١) نيدر لينډ چې ټول تعداد ئې نهه ويشت (٢٩) ملکونه او دري ديرش ځايونه جوړېږي. د اورېدوخبره ده چې خليجي ملکونو کښې دخارجيانو رجسټرېشن د ملک مردم شمارۍ کښې نۀ کېږي. ولې نورو ملکونو کښې د مستقل رهائش په وجه هلته ئې مردم شمارۍ کښې ځاى شته. چونکى ددې مردم شمارۍ يؤ سم ريکارډ لاس کښې نۀ لرو. نو کۀ تخميني طور سره د دوئ ابادي مونږه يؤ ملين يعنې لس لکه هم فرض کړو نو بيا پاکستان  اؤ افغانستان کښې د مېشته پښتنو ټول تعداد30,185,635 سره چې دا لس لکه چې جمع کړو نو اندازاً 31,185,935  به ترېنه جوړشي. اؤ کۀ داسې وي نو بيا به پښتو د اذربائيجانۍ ژبې نه پس په ٢٩ نمبر کښې ځائ لري نۀ په  ٤٣ نمبر کښې.  زمونږه اعداد و شمار زاړۀ دي خو د فهرست هغه هم زاړۀ دي  بيا هم احتياطاً وئيلى شو چې پښتو نړۍ کښې د دېرشم اؤ پنځۀ  دېرشم نمبر په مينځ  کښې په کار ده.٣٦ دا خبره راقم السطور مئ ٢٠٠٤ء کښې کړې وه. اؤ اوس نومبر ٢٠٠٥ء کښې چې ډاکټر شېرزمان تائيزي د (Summer Institute of Linguistics) د کال ٢٠٠٥ء کوم جدول نقل کړى دى نو پښتو ورکښې دري ديرشم نمبر کښې ده. ولې انسټيټيوټ نه يؤ ځل بيا اعداد و شمار کښې غلطي وشوه اؤ د پښتنو تعداد ئې ٢٦٨١١٦٣٥ ښودلى دى ٣٧ حال دا چې ١٩٩٨ء کښې دا تعداد صرف پاکستان اؤ افغانستان کښې ٣٠١٨٥٦٣٥ دى. اؤ چې د نورو ملکونو لس لکه فرض کړى شوي پښتانۀ ورسره يؤ ځاى شي نو تعداد به ئې ٣١١٨٥٦٣٥ ته ورسي. دې سره به دا د دنيا دېرشمه ژبه وګرځي.

