پښتو ادب اؤ تصوف

عمرګل عسکر

ادب د انساني ژوند اؤ ژواک سره چې څومره تعلق لري د هغې اندازه د دې نه هم لګېدلى شي چې ادب د انساني ژوند هره موضوع  په ځان کښې رانغښتې ده. ګويا د انسان جذبات، احساسات، خيالات اؤ معاملات چې د ژوند د کوم يؤ اړخ سره تعلق لري د ادب په ذريعه ئې اظهار کېدلى شي.
په انساني ژوند کښې تصوف هم يوه داسې موضوع ده چې په څۀ نا څۀ صورت کښې هم، اؤ بِالاراده هم، د ادب په ذريعه بيانېدلى شي اؤ کېږي. دا خو به تاسو اورېدلي وي چې وائي:" تصوف برائى شعر گفتن خوب است". د دې وينا نه دا هم څرګندېږي چې تصوف يوه داسې موضوع ده چې په بيانولو ئې ادب هم ښائسته کېږي.
اوس تصوف څۀ شى دى؟ په لنډو ټکو کښې به دا ووايم چې د دې موضوع ړومبى اؤ اصل تعلق د انسان د اخلاقياتو سره دى. داسې اخلاق چې د انسان نه انسان جوړوي اؤ چې کله انسان په دغه لاره د انسانيت لوړې درجې ته ورسي نو هغه بيا د ماورائيت په ميدان کښې هم زغل شروع کړي. اؤ د دې کائنات په اصل مقصد اؤ مدعا خبر شي. بيا د دې دپاره د تصوف اسرار اؤ رموز پخپل ګفتار کښې هم شامل کړي. دغه په ګفتار کښې د تصوف  اسرار اؤ رموز شاملول وي چې وائي: " تصوف برائى شعر گفتن خوب است". اؤ دا ځکه چې د تصوف د موضوع په ذريعه د انسان د داخل د مسائلو ذکر اؤ د هغو حل يؤ داسې خوږلت لري چې هر څوک ورته متوجه شي.
په تصوف کښې و انسان ته د سکون اؤ اطمينان يؤ داسې حالت ترلاسه کېږي چې انسان ورته په هر زمان کښې محتاجه دى. اؤ چې کله هم يؤ انسان ته خپل باطن د صفائي اؤ پاکيزګي په سوب د سکون اؤ اطمينان لوړه درجه حاصله شي نو هم دغه هغه څوک وي د کومو په باره کښې چې په قرآن پاک کښې راغلي دي: " اِن اولياء الله لا خوف لهم و لا هم يحزنون".
اوس د تصوف د ټکي په باره کښې د محققينو مختلفې رائې دي. ځنې محققين لکه ابونصر عبدالله سراج طوسي مړ ٣٧٨هـ، حضرت داتا ګنج بخش رحمة الله عليه مړ ٤٦٥هـ، علامه ابن تيميه مړ ٧٢٨هـ، ابن خلدون مړ ٨٠٨هـ اؤ ډاکټر قاسم غني وائي چې دا د عربي لغت ټکي "صوف" نه مشتق دى. اؤ صوف پشمينه جامې ته وائي. په دغه حواله يورپي مستشرقين نولډيکي اؤ پروفيسر نکلسن چې د تصوف په ميدان کښې ئې ډېر تحقيقات کړي دي د "صوف" د ټکي سره اتفاق لري. البته ابو ريحان البيروني مړ ٤٤٠هـ اؤ علامه لطفي جمعه وائي چې د دې ټکي ماده د يوناني ټکي تيوصوفيا نه ماخوذ ده چې مفهوم ئې حکمت الهي دى.
علامه ابن جوزي ليکلي دي چې د صوفي ټکى د صوفه نه ماخوذ دى چې يوه قبيله وه چا چې د جاهليت په زمانه کښې د خانه کعبې خدمت کولو. ځنې دا د اصحاب صفه سره اؤ ځنې دا د صفا د ټکي نه مشتق ګڼي. حضرت داتا ګنج بخش دا خيال هم څرګند کړى دى چې تصوف د صفا نه ماخوذ دى. اؤ صوفي هغه څوک دى چې د زړۀ صفائي حاصله کړي. اؤ د زړۀ صفائي هغه څيز دى يا صفت دى چې انسان ته د خداى تعالى عرفان ورباندې کېږي.
