د پښتو پرون، نن اؤ سبا

ډاکټر ميا سهېل انشاء

(لومړۍ برخه)

I

ژبې په څو کورنيو کښې وېشلې شوې دي. په دېو کښې يوه د لرغوني هندواروپائي ژبو کورنۍ ده. چې د دنيا د نيمو استوګنو مورنۍ ژبې په دې ستره کورنۍ کښې تشکيل شوې دي. دا کورنۍ د ژبنيو کورنيو په قطار کښې ټولو کښې ستره اؤ لويه کورنۍ ده . په دې کورنۍ کښې يوه ذيلي کورنۍ د هندي، ايراني، يوناني اؤ ارمينائي ژبو احاطه کوي. ددې يوه ذيلې لړۍ د يوناني ژبو اؤ بله د هندو اروپائي او ارمينائي ژبو احاطه کوي. د دې بلې لړۍ نه يوه ذيلي لړۍ ارمينائي ژبې ته لاره مومي اؤ بله ذېلي لړۍ هندو ايراني ژبې خپلو کښې سره ګنډي. دا لړۍ دوه ښاخونه لري. يؤ ايراني اؤ بل هندي. ايراني ښاخ کښې نورو ژبو سره يوه ژبه پښتو هم ده.
د دې بحث مطلب داشو چې پښتو ډېره زړه ژبه ده. خو د دې  ژبې د زوړ تحرير بېلګې کمې ترلاسه کېږي. تر اوسه پورې زمونږه په لاس کښې هغه درې مېسره ايزه هجائي شعر شته چې د لوى دارايوش د حکومت په دوران کښې ( ٤٨٦-٥٢٢ ق-م ) د بغستان ( بې ستون ) په غر يؤ ډبر ليک په شکل کښې وليکلى شو. هغه درې مېسره ايزه داسې ده.
نې ارې که       آ     هم                                                                         شپږ څپې
نې دروجه نه    آ      هم                                                                         شپږ څپې
نې زور که ره    آ      هم                                                                         شپږ څپې ٢

