چې واده ونکړې

ابراهيم شاه صابر

کوېژدن دې وکړه خو اوس تښته چې واده ونکړې
مونږه ليدلې ده دا سخته چې واده ونکړې

نه به دې ناز وي بيا په کور کې نه به قدر وي ستا
څوک به دې نه ګوري بيا مخ ته چې واده ونکړې

د غټ غويي پشان "عاجز" کړو واده خاورې ايرې
سهار ماښام يې وهي په لښته چې واده ونکړې

لکه سړى چې د بازار څوکيداري ونيسي
تلاى به ترې نشې بل اړخ ته چې واده ونکړې

نن خو خوشاله يې خندېږې چې واده مې وکړو
بيا به خپل سر وهې په ښخته چې واده ونکړې

که ته زما "صابر" منې نو موقع اوس هم شته دى
سبا سهار ووځه د وخته چې واده ونکړې