د تصوف د ټکي د بحث نه به راشو د تصوف تعريف ته، يا دا چې تصوف وائي څۀ ته؟. په دې لړ کښې منتخب کړل شوو اولياؤ اؤ صوفياؤ چې څۀ وئيلي دي هغه تاسو ته وړاندې کوم:
حضرت معروف کرخي رحمة الله عليه چې ٢٠٠هـ کښې لوئي اؤ معروف صوفي بزرګ تېر شوى دى وائي چې: "حقائق په ګرفت کښې راوړل، په دقائقو باندې خبرې کول اؤ چې د خلقو سره څۀ وي د هغه نه ناامېده کېدل تصوف دى".
حضرت ذوالنون مصري رحمة الله عليه مړ ٢٤٥هـ وائي: "صوفي هغه خلق وي چې په ټول کائنات کښې ئې يواځې خداى پاک خوښ کړى وي".
حضرت ابوالحسن نوري رحمة الله عليه مړ ٢٩٥هـ وائي: " صوفي هغه خلق دي چې روح ئې د بشريت د کدورتونو نه ازاد شوى وي، د نفس د افتونو نه پاک اؤ د دنيا د هوس نه خالصه شوي وي. دا خلق په ړومبي صف کښې، په اعلى درجه کښې الله تعالى ته نزدې وي".
حضرت جنيد بغدادي رحمة الله عليه مړ ٢٩٧هـ وائي: " تصوف ذکر دى، بيا وجد دى اؤ بيا نۀ دا دى اؤ نۀ هغه دى".
حضرت ابوبکر شبلي رحمة الله عليه مړ ٣٣٤هـ وائي: " صوفي ته د هغې زمانې پشان اوسېدل پکار دي کله چې هغه په وجود کښې لا نۀ ؤ راغلى".
دغه راز نور ډېر تعريفونه د تصوف په باب کښې اولياؤ، صوفياؤ اؤ اصفياؤ کړي دي. کوم چې د طوالت لۀ وېرې په ځائ پرېږدم. البته دومره قدر به ووايم چې چا چې څۀ محسوس کړي دي بس هم هغه وجداني تجربه ئې په ژبه راغلې اؤ بيان کړې ده. ځکه په دې باره کښې قطعيت سره څوک څۀ نشي وئيلى. پخپله د حضرت مجدد الف ثاني رحمة الله عليه غوندې لوئي صوفي بزرګ هم د خپلو مکتوباتو په حواله د خپلو روحاني تجرباتو په رڼا کښې  اول د وحدت الوجود د فلسفې، بيا د وحدت الشهود د فلسفې اؤ بيا په اخر کښې فقط د بندګۍ د فلسفې قائله شو.
د تصوف په باره کښې د درېمې هجري صدۍ په ړومبيو کښې هيڅ علمي اؤ منظم اساس موجود نۀ ؤ. د اسلام په وړومبو وختونو کښې تصوف محض د زهد اؤ تقوى په صورت کښې موجود ؤ. اؤ د دې پابنده خلقو ته به صوفي وئيل کېدۀ. بيا هم په درېمه هجري صدۍ کښې چې تصوف د يوې نظرئې حيثيت حاصل کړو اؤ په علمي دنيا کښې يؤ مقام ورته حاصل شو نو د دې د اصل ماخذ تلاش شروع شو. په دغه لټون کښې د ابو نصر السراج طوسي، البيروني، القشيري، داتا ګنج بخش هجويري اؤ د امام غزالي پشان حکيمانو نومونه راځي. مګر دا تحقيق تر پېړيو پېړيو جاري ؤ. په مصر اؤ ايران کښې هم مصطفى حليمي اؤ ډاکټر قاسم غني دوه لوئي نومونه دي چې خپل عمرونه ئې په دې تحقيق کښې تېر کړل. يورپي مستشرقينو کښې جرمن محقق ګولډ تسير، نولډيکي اؤ انګرېز پروفيسر نکلسن د پېړيو د تحقيقاتو جاج واخستلو. مصطفى حليمي د تصوف سرچشمه اسلام ګڼي. د تصوف د اصل په باره کښې چې کوم نظريات وړاندې شوي دي، هغو کښې وائي چې تصوف د مختلفو عناصرو نه مرکب دى. لکه:
اول: هندو فلسفه يا ويدانت اؤ بدهـ مت
دوم: مسيحيت
درېم: نو افلاطونيت
څلورم: فلسفه ايران اؤ مانويت
پنځم: د تصوف اصل اسلام.
د اسلامي تصوف ځينې نظريات کۀ څۀ هم د نورو مذهبونو د افکارو سره مشابهت لري مګر د دې نه دا نتيجه ايستل صحيح نۀ ده چې د اسلامي تصوف سرچينه نور مذهبونه يا نظريات دي.
