غزل

شاهد علي شاهد

سترګې لېونۍ دي مينه هم کوي، شر هم کوي
زوړ زخم ګنډي ګرانه، خو نوى پرهر هم کوي

خداى زده چې ګل چين دى، که د ګل مالي يې وګڼم
وينم چې ګلونه رېژوي، ولې کر هم کوي

ماته يې په ژبه او په زړه کې لوي تضاد ښکاري
لاس مې په سر هم ږدي، خو سودا مې د سر هم کوي

څنګه خپل خاطر د يار په ستغو سپورو دروند کړمه
پټه پټه ما سره ياري د نظر هم کوي

سترګو کې او زړه کې د الفت سيندونه هم لري
جبر که حيا ده خو پېښې د شمر هم کوي

ما په خپل کمال په يار بې حسه يار مئين کړلو
غرونه که د کاڼو دي، خو رنګ رنګ نښتر هم کوي

ستا د لېونۍ مينې غمونه ترې هم تاؤ دي خو
ستا شاهد په يو سر مقابله د لښکر هم کوي