" ترافيک مې کنتروړ کړى دى"

عنايت الله ضياء

ما ويل جوړې کومه غټه پېښه شوې ده. سړک بند ؤ او د موټرو، رېړو ټانګو يو لوي قطار لګېدلى ؤ. د هارنونو شور ؤ، رکشې دوکانونو ته ختلې وې، ټانګو والا بېل چابکونه خوځول. څلورلارې کې په يو مخ هم د تلو لاره نۀ وه. چې پوښتنه مې وکړه نو معلومه شوه چې پېښه نده شوې. حېران وم چې بيا دا موټرې ولې په ځاى ولاړې دي. چې ورمخکې شوم نو د څلورلاري په مېنځ کې مې چابک په لاس د ترافيکو پوليس وليدو. په غيض و غضب سره يې کله د يوې رکشې چت واهه او کله د بلې لارۍ بانټ. ځګونه يې په خوله کې او لکه د مار تاوېده راتاوېده. په وېره وېره ورنزدې شوم او په قلار مې ترې پوښتنه وکړه "دا موټرې ولې ولاړې دي؟"
په هماغه غضبي لهجه يې وويل " ترافيک مې کنتروړ کړى دى"