بدهـ مت اؤ هندو مت
د ترکِ دنيا اؤ د فنا عقيده د بدهـ مت اؤ هندومت نه ماخوذه ګڼلى شي. خو د دې مشابهت باوجود په اسلامي تصوف اؤ هندي تصوف کښې د اصولو فرق واضحه ښکاري. هندي تصوف تر نفي ذات پورې محدود دى. مګر په اسلامي تصوف کښې په اُخروي ژوند باندې د کامل ايمان صورت واضحه دى. په دا لړ کښې کۀ څۀ هم د حضرت ابراهيم بن               ادهم رح د ترک دنيا واقعه د ګوتم بدهـ د ترکِ دنيا د واقعې سره اړخ خوري مګر د دغه مماثلت په بنياد دا حکم لګول چې اسلامي تصوف د بدهـ مت څخه متاثره شوى دى، صحيح نۀ ده.
زمونږ په عقيده کښې د اسلامي تصوف ماخذ د نبي کريم صلى الله عليه وسلم ژوند مبارک دى.
مسيحي تصوف
کۀ څۀ هم دا تر څۀ حده صحيح ده چې پشمينه جامه، صومعه اؤ دير په  شکل کښې د حجرې رواج په اسلام کښې د مسيحيت نه راغلى دى خو د خداى سره مينه، فقر، ترک دنيا، ذکر اؤ فکر اؤ د قناعت تعليمات په اسلامي تصوف کښې هم شته. اؤ په دغو کښې د حضرت عيسى عليه السلام د تعليماتو عکس پيدا کېږي. ذکر اؤ فکر، قناعت، د خداى سره مينه، ايثار اؤ قرباني د انساني کردار هغه بنيادي اؤ اعلى قدرونه دي چې د دين اسلام غوندې مکمل اؤ عظيم مذهب ترې تش نشي پاتې کېدى. ځکه چې د دې دين د پېغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ژوند مبارک عين اسلام ؤ. د هغۀ مبارک جامع الصفات کېدل د دې امر محتاجه نشي کېدى چې دغه صفات دې لۀ چانه مستعار واخلي.
نو افلاطونيت
د يورپي محققينو دا خيال هم دى چې د اسلامي تصوف يوه منبع د نوافلاطونيت فلسفه هم ده. د عشق اؤ وحدت الوجود صوفيانه خيالات د دې څخه ماخوذ دي.
د نوافلاطونيت باني د مصر فلاطينوس دى. د دغه مکتبه فکر بنيادي مسئله وحدت الوجود ده. يعنې وجود دراصل يؤ دى. اؤ ګرده کائنات د تجلياتو په صورت کښې لۀ دغه واحد وجود څخه راوتي دي. اؤ دغه کائنات به بېرته په دغه واحد وجود کښې ورک شي.
اسلامي تصوف کښې دغه نظرئې ته همه اوست هم وئيل کېږي اؤ دا هم وئيل کېږي چې د واحد وجود د نمود په صورت کښې د کائنات ګرد شيان لۀ دغه وجوده پيدا شوى دى لاکن هغه لۀ هيڅ شي نۀ دى پيدا شوى اؤ دغه نظريه په اسلامي تصوف کښې همه از اوست بلل کېږي. دا صحيح ده چې دا مسئله د نوافلاطونيت د اثر لاندې په اسلامي تصوف کښې ظاهره شوې ده لېکن په مجموعي حيثيت کښې نوافلاطونيت د اسلامي تصوف اصل ټاکل خپل جواز نۀ لري.
د ايران فلسفه اؤ مانويت
د ډاکټر قاسم غني خيال دى چې په ايران کښې د عربو د حملې نه پس په اسلام کښې د تصوف اثرات نمايانه شول. د هغۀ دا خيال هم دى چې شکست خورده اسلامي عناصرو د عربو د لاسه ماتې نۀ شوه هېرولى. ځکه د نفسياتي ردعمل په توګه دغه عناصر اګر چې اسلام خو قبول کړى ؤ خو دا کوشش ئې هم ؤ چې د عربو غالبيت کم کړي. ځکه دغه عناصرو دا فيصله وکړه چې عربيانو ته د نفي ذات اؤ د ترکِ دنيا تعليمات داسې ښکاره کړل شي چې د هغوئ د مزاج فعاليت مجهول کړل شي. د ډاکټر قاسم غني نه علاوه پروفيسر براؤن هم د دغه خيال حامي دى. مګر د دې حقيقت باوجود چې د ايران په زمکه د صوفياؤ لوئي تعداد زېږېدلى دى اؤ دلته تصوف ډېر خور شوى دى لۀ دې څخه دغه نتيجه اخستل غلط دي چې اسلامي تصوف باندې معتقدات اثر انداز شوي دي.
د اسلامي تصوف اصل اسلام
د اسلامي تصوف خپل اساس پخپله دين اسلام کښې موجود ؤ. د تصوف اثار په عملي صورت کښې لۀ اوله څخه په اسلام کښې موجود وو. د دې دپاره د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم اؤ د صحابه کرامو مقدس سيرت پخپله روښانه دليل دى. مګر د تصوف هغه اړخ چې عملاً انسان د تساهل اؤ رهبانيت و خوا ته بيائي، لۀ دې څخه هغه بزرګې هستيانې پاکې دي اؤ دا د هغو هستيانو د سياسي ژوند اؤ په غزواتو کښې د فاتحانه هڅو څخه هم ظاهرېږي.
صوفياء د تصوف اصل منبع پخپله قرآن پاک ګڼي. اؤ د دې دپاره د قرآن پاک د دوم سورة البقره د ١٤٦ نمبر ايت حواله ورکوي چې ترجمه ئې داسې ده:
" لکه څنګه چې ما (خداى پاک) يؤ پېغمبر ستاسې طرف ته ولېږلو کوم چې هم لۀ تاسو دى. زما ايتونه تاسو ته در رسوي، تاسو پاکوي، کتاب اؤ د حکمت تعليم درکوي اؤ د هغه څۀ تعليم درکوي چې تاسو د مخه پرې نۀ وئ خبر".
علامه اقبال هم د صوفياؤ د دې نکته نظر تائيد کوي چې په قرآن کښې اؤ په حديث کښې داسې تصورات موجود دي چې د تصوف بنياد جوړېدلى شي. لېکن عربي ذهن دومره عملي ؤ چې دا بېج پکښې نۀ شو غوړېدلى. مګر په غېره زمکه، د موافقې آب و هوا په سوب دا په باقاعده ډول راوټوکېدلو.
د صوفياؤ مطابق د روحاني سفر څلور پړاؤنه دي اؤ د دې ټولو خواؤ ته اشاره په قرآن کښې موجوده ده.
اول منزل ايمان بالغيب دى چې د سورة البقره په دوم ايت کښې ورته اشاره شوې ده: "هغه چې په غيب باندې ايمان راوړي اؤ لمونځ ادا کوي".
دوم منزل د غيب تلاش دى چې د فطرت په مناظرو کښې پټ دى.
درېم منزل د علم دى چې د فطرت د مشاهدې نه حاصلېږي.
څلورم منزل د تکميل اؤ حقيقت دى چې د عدل اؤ خېر د عمل څخه حاصلېږي.
علامه اقبال وائي: "د اسلامي تصوف داخلي ماخذ يعنې د تصوف د ړومبني دور د سياسي، معاشرتي اؤ مذهبي حالاتو نه علاوه پخپله قرآن اؤ حديث هغه سرچينې دي چې د اسلامي تصوف بوټى ترې وټوکېدو اؤ په لږه موده کښې ترېنه ګڼه ګُوره ونه جوړه شوه.
علامه اقبال په خپل کتاب " ايران کښې د مابعد الطبيعيات ارتقاء " په صفحه ٨٢ داسې هم ليکلي دي چې ترجمه ئې ده: "د يوناني افکارو ګل د عيسائيت د ساه اخستلو سره مړاوى شو. مګر د ايراني ګلاب تازګي د ابن تيميه بادسموم مس نۀ کړى شوه. نو افلاطونيت د وحشي قبيلو د حملو په سېلاب کښې وبهېدو. لاکن تصوف د تاتاري انقلاب باوجود په خپلو پښو ولاړ دى".
دلته ما د نظرئې تر حده د تصوف په موضوع يوه معمولي کوشش کړى دى. ګنې د تصوف د ګڼ شمېر سلسلو د سلوک  اؤ معرفت د درجو د مجاهداتو، رياضياتو بيان اؤ نور معاملات دومره ډېر دي چې کتابونه پرې ليکل کېدى شي. تصوف اوس فقط تر سلوک اؤ مجاهدې نۀ دى پاتې شوى. دې موضوع اوس د علم اؤ فلسفې حيثيت موندلى دى. دا بائد چې د کالجونو اؤ يونيورسټيو په سطح باندې هم د باقاعده علمي موضوع په صورت کښې معرفي کړل شي ځکه چې د تصوف علم په حقيقت کښې د انسان نه هغه انسان جوړوي چې هغه د کلهم انسانيت دپاره د خېر اؤ د امن پيامبر وي.
