ښايسته ښځې
والټ ويټمېن
له انګليسي ادب څخه
ژباړه: محمود اياز

ښځې دي ناستې يا روانې لکه زرکې د خيال
ځينې په څېر د ډوبېدونکو سايو
ځينې پشان د غوړېدونکي سپرلي
څومره دى ښکلى غوړېدونکى سپرلى
خو دا ښکلا
د ډوبېدونکو سايو
د دې سپرلي نه زياته ځوانه ښکاري