              د نوې وېنا مطابق ئې داسې وايو:
1) نې ( نۀ  ئې )  اړيکه  وم  (  د هيچا  اړېکى، مانع اؤ خنډ  نۀ  وم )
2) نې ( نۀ ئې ) دروجنه  وم  (  نۀ ما چا سره دروغ اؤ چل درلود )
3) نې ( نۀ ئې ) زوړ کړه وم  ( نۀ په چا زور کړونکى  وم ) ٣
دې دوه نيم زره کلن ډبرليک نه پس بيا ډېره موده خاموشي ده. د پښتو د ليک په بابله ډېره موده پس يؤ نوم زمونږه مخې ته راځي. دا نوم قبل مسيح کښې د يؤ يوناني بادشاه دى چې په هند ئې حکومت کولو. اؤ د دۀ  دارالحکومت ساګالا ؤ چې نن سبا ورته سيالکوټ وائي. دا يوناني بادشاه مېنندر ؤ چې بالاخره ئې بدهـ مت قبول کړو اؤ نوى نوم ئې ملندا شو٤. دۀ به غالباً ١٤٥ق-م نه  ١١٥ق-م، بلکې ممکنه ده چې تر ١١٠ ق-م  پورې حکومت کړى وي.٥ د بدهـ مت عالم ناګاسېنا سره د دۀ بحثونه شوي دي. چې د سوال اؤ ځواب په شکل کښې وو. اؤ يؤ کتاب ترېنه تيار شو چې نوم ئې "ملندا پرسنايا" کېښودلى شو.( همدغه م–١٠) د دې تصنيف چرته پخوا زمانه کښې پالي ژبه کښې ترجمه وشوه.
خو اصل کښې دا کتاب کومه ژبه کښې ليکلى شوى ؤ؟ د دې په باب د کشمير د مشهور تاريخ "راج ترنګني" انګريزي مترجم په ٧٤٥  مخ وړومبنۍ ضميمه کښې داسې وائي:
“The Milinada Panho was originally written in old Pashto of which no copy is now existed”.
 ( ترجمه ): " د ملېنډا پڼهو اصل متن په زړه پښتو ژبه کښې ليکلى شوى دى چې اوس ئې نقل وجود نۀ لري". دا مترجم  زنجيت سيتارام پنډت نومېږي.٦ ښکاري چې دلته د کتاب اصل نوم راغلى دى او " ملنډا پرسنايا"  ئې پالي ترجمه ده.
دې نه پس دا د ٣١ اګست ١٩٥٧ء کال خبره ده چې د E.BENVENISTE   په مرسته  J.DEMENASCE   له خوا په مونېشن کښې د ختيځپوهنې نړيوال کانګريس ته د ارياني ژبې هغه پنځۀ ويشت کرښيز ډبرليک د پروجېکشن په ذريعه وښودلى شو کوم چې د سرخ کوتل ډبرليک په نوم يادېږي. په دې ډبرليک کښې د کوشاني بادشاه کنشکا نوم دوه ځله راغلى دى. ٧
استاد حبيبي دا ډبرليک د کنشکا د مرګ نه اتۀ کاله پس ددۀ زوي واسېشکا د دور (١٦٠ع ) سره منسوب ښائي اؤ دا په يوناني رسم الخط کښې د فارسۍ اؤ دري ژبو د مور په توګه معرفي کوي.٨ ولې د نوميالي ژبپوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار د وېنا له مخې دا ډبرليک د ارياني ژبو د شرقي ډلې وسطي دورې سره اړه لري. چې په کښې پښتو اؤ پاميري ژبې شاملې دي نۀ چې دري يا فارسي ژبې٩ (  وګورئ دوېمه نقشه )
په منظم شکل کښې د پښتو ژبې د نثر يا نظم تحريري بېلګه د جهان پهلوان امير کروړ غوري سوري شنسب هغه وياړنه ده چې د وېنا کال ئې ١٣٩ هـ ( ٧٥٧ ع ) ښودلى شوى دى ولې دلته به دا وېنا بې ضايع نۀ وي چې ددې وياړنې دا کال کم ازکم نهه کاله نور هم وړاندې دى. مونږ سره دې وخت کښې " پټه خزانه " يوازينى ماخذ دى. هلته د محمد بن البستي د کتاب تاريخ سوري په حواله د اميرکروړ په باب داسې ليک شوى دى:
 " ...  د عباسي دعوت په جنګو کښې ډېرې سوبې وکړلې، نو ئې دا بيتونه وئيل چې (( وياړنه )) ئې بولي .....". ١٠

د دې عبارت مطلب دا شو چې دا وياړنه د عباسي دعوت د جنګونو په دوران کښې وئيلې شوې ده. نۀ هغه وخت کله چې امير کروړ د غور په منديش کښې امارت اختيار کړو. دا جنګونه کله شوي دي د دې په باب عبدالحي حبيبي د کال ١٢٤ هـ  د واقعاتو په ضمن کښې داسې ليکي:
" ابو مسلم کوفې ته ولاړ اؤ په مکه کښې د امام ابراهيم عباسي مريد شو. اؤ د اهل عباس دعوت شروع شو." ١١

بيا د ١٣٠-١٣٧ هـ ق  نېټه ليک لاندې ليکي:
" پر خراسان د ابو مسلم د اقتدار دوره". ( همدغه، م ١٢ )