پښتو ادب
د تصوف هم دغه خوشبوداره اؤ زرخيزه هوا چې د پښتونخوا وطن لر اؤ بر ته راورسېده نو پښتون فکر هم غزونې وکړې.
په هم دغه  اړه چې کله مونږ د پښتو ادب جاج اخلو نو د بېټ نيکۀ مناجات په اول سر کښې مخ ته راځي. دا د ٣٠٠هجري صدۍ زمانه ده. مګر کۀ لږ نور شاته لاړ شو نو د تصوف په حواله د اخلاقو ړومبنى اثر مونږ د ډبرليک په مصرعو کښې هم ليدلى شو. په کومه کښې چې انسان نۀ خو زورګيري خوښوي، نۀ دروغ خوښوي اؤ نۀ اړيکي خوښوي. ګوا مونږ دا وئيلى شو چې زمونږ پخوانى پښتون هم په خپل فطرت کښې يؤ داسې انسان ؤ چې هغۀ ښۀ اخلاق خوښول اؤ د چا سره لوګ په لوګه لاس اؤ پنجه نۀ کېدلو.
مونږ چې د بېټ نيکۀ مناجاتو ته ځير شو نو په دې کښې د خداى د ربوبيت اعتراف هم شته، د فطرت د عظمتونو اظهار هم شته اؤ د انساني فطرت لۀ کبله د خپل خپل خاندان د زياتوب دعاګانې هم شته. انسان  د بېټ نيکۀ و فکر ته سلامي شي چې په دغه مناجات کښې د سنت ابراهيمي اعاده په هم هغسې انداز کښې شوې ده لکه څنګه چې حضرت ابراهيم عليه السلام د خانه کعبې د جوړولو په وخت اختيار کړې وه. اؤ دا په سورة البقره کښې هر څوک لوستلى شي.
دلته ځينې خبرې ضروري ګڼم، په دغه حواله، چې دا توپير وکړى شي چې کوم شعر يا دائره د تصوف په دائره کښې راځي اؤ کوم نۀ؟ کوم چا په حقيقت کښې د تصوف موضوع په کوم کوم انداز کښې بيان کړې ده؟ اؤ دا چې هغه کوم څوک پخپله هم صوفي ؤ اؤ کنه؟ ځکه چې داسې به د دې وضاحت وشي چې کوم چا تصوف د شعرگفتن دپاره خوښ کړى دى اؤ کوم څوک په حقيقي معنا کښې د تصوف د اسرار اؤ رموز سره بلد، اؤ د هغې د بشپړتيا دپاره لېواله وو. اؤ فکر ئې په دې ميدان کښې تر کومه حده زغل کړى ؤ. په دا حقله زما دپاره هم خبره ډېره ګرانه شوې ده. ځکه چې دا ډېره ژوره مطالعه غواړي. اؤ انسان په ډېرو معاملاتو کښې د نيمګړتياؤ سره مخامخ وي.
د پښتو محققينو اؤ ناقدينو په شلمه پېړۍ کښې د پښتونخوا په لر اؤ بر کښې چې کومې تاريخي، ديني، مذهبي اؤ شعري نسخې اؤ مجموعې د ډېر کړاؤ نه پس پيدا کړې اؤ بيا ئې په هغو څېړنې وکړې نو د پښتو ادب ادوار ئې وټاکل اؤ دا ئې د کلونو په حساب وويشل. په دا حواله د پښتو ادب په ړومبۍ دوره کښې چې دويمې هجري صدۍ نه بيا تر لسمې هجري صدۍ پورې اوږدوالى لري په دا کښې د تصوف په حواله چې کوم شخصيات مونږ تر نظر لاندې نيولى شو دا دي: بېټ نيکۀ، شيخ اسماعيل سړبني (رح)، شيخ خرشبون، شيخ رضي لودي، شيخ نصر لودي، قطب الدين بختيار کاکي (رح)، شيخ تيمن کاکړ، شيخ متي خليل، شيخ ملک يار هوتک (بابا هوتک)، شيخ عيسى مشواڼى، شيخ علي سرور لودي، شيخ بستان بړيڅ، اکبر زمينداور، ملا مست ژمند، ملا الف هوتک، شيخ محمد صلاح الکوزى.
په ذکر شوو کسانو کښې شيخ متي "د خداى مينه" اؤ شيخ بستان بړيڅ د "بستان الاولياء" په نوم کتابونه ليکلي دي چې اوس ناوياته دي. دغو شخصياتو په خپل خپل وخت کښې د اسلام اؤ د تصوف په حواله لوړه مرتبه درلوده. متاسفانه چې د دوئ اثار دومره نۀ دي ښکاره شوي چې په واضحه ډول اخذ ځنې وکړى شي. مګر د يادولو وړ دي چې اقوال اؤ افعال ئې د تصوف په شيرينو اوبو پريمينځل شوي وو.
پښتو ادب کښې د تصوف د موضوع باقاعده اغاز د روښاني دور نه شوى دى. ځکه چې پير روښان د خپل فکر اؤ مسلک په بنياد چې کوم مخلص مريدان روزلي وو هغو په ډېر اخلاص اؤ عقيدت د تصوف اسرار و رموز پخپلو شعرونو کښې په ښکلي انداز کښې بيان کړي دي. اؤ مونږ وينو چې په دې حواله ارزاني، علي محمد مخلص، دولت لواڼي، واصل، مرزاخان انصاري اؤ کريم داد بنګش اؤ د همدغې روښاني ډلې نورو زياتو شاعرانو پخپله شاعرۍ کښې د انسان د اخلاقي تشخص، د دنيا د بې ثباتۍ، تصوف کښې د سلوک مختلفې درجې اؤ د شيخ د لاس نيوي نه واخلې بيا تر کماله رسېدل دا هر څۀ بيان کړي دي.
خو افسوس دا دى چې د روښاني دور هغسې ادبي اؤ علمي څېړنه نۀ ده شوې کومه چې اوس هم د دوئ حق دى. ديوانونه ضرور زيات شوي اؤ چاپ شوي هم دي. په سرسري انداز کښې مضمونونه هم پرې ليکل شوي دي خو چا ئې د ژورو نه هغه ملغلرې په بسيار ډول نۀ دي رابرسېره کړې چې د دوئ د حقيقي مقام تعين پرې وکړى شي. د دې کم توجهۍ کۀ هر څۀ جواز پيدا کړل شي هغه به زمونږ د کم فهمۍ و خوا ته اشاره کوي. ځکه چې ادب کۀ کله هم يؤ اړخيزه نظرياتي څۀ شى جوړ شي خو د هغۀ د فکري اؤ تخليقاتي اړخ د سپېځلتيا نه انکار نۀ شي کېدى. هغه بائد چې و نړۍ ته اؤ بيا په خصوصيت سره پښتنو ته پخپله حقيقي بڼه کښې د فکري، تخليقي اؤ علمي ژورتيا سره وړاندې کړل شي. نو دا به په ادب کښې د موضوعاتو اؤ د شخصياتو تعين نور هم په ښکاره اؤ ښائسته ډول وکړي.
د پير روښان سره په خوا کښې اؤ په مقابله کښې د اخوند دروېزه بابا مکتب هم د تصوف په اړه خپل نوم لري. د دغو دواړو د مناقشې نه چاته څۀ فائده ورسېده اؤ څۀ نقصان، دا يؤ جدا بحث دى. خو پښتو ادب ته ئې دا فائده ورسېده چې د بايزيد روښان د "خير البيان" اؤ د اخوند دروېزه د مخزن څخه د پښتو ادب تحريري بنيادونه کېښودى شول.
د بايزيد روښان د خير البيان نه علاوه نور تصنيفات هم شته چې نومونه ئې په دا ډول دي:
١_ صراط التوحيد، ٢_ مقصود المؤمنين، ٣_ فخر الطالبين، ٤_ حالنامه، ٥_مکتوبات پير روښان، ٦_ پښتو رسم الخط. په دغو کښې خير البيان، صراط التوحيد اؤ مقصود المؤمنين د تصوف په حقله کتابونه دي.
د روښاني تصوف نور هم ډېر نوموړي پيروکاران تېر شوي دي چې په سر کښې ئې د ارزاني خويشکي نوم راځي. د دۀ معلوم اثار پنځو ته رسېږي چې نومونه ئې داسې دي: ١_ د اشعارو ديوان، ٢_ بې نومه رساله، ٣_ حکايات رسول، ٤_ د ارزاني منثوره رساله، ٥_ مراة المحققين.
دغه رنګه ميرزاخان انصاري صاحب کتاب اؤ صوفي مشربه انسان ؤ. واصل روښاني، علي محمد مخلص، کريم داد بنګښ، دولت لواڼى اؤ قادر داد د روښاني ډلې هغه تکړه ملګري وو چې د تصوف په  رنګ کښې ښائسته شوي شعرونه به ئې وئيل. اؤ چاپ شوي ديوانونه ئې د دې خبرې ګواه دي.
اخوند دروېزه بابا يؤ عالم متشرع اؤ د سلوک اؤ معرفت څخه ئې برخه درلوده. دۀ مخزن اسلام د روښانيانو سره د مخالفت تر اغېزې لاندې په مقابله کښې ليکلى ؤ. د دۀ پسته د دۀ ځوئ کريم داد هم د خپل علم اؤ عرفان اؤ د تصوف په خپله علاقه کښې مشهور شوى ؤ. د دۀ الف نامه ډېره مشهوره شوې ده. اؤ ډېرې شرحې ورباندې ليکل شوې دي. دۀ د عرفان هم هغه اصطلاحات په کار راوستلي دي چې روښاني شاعرانو خپل کړي دي.
پښتو ادب کښې د خوشحال خان خټک اؤ د هغۀ د کورنۍ ډېره غټه برخه ده. پخپله خوشحال بابا د موضوعاتو په حواله د جامعيت  اؤ اکمليت د صفاتو سره متصف دى. د دۀ په کلام کښې د تصوف پلوشې هم ليدلى شي. ستر حمزه شينواري خو د دۀ په يؤ شعر د وحدت الوجود په حواله بشپړه  کتاب ليکلى دى.
د خوشحال بابا په ځامنو کښې عبدالقادر خټک، سکندر خان خټک اؤ کاظم خان شېدا د تصوف په حواله په زړۀ پورې شاعري کړې ده. ديوانونه ئې چاپ دي اؤ نور اثار ئې هم مخې ته راغلي دي.
خواجه محمد بنګش د خوشحال خان خټک د زمانې يؤ بل تکړه، نازک خياله اؤ د تصوف اؤ سلوک د لارې سالک شاعر ؤ اؤ ډېر ښکلي اشعار ئې په ډېر هنر د تصوف په باب کښې وئيلي دي.
عيسى اخونزاده هم د خپلو اشعارو په رڼا کښې صوفي مسلکه شاعر دى. دا اؤ خواجه محمد بنګش په دې حواله هم منفرد ګڼل کېږي چې په ادبي لحاظ خپل خپل سبک لري.
په دا دور کښې نور هم ډېر شاعران د صوفي شاعرانو په قطار کښې شمارل کېږي لکه ميا علي محمد، جان محمد، سيد حسين، صديق، شيخ آدم، اخوند ميا، ګنډېر اؤ فتح شاه.
پښتو ادب کښې د رحمان بابا په حقله داسې يؤ پښتون به نۀ وي چې د رحمان بابا په صوفيانه کلام اؤ مسلک به مئين نۀ وي. بلکې حقيقت خو دا دى چې کۀ خوشحال بابا د قوم پرستې شاعرۍ په حواله پښتنو کښې خپل قدر اؤ عزت پيدا کړى دى نو رحمان بابا د تصوف په حواله په زړونو کښې ځاى موندى دى. اؤ په همدغه سوب پښتو شاعرۍ کښې د خوشحال بابا اؤ د رحمان بابا مکتبونه څنګ په څنګ تر اوسه راروان دي. د رحمان بابا په لاره پاخۀ تلونکيو کښې يونس خيبري اؤ مهين خليل د تصوف په باب شاعري کړې ده.
اخوند ګدا اؤ حافظ الپوري هم د خپل عاشقانه اؤ عارفانه کلام په حواله د پښتو صوفيانه شاعرۍ کښې په قدر يادول کېږي. مصري خان ګګياڼي، معز الله مومند، قاسم علي اپريدي اؤ کامګار خان خټک هم د پښتو شاعرۍ هغه څټې دي چې د متصوفانه شاعرۍ په حواله ئې خپل نومونه ګټلي دي.
عبدالحميد مومند کۀ يوې خوا ته د خپل سبک په حواله نوموړى دى نو بلې خوا ته د خپلو مجازي عشقيه اشعارو اؤ د صوفيانه رنګ په حواله هم پښتو شاعرۍ کښې ډېر نمايان دى. د خوشحال بابا، رحمان بابا د مکتب نه علاوه پښتو شاعرۍ کښې د حميد بابا مکتب هم تراوسه تقليد کېږي.
علي خان ممنزئي يوه بله داسې نامه ده چې پښتو شاعرۍ کښې د هغۀ د خوږ عرفاني کلام نه انکار نشي کېدلى.
په صوفيانه شاعرۍ کښې د رحمان بابا د شاګردانو يؤ اوږد فهرست دى چې په دغو کښې د کواټ د ځنګل خېلو اوسېدونکى پير مطيع ا لله شاه بخاري د تصوف په موضوعاتو ډېره ښه شاعري کړې ده اؤ حق لري چې نوره څېړنه پرې وکړى شي.
د رحمان بابا د مکتب شاګردان په افغانستان کښې هم ډېر تېر شوي دي. په دغو کښې د تصوف موضوعاتو، د اخلاقي اؤ عرفاني شاعرۍ په حواله حاجي جمعه بارکزئي، عبدالغفار هوتک اؤ ميا شېرمحمد هوتک د قدر وړ  نومونه دي.
د صوفيانه شاعرۍ په دې لار کښې د محمدي صاحبزاده، عبدالعظيم بابا، احمدشاه بابا، قنبر علي اورکزى، ملا محمد حافظ بارکزى اؤ ملا اياز نيازي هم ښکاره ولاړ دي.
د خوشحال بابا کړوسي کاظم خان شيدا هم په کلام کښې د تصوف ګلونه پاشلي دي.
مرزا حنان بارکزى د کندهار د دبستان يؤ ډېر ښکلى، نازکخياله شاعر دى، شعرونه ئې د تصوف په شيرينۍ خواږۀ دي اؤ دا حق لري چې ژوره څېړنه پرې وشي.
پيرمحمد کاکړ چې په اصل کښې د مسلم باغ بلوچستان د سيمې اوسېدونکى ؤ اؤ د احمدشاه بابا په زمانه کښې کندهار ته تللى اؤ هلته وفات شوى دى خپل علمي شهرت اؤ فضيلت لري. اشعار ئې صوفيانه رنګ لري. د دۀ په لاره تلونکې يوه نامه شمس الدين کاکړ هم ده چې مجازي رنګ لري.
ملا خير الله هوتک هم يؤ باعمله صوفي اؤ د تصوف د لارې يؤ تکړه لاروى ؤ. اشعار ئې په زړۀ پورې صوفيانه رنګ لري. دغه راز جانان هوتک، عبيدالله، ملا شاه پسند، ميا قمردين، اخوند کبير، محمد اسلم لوڼ، مسافر مروت، د غزني خواجه احرار د افغانستان د سيمو د صوفي شاعرانو په قطار کښې ولاړ دي. جان محمد کاکړ د ژوب د سيمې اوسېدونکى دى. اشعار ئې ديني، اخلاقي اؤ صوفيانه بڼه لري.
علامه عبدالعلي اخوندزاده د خالوزئي ضلع پشين اوسېدونکى دى. عالم، حکيم اؤ ګرځنده شخصيت ؤ. په علاقه کښې مشهور ؤ. شعرونه ئې عشقيه اؤ صوفيانه بڼه لري.
اميرحمزه خان شينوارى د شلمې صدۍ په پښتو ادب کښې د تصوف په حواله لوړه نامه لري. د شعر نه علاوه په نثر کښې ئې هم د تصوف په موضوع کتابونه ليکلي دي.
د دې لارې په اخر کښې د عبدالغني خان نامه هم د خپل مخصوص جانانه انداز په حواله برېښي.
په زنانه شاعرانو کښې د خوشحال خان خټک لور بي بي حليمه خټکه هم په صوفيانه شاعرۍ کښې خپل نوم لري.
دا مقاله محض د ابتدائي تعارف په توګه وليکلى شوه ګنې په دې کښې د ډېر څۀ د ليکلو ګنجائش ؤ کوم چې د طوالت لۀ وېرې پرېښودى شو.

ماخذ کتابونه:
١_تعارف الفرقان                ړومبى جلد               از حميد نسيم
٢_ تاريخ تصوف                                                   از بشير احمد
٣_ تاريخ تصوف                                                   از سليم چشتي
٤_ پښتانۀ شعراء        اول، دوېم، درېم جلد
٥_ د پښتو ادبياتو تاريخ                                   از عبدالحئ حبيبي
٦_ د پښتو ادبياتو تاريخ                                   از زلمي هيوادمل
٧_ فلسفى کى بنيادي مسائل
٨_ علامه اقبال اور مسلم فکر کا ارتقاء