VII

ددې ټولو زمکني حقيقتونو (Ground Realities) باوجود نېشنل جيوګرافک نومې سېټلايټ ټي وي چېنل باندې يؤ انګريزي فلم پېش کړى شو اؤ دا ورکښې ووئيلى شول چې پښتو په هغو ژبو کښې يوه ده کومې چې د ورکېدو په حالت کښې دي. ځکه چې افغانستان کښې دا ژبه د دري د  فشار لاندې ده اؤ پاکستان کښې د اردو د دباؤ لاندې ده٣٨. داخبره ترڅومره پورې سمون لري، دې دپاره به يوه علمي جائزه پېش کول وي. کۀ چېرې د دې ليکنې دوېم مخ  ته وګورو نو اردو د هندي ايراني ګروپ په ذيلي ګروپ (مرکزي هندي) کښې راځي اؤ چې دويمې نقشې ته پاملرنه وکړئ نو معلومه به شي چې پښتو ارياني ژبو کښې ختيزې ډلې کښې شمالي ختيزې برخه کښې واقعه ده. اؤ فارسي لوېديزې ډلې کښې سويلي لويديزه برخه کښې واقعه ده. دا دواړه خپلو خپلو ډلو کښې اهمې اؤ مهمې ژبې دي. دپښتو د  لمنې د پراختيا په وجه دا د ختيزو ژبو ټوله پنګه خپلې ځولۍ کښې رانغاړي. اؤ د فارسۍ لمن خو بيا د پښتو نه هم پراخه ده. نو دا د خپلې لوېديزي ډلې اکثر ژبې ځان کښې ويلې کوي.
لکه چې ووئيلى شول د پښتو ژبې لمن پراخه ده خو د فارسۍ د هغې نه هم پراخه ده  نو د افغانستان تر حده  به د نېشنل جيوګرافک پېش کړى شوي فلم سره تر څۀ حده انسان متفق شي. ولې څومره پورې چې د اردو خبره ده نو دې ژبې خپله لمن د حد نه زياته پراخه کړې ده. خو د هر ګروپ د ژبو يؤ مشترک خصوصيت هم وي . تاسو کۀ وګورئ نو هندکو، پنجابي، سرائيکي، هندي، پهاړي وغيره اؤ اردو ژبنى جوړښت داسې دى چې د دې  ژبو وېناوالو نه  په تذکير اؤ تانيث کښې غلطۍ نۀ سرزد کېږى. دا هندکو، سرائيکي،  پهاړي، هندي وغيره  به اول د پنجابۍ په سيند کښې لاهو کېږى اؤ بيا به پنجابي اؤ هندي بالاخره د اردو لمنې ته غورځېږي اؤ په دغه سمندر کښې به پرېوځي. د پښتو ژبنى جوړښت اردو سره بالکل متضاد دى. په دې وجه پاکستان کښې پښتو اردو دپاره يوه داسې زود هضمه نمړۍ نۀ شي ثابتېدى لکه چې دغه نورې ژبې ورله ثابتې شوې دي. خو په افغانستان کښې د فارسۍ ژبې لمن دومره پراخه ده چې دې ژبه کښې د تذکير اؤ تانيث نشتوالى دا ژبه د نورو نه پنځوس  فيصده اسانوي. دغه وجه ده چې اردودان  ئې هم  په اسانه زده کولى شي. د پښتو خبره داسې ده چې د افغانستان ټوله ابادي  يؤ کروړ يؤ کم اتيالکه ده. په ديو کښې يؤ کروړ دولس لکه پښتانۀ وو. په دې پښتنو کښې څوارلس لکو نه بره بره خلق فارسي يا دري ژبي شول. افغانستان کښې ئې د دوئ د ابادۍ تناسب ئې٧ء٦٢% نه ٥٥% ته راکوز کړو٣٩. بله خبره دا ده چې د لوستې طبقې تر حده افغانستان کښې ټولو پښتنو ولايتونو کښې پښتنو له دري ورځي. ولې دري ژبي ولايتونو کښې به شاذ و نادر داسې سړى په ګوته کړى شي چې ورله  به پښتو هم ورځي. په دې وجه افغانستان کښې د هغه ځائ  پښتانۀ رښتيا سره هر وخت د فارسي کېدنې (Persianization) د خطرې سره مخامخ دي. د افغانستان په شمالي ولاياتو کښې مېشته اکثرو پښتنو پښتو هېره کړې ده. چې يوه وجه ئې د دري ژبې  ژبني ګروپ سره ورته والى اؤ د دري اسانوالى دى. خو په پاکستان کښې مسئله داسې نۀ ده. اؤ دغه وجه ده چې دلته نورو صوبو کښې پښتنو پښتو ژوندۍ ساتلې ده. لکه دکال ١٩٩٨ء د اعداد و شمار مطابق پنجاب کښې٨٥٣،٧٥٠  پښتانۀ، سندهـ کښې١،٢٧٦،٤٤٥پښتانۀ اؤ بلوچستان کښې ١،٩٤٥،٨٧٨ پښتانۀ په پښتو خبرې اترې کوي اؤ دغو صوبو کښې ئې پښتو ژوندۍ اؤ ګړندۍ ساتلې ده.٤٠
د پښتو په بابله وئيلى کېږي چې دا ژبه د لېږد له لارې باختر ( بلخ ) نه سويلي افغانستان ته خپلو ويونکو سره راغلې ده. اؤ د اټکل له مخې ويونکو ئې يؤ سکه ( ساکي ) ټبر سره تعلق  لرلو. چې دوېمه قبل مسيح صدۍ کښې ساکستان ( سيستان ) ته ئې هجرت کړى ؤ. داسې ښکاري چې پښتو د پامير اؤ بلخ نه وروستو خپل زوړ اؤ مينځنى پړاؤ سيستان، هلمند، غور اؤ اراکوزيا ( کندهار )  کښې وهلى دى. اؤ بيا ئې نوى پړاؤ په کسۍ غر ( سلېمان غر) کښې پېل کړى اؤ په نوره پښتونخوا کښې ئې پرله پسې بشپړتيا ته رسولى دى.٤١ د مارګنسترني دا وېنا هم مونږه ته دا نغوته  راکوي  چې شمال طرفته هجرت کۀ پښتنو دپاره اقتصادي لحاظ سره ډېر ګټور دى. خو کلتوري اؤ ژبني لحاظ سره سراسر بائېلات دى.

VIII

ددې دومره اوږد اؤ خشک بحث نه پس د پښتو ژبې د ودې اؤ ترقۍ په بابله  خپلو کښې يؤ بل سره مخالف دوه قسمه مکاتب فکر وجود کښې راغلي دي. يؤ هغه ډله ده چې مونږه ورته د پښتو د مستقبل په باب خوش بين اؤ پراميد خلق وايو اؤ دا ډله دعوى لري چې پښتو ورکېدى نۀ شي. بلې ډلې ته مونږه  بدبين اؤ نااميد خلق وايو. دوئ دعوى لري چې خداى دې نۀ کړي خو پښتو اوس ورو ورو د ورکېدو په لار روانه ده. خو دلته به دا يؤ وضاحت کول ضروري وي چې دا دوېمه ډله د پښتو دښمنه هرګز نۀ ده. دوئ  په  پښتو د وړومبنۍ ډلى نه زيات خوږېږي. ولې دوئ ډېرد زړۀ له درده اؤ سوخته دا خبرې کوي اؤ دا ارمان کوي چې په داسې حالاتو کښې پښتانۀ مشران ولې اودۀ پاتې کېږي. دلته به د اسانتيا په خاطر وړومبنۍ ډلې ته د پُراميد اؤ دوېمې ته د نااميد طبقو نومونه ورکړو. اؤ نکته په نکته به د وړومبنۍ ډلې مثبتو بېلابېلو نکتو ته د بلې ډلې ځوابونه وړاندې کړو.
د پښتو د ترقۍ په باب پُرامېده طبقه د پښتو د ترقۍ په باب نا امېده طبقه
١) د پښتو د ژوندۍ پاتې کېدو دا ډېر لوئي ثبوت دى چې د دې کورنۍ نورې ژبې فنا کېدو سره مخامخ دي ولې دا تر اوسه پورې ژوندۍ ده.


٢) پښتو نۀ صرف ژبه ده بلکې د ژوند تېرولو يؤ مکمل دستور هم دى اؤ د جرګو مرکو ژبه ده.


٣) پښتو صحافت به ژبه تر ډېره حده اؤ تر ډېرې مودې پورې ژوندۍ وساتي.


٤) پښتو د اکثريت په لحاظ سره د نړۍ درې دېرشم نمبر لويه ژبه ده.

٥) د پښتو ژبې د ويونکو تعداد ټوله نړۍ کښې د درې کروړو نه اوړېدلى دى.
٦) د پښتو وئيونکي د نړۍ تقريباً نهه ويشت ملکونو کښې د دري دېرش ډاياسپورا په شکل کښې ژوند کوي چې دا به ژبې اؤ ثقافت ته وده ورکولو کښې د سرچينې کار کوي.

٧) تر څو پورې چې پښتونخوا کښې کلي اؤ کېږدۍ وي نو دا ژبه به فنا نۀ شي.

 


٨) د نهه ويشت ملکونو دري دېرش ځايونو کښې پښتو ځانله خپله بېلابېله ډاياسپورا (Diaspora) لري.
٩) خارجي ادارو ته داسې قسمه معلومات هغه خلق ورکوي څوک چې د پښتو اؤ پښتونولۍ ازلي دښمنان دي.

١٠) پښتو ژبه کښې نورو ژبو نه مستعار الفاظ اخستلو دپاره د دې ژبې د جذب و انجذاب اؤ هاضمې دپاره علمي لارې چارې لټول په کار دي اؤ متروک الفاظو پورې انښتل پکار نۀ دي.

١١) پښتو يوه داسې ژبه ده چې هر قسمه مستعمل فونيم پکښې ادا کېدى شي اؤ د خارجي يلغار په صورت کښې به ژبې کښې اوپره والى نۀ محسوسېږي.
١٢) پښتو نشريات نړۍ کښې د شلو نه زياتو ريډيو سټيشنونو نه خپرېږي. اؤ دا کار د ژبې ژوندۍ ساتلو دپاره لار برابروي.
١٣) پښتو دپاره نېشنل ټي وي باندې وخت زياتولو اؤ ورسره پرائيويټ سېټلائټ ټي وي چېنلز پرانستلو دپاره هلې ځلې پکار دي.

١٤) د افغانستان ريډيو اؤ ټي وي نه دې د فارسۍ اؤ پښتو ګډوډ پروګرام ختم کړى شي اؤ لکه د پاکستان په شان دې هر يؤ له خپل خپل وخت ورکړى شي.
١٥) هم دغسې افغانستان کښې دې د هرې ژبې خپل خپل صحافت پېل شي اؤ ريډيو اؤ ټي وي کښې دې هم هرې ژبې دپاره د ابادۍ د تناسب په لحاظ سره بېل بېل وخت مقرر شي.
١٦) ټولو کښې لازمي خبره دا ده چې د پښتنو د يؤ قومي حکومت د قيام دپاره هلې ځلې وشي چې وړومبني قدم کښې دا ژبه د صوبې سرکاري، دفتري تعليمي اؤ تجارتي ژبه وګرځوي.  د دې غټه وجه دا ده چې پښتو تر اوسه نورو ژبو خصوصاً دري سره په مسلسل تماس کښې نۀ وه. اوس چې تماس کښې راغله نو تاسو ګورئ چې يؤ خوا ئې فارسي (دري) خپل ځان کښې ډوبوي اؤ بل خوا ئې اردو جذبوي.

 د ميډيا د يلغار سره اوس زاړۀ اقدار ختمېږي. بله دا چې نن سبا جرګو مرکو کښې داسې خلق ناست دي چې د ښۀ شهرت څښتنان  نۀ دي.
 اول خو کم از کم افغانستان کښې پښتو صحافت وجود نۀ لرلو. هلته يؤ مکس صحافت ؤ. بله دا چې پښتو اخبارونه څومره پښتانۀ ګوري؟.
 يوه زمانه کښې سومېري، عکادي، قبطي، سنسکرت اؤ لاطيني هم د نړۍ په يادو ژبو کښې راتلې.
 يوه زمانه کښې بره ذکر شوو ژبو هم ډېر ويونکي لرل خو اوس ئې څۀ حال دى؟.
 د نورو ملکونو به څۀ ژړا کوو د افغانستان په شمالي ولاياتو کښې د دې ډاياسپورا (Diaspora) ګروپونو څۀ حال دى؟ ايا دوئ د فارسۍ د يلغار په مخکښې د شګې پُل ثابت نۀ شول؟.
 هغه خو هله چې کليو اؤ کېږديو ترقي کړې وى. کنې د دې مطلب خو دا شو چې تر څو پورې پښتونخوا کښې جهالت وي نو پښتو به ژوندۍ وي اؤ چې کله دا خلق کلي اؤ کېږدۍ پرېږدي اؤ تمدن طرفته ځي، نو بيا به کلي اؤ کېږدېو پرېښودو سره پښتو هم پرېږدي.
 د دې بېلابېل ډاياسپورا خپلو کښې هيڅ قسمه ارتباط نشته چې د يؤ بل د تجربو نه فائده واخلي.
 خارجي ادارې د يؤ څو کسانو په وېنا داسې غيرذمه دار بيانونه نۀ ورکوي، بلکې د يوې مکملې څېړنې اؤ فيلډ ورک نه پس دا بيان جاري کوي.
 يوه رائې دا ده چې ژبه دومره زيات اوپره الفاظ خپل کړي نو ايا دا به ژبه پاتې شي اؤ کۀ د نورو ژبو اچار يا مربه به وي. خو بله رائې دا ده چې د جملې جوړښت پاتې کېدل د ژبې ضمانت دى نۀ چې الفاظ.
 بره لسم نمبر نکته کښې د اختلافي نوټ باوجود دا خبره تر ډېره حده سمه ده.


 کليو اؤ بانډو اؤ د پښتونخوا په اکثرو علاقو کښې دا خبره سمه ده، ځکه چې دلته د رېډيو اورېدونکي په ګڼ تعداد کښې وي.
 دا خبره هم سمه ده اؤ تر څو پورې چې يؤ قومي حکومت نۀ راځي نو داسې اقدامات به پښتو تر ډېرې مودې پورې ژوندۍ ساتلو کښې خپل رول ولوبوي.
 دا خبره بېخي سمه ده. ځکه چې هم دا هغه لعنت دى چې پښتانۀ د فارسيوان کېدلو (Persianization) طرفته بوځي.

 لکه د برنۍ نکتې په شان دا خبره هم سمه ده اؤ ګډوډ صحافت اؤ ګډوډ رېډيائي اؤ ټي وي نشريات هغه بد عملونه دي چې پښتانۀ د (Persianization) عمل طرفته بيائي.

 د قومي حکومت په لار کښې د فروعي اختلافاتو د ختمېدو نه پس دا خبره نۀ صرف سمه ده بلکې دا ئې واحد حل پاتې کېږي. ژبه دغه څلور حيثيتونه د وسيع البنياد قومي حکومت په نګرانۍ کښې موندلى شي.

دلته داخبره واضحه شوه چې بره نهو نکتو کښې د دواړو مکتبه فکر په سوچ اؤ اپروچ کښې واضحه اختلاف دى. لسمه نکته کښې د دواړو تر مينځه ٥٠% پورې موافقت راتلى شي. يولسمې نه ترپنځلسمې نکتې پورې دواړه مکتبه فکر په خپل خپل سوچ کښې تر ډېره حده يؤوالى لري اؤ شپاړسمې نکتې باندې کۀ اختلاف دى نو صرف دومره چې د پښتنو يؤ وسيع البنياده  قومي حکومت په وجود کښې راشي چې د ژبې  په  مسئله متفق وي.  نور په قومي حکومت باندي مکمل اتفاق دى. سره د دې به دا وئيل بې ضايعه نۀ وي چې په دې ټولونکتو اؤ نورو کومې چې دلته پاتې وي، باندې د پښتنو پوهانو عالمانو، سياستدانانو، روحانينو، دانشورانو اؤتعليم يافته خلقو  يؤ سيمينار په کار دى چې ښه تجزيه ئې وکړي. اؤ بيا ئې يؤ حل  پېش کړي. دا وئيل به هم بې ضايعه نۀ وي چې اوس خبره د سوال اؤ منت سماجت نه اوړيدلې ده. اؤ اوس به خپل حق په زوره غوښتل وي. اؤ ايمان به  تېرول وي.