مطلب دا چې ١٣٠هـ ق کښې ابومسلم خراسان فتح کړى ؤ اؤ اميرکروړ چې د عباسي جګړو پر دعوت کښې کومې سوبې ( فتوحات ) کړې وې هغه کال ١٣٠ هـ ق کښې بشپړې شوي وې.
 يؤ بل اثر کښې د جدول په شکل کښې داسې ليکلې شوي دي:
(ترجمه): "مسلم په خراسان کښې د بغاوت بېرغ پورته کول".٧٤٦ع/(١٢٩هـ).١٢ ابو مسلم نصر بن سيار ته شکست ورکولو سره سم فرغانه اؤ خراسان باندې قبضه کول -٧٤٧ ع  ( ١٣٠ هـ ) - ( همدغه ، م ٢٣٠ ).
د دې ټولو تاريخي شواهدو په رڼا کښې د اميرکروړ وياړنه:
" زۀ يم زمرى پردې نړۍ له ما اتل نسته "
عباسي دعوت کښې د فتوحات په کال يعنې١٣٠هـ ق (٧٤٧ع ) کښې اوئيله نۀ چې ١٣٩هـ-ق  ( ٧٥٧ ع ) کښې. دې وړومبنۍ معلومې شعري  بېلګې نه پس پښتو ژبې اؤ ادب د ډېر اوږد ولې کړکېچن سفر آغاز کړى دى.

II

د پښتو ژبې د ماضي يعنې پرون په بابله چې خبرې کوو. نو د پښتو پرون د نقصان نه ډک ؤ. پښتو ته چې څومره تاوان اؤ زيان پرون يعنې ماضي کښې رسېدلى دى دومره ورته اوس يعنې نن نۀ دى رسېدلى. ددې تاوان يؤ څو شکلونه په دې توګه وړاندې کولى شو:
 (١)  د پردو نه څۀ ګيله، پښتو سره چې څومره زور،  ظلم اؤ زياتى خپلو حکمرانانو کړى دى  دومره به ورسره شايد چې دښمن نۀ وي کړى.  دښمن ته خو دا موقع هم دې حکمرانانو برابر کړه . په هند کښې پښتانۀ څو پېړۍ حکمرانان وو ولې ژبه ئې حکمرانه نۀ وه. دې حکمرانانو به په هند د حملې کولو په وخت د روه پښتنو ته اپيلونه کول چې راځئ هندوستان باندې يرغل کوو. ددې بادشاهانو ګټې به ددې پښتنو په وجه ممکنې شوې. خو دا بادشاهان به چې دربار ته ورسېدل نو پښتو اؤ پښتانۀ به دربار نه داسې اوتل لکه کوچو نه  مچ. داسې ښکاري چې ياخو دا حکمرانان د ژبې په اهميت نۀ پوهېدل اؤ يا کنې د مجرمانه غفلت ښکار شوي دي. د دوئ شاهانه کارنامې به ډېرې د ستائينې وړ وي. خو دا يؤ غفلت ئې هم د ډېر نقصان وجه ګرځيدلى دى. د تاريخ د مطالعې په دوران کښې مونږه ګورو چې محمود غزنوي په هندوستان باندې د پښتنو د طاقت په وجه برى مومي ولې د مور له خوا دا پښتون محمود په خپل دربار کښې د يؤ زر تنو فارسي شاعرانو ټولنه جوړوي اؤ ددې ټولنې ملک الشعراء عنصري بلخي ګرځي. ولې په دې زرو کسانو کښې يؤ پښتون شاعر، اديب، مؤرخ اؤ عالم ته ځاى نۀ ورکولى کېږي.١٣
بل  لوري ته د سوري بادشاهانو په دور کښې هندۍ ژبې اؤ ادب هم شانداره ترقي کړې وه. سوري بادشاهان د هندۍ ژبې په روزنه کښې ډېر کوشان وو اؤ په هره ممکنه طريقه به ئې دوئ په توسيع اؤ خورونه کښې کوشش کولو. په دغه دور کښې پښتنو هندي خپله ژبه کړې وه . اؤ دخپلې مورنۍ ژبې په ځاى  به ئې هندي وئيله ....... دې بادشاهانو به په پرګنه کښې د فارسۍ وقايع نويس سره هندي وقايع نويس هم مقررولو.١٤ دې دواړو مثالونو نه به واضحه شوې وي چې پښتنو حکمرانانو سېوا د پښتو نه نورې  ژبې خپلې ګڼلې اؤ خدمت ته ئې تياروو.
(٢)  کله چې د پښتنو دښمنانو ته پته ولګېده چې پښتون حکمران خو هډو په ژبه غېرت نۀ کوي نو ددوئ سترګې هم برندې شوې. نو دوئ ښۀ په شعوري توګه پښتو اؤ پښتانۀ د دربار نه اوېستل . د سلطان بهلول لودي په دور کښې يؤ مُلا ؤ چې قادن نومېدو. دۀ په جماعت کښې خطبه ورکوله اؤ سلطان بهلول هم جماعت کښې خطبه اورېدله. د خطبې ختمېدو نه پس د کوزېدو په وخت کښې ئې داسې وينا پېل کړه: ".... سبحان الله عجيبه  قوم پېدا شوى دى. نۀ پوهېږم چې د دوئ په مينځ کښې به چرته د دجال بالکى وي. د دوئ ژبه دا ده چې مادر ته مور وائي اؤ برادر ته ورور وائي اؤ ديه  ته  شور وائي اؤ سياه ته تور وائي اؤ ديګر ته نور وائي. د دې وېنا په وخت کښې سلطان بهلول رومال خُلې ته نېولى و اؤ مُسکى کېدلو. وې وئيل  مُلا قادنه بس که چې مونږه هم د خداى بندګان يو".١٥ دې واقعې نه دومره پته لګي چې دپښتنو بادشاهانو د بې غورۍ اؤ په دې لړ کښې التماسانه رويې (Appologetic Behaviour ) د هند عام وګړي څومره زړه ورکړي وو. چې د سلطان مخکښې د هغۀ مورنۍ ژبې اؤ قوم  پسې د جماعت يؤ عام مُلا څومره د زړۀ د اخلاصه بد رد وائي.
(٣)   پخوا پښتونخوا کښې د ترقۍ د نشتوالي له کبله به اولس د روزګار سلسله کښې زياتره هند اؤ کمتره ايران ته په تګ مجبور ؤ. دوئ  به چې لاړل نو يؤ دوه درې نسلونو پورې به ئې کور کلي سره رابطه ساتله اؤ راشه درشه به ئې کوله . ولې بيا به وروستني نسلونه مستقل طور سره دغلته اباد شول. د هندوستان سرزمين د زوب کولو د لوښي يعنې Melting Pot  په نامه شهرت ګټلى دى. دغه وجه ده چې هر پردى، هر مهاجر، هر يرغلګر اؤ هر فاتح په دې محکوم شوى دى چې خپل هويت له لاسه ورکړي١٦. کۀ دلته څوک دا اعتراض کوي چې هر کله هندوستان د زوب کولو لوښى دى نو بيا پښتنو حکمرانانو ته څۀ ګناه وه چې مونږه  ئې د پښتو نۀ درباري کولو په وجه ګرَموو؟ ځواب  ډېر اسان اؤ ساده دى. په دې زوب کوونکي لوښي کښې چې دوئ يوې پردۍ ژبې ( فارسۍ) ته توجه ورکوله نو دوئ په هند کښې ولې خپلې ژبې ته توجه نۀ ورکوله. اوس کۀ په هند کښې د ډېرې مودې نه مېشته نسل وائي چې " مين  پټهان هون " اؤ يا دافغانستان په شمالي ولاياتو کښې مېشته نسل وائي چې " من پښتون هستم " نو دا صرف يوه نېکه جذبه ده اؤ په درنه سترګه ورته کتل په کار دي. خو د پښتونخوا په ودې اؤ ترقۍ کښې کۀ د دوئ دا نېکه جذبه په کار راتلى شي نو تر ډېره کم حده پورې.
 (٤) کۀ چېرې مونږه په تاريخ کښې دا خبره سمه وګڼو چې اخري عمر کښې شېرشاه سوري څلور خواهشات لرل. چې په کښې يؤ دا ؤ ..... چې د  روه  ټوله علاقه شاړه کړي اؤ د دې علاقو خلق د نيلاب ( اباسين ) نه د " نندانې اؤ شوالک " تر غرونو بلکې ان د لاهور پورې مېدانونو کښې اباد کړي وى. چې د مغلو هرې حملې دپاره  يؤ ديوال وي. ... د دې فايده به داهم وه چې د روه  د پښتنو ژوند به ارام اؤ فراغت کښې تېرېدو اؤ دوئ به د يؤ مهذب اؤ اسوده ژوند خاوندان شوي وو١٧ نو دا ددې ستر واکمن په خپل وخت سره يؤ ډېر ښۀ خواهش ؤ. خو ددۀ دې خواهش سره به پښتون ورک شوى ؤ. ددې په باب د تاريخ يؤ متخصص وائي: "... شېرشاه چرې هم په دې حکمت عملۍ کار نۀ ؤکړى. دۀ د بهلول لودي په شان د روه استوګنو ته دعوت نامه نۀ وه لېږلې چې افغانان دې هلته نه راشي اؤ دلته هند کښې دې سکونت اختيار کړي." ١٨  د لودي حکومت په دور کښې د ګومل ناوې نه  پښتانۀ هند ته راغلل اؤ اباد شول. دا قبائل لودي حکومت دپاره سر دردى جوړ شوي وو..... شېرشاه هم دا نۀ غوښتل چې دريائي سند هغې غاړې نه د هغۀ عزيزان، تربوران زيات تعداد کښې راشي اؤ دۀ دپاره دې سر درد جوړ شي. ( همدغه ٤١-٤٤٠ ).
"کۀ چېرې دا تسليم کړى شي چې دا د شېرشاه د ژوند اخري خواهشات وو اؤ عباس چې څه وئيلي دي نو دا ګپ شپ نۀ دى نو مونږه  ته د پاک رب شکر ادا کول په کار دي چې د شېرشاه مرګ د پنځؤ کالو مختصر وخت کښې راغلو. دا د شېرشاه اؤ د روه د پښتنو خوش قسمتي وه چې هغه د خپلو دغو خواهشاتو تکميل ونۀ کړى شو. اؤ دا ارمانونه ئې باقي پاتې شول. دې ته عملي شکل ورکولو سره به نۀ صرف د روه  پښتانه تباه شوي وو بلکې د شېرشاه عظمت اؤ شهرت به هم ختم شوى ؤ. لېکن حقيقت دادى چې شېرشاه کښې د عباس په مقابله کښې د توازن طبع زياته وه... د ويدي دور نه پښتون اولس د خپلو بزرګانو بنجر وطن سره د زړۀ مينه اؤ نسبت ؤ.دوئ ته خپل خشک غرونه اؤ ژور غارونه دومره عزيز دي څومره چې عربيانو دپاره خپل رېګستانونه يا منګولو دپاره د مينځني ايشيا د وښو مېدانونه". ( همدغه  ٤٠-٤٣٩ )

کۀ مونږه دا خبره حتمي طور سره ومنو چې داد شېرشاه خواهش نۀ ؤ بلکې د عباس سرواڼي خيال ؤ. نو دا مونږه ته د هغې زمانې د پښتنو مؤرخينو يوه ذهني خاکه لاس ته راکوي. چې دوئ لا تر اوسه د قوم په تشکيل کښې د ژبې اؤ خطې د اهميت نه خبر نۀ وو. لکه چې څومره شېرشاه سوري خبر ؤ.
" هغۀ اندروني اؤ بېروني دواړو ځائيونوکښې د افغانانو د قومي بېدارۍ طاقت د مغلو خلاف استعمال کړو. دۀ په ښۀ طور سره دا پوهه حاصله کړې وه چې د هندوستاني سلطنت د تحفظ دپاره بهترين احتياط د پښتنو قبيلو خپل وطن کښې قومي بېداري ده . هغۀ د دوئ د مستقبل د نصب العين حاصلولو دپاره د دهلي اؤ لاهور په ځاى کابل اؤ کندهار طرفته خپله توجه راګرځولې وه .مغلو خلاف د خپلو کاميابيانو سبق ښودلو اؤ ددې مثال پېش کولو په ذريعه هغۀ پښتنو کښې د قوميت تخم کرلى ؤ. لېکن کوم سرزمين کښې چې زهرجن قبائلي ماحول وي هلته د قوميت جرړې ډېر وروستو پائيداري مومي". ( همدغه  ٤٢-٤٤١ ) .

د تاريخ په اوږدو کښې به دې ملک ته لکونو پښتنو کوچ کړى وي اؤ نن سبا به ئې ابادي کروړونو ته رسېدلې وي. اوس کۀ هسې د ذاتي انا د تسکين دپاره داخبره کوو چې يره دوئ هم نسلاً پښتانۀ دي نو دا ځان له د دوکې ورکولو مترادف دي. يوه داسې دوکه چې هندوان  راپاڅي اؤ اوائي  چې يره د برصغير مسلمانان خو نسلاً هندوان دي اؤ يؤ ځل به بيا واپس خپل دين ته راګرځي. دغه شانتې به وړومبنۍ خبره هم احمقانه وي. سمه خبره دا ده چې دهندوستان پښتانۀ د پښتونخوا هېڅ په کار نۀ شي راتلى څنګه چې د بخارا اؤ ترکستان سېدانو پښتونخوا ته مهاجرت وکړو. اؤ دلته آباد شول اوس دوئ د بخارا يا ترکستان هېڅ  په کار نۀ راځي. دغه شان هند ته مهاجر شوي دغه پښتانۀ هم د پښتونخوا په ترقۍ کښې د څۀ قسمه رول لوبولو جوګه نۀ دي.

III

په کوزه پښتونخوا کښې د پخوا نه واخله تر معاصرې ادبي دورې چې پېل ئې د نولسمې پېړۍ په اخر يا د شلمې پېړۍ په سر کښې شوى ؤ١٩ پښتو ژبې ادبي لحاظ سره ډېره ترقي کړې وه. بيا چې کله د هند ځمکه په دوؤ برخو کښې ووېشلې شوه نو پښتانۀ په پاکستان کښې راغلۀ. دلته د بهر نه راغلي حکمرانانو(Imported Rulers)   يؤ بهرنى کلچر، بهرنۍ ژبه، بهرنى فرهنګ اؤ بهرني نظريات د پاکستان په ټولو خلقو باندې ښۀ په شعوري سطح متعارف کړل. دلته هر څيزImported  ؤ. څومره پورې چې د ژبې مسئله ده نو د ځينو خلقو په نزد دا يؤ ښۀ عمل ؤ. ځکه کۀ د کومې صوبې ژبه ئې قومي ګرځوله نو د نورو قومونو خلقو به واوېله کوله٢٠ اؤ کۀ وګورو نو واقعي داسې قسمه يؤ کثيرالقومي مملکت کښې د رابطې اؤ تعليم ژبه هر څومره کۀ اردو کېدل څۀ ناوړه عمل نۀ ؤ. ولې دا خو ډېر زور، ظلم اؤ زياتى ؤ چې د نورو قومونو ژبې ئې ښۀ په شعوري توګه د مختلفو ادارو نه داسې طور سره ووېستلې لکه څوک چې کوچونه مچ لرې کوي. اؤ پنجابي - مهاجر مخوري قوتونو (Punjabi-Mohajir Axial Forces) داسې پروپېګنډه پېل کړه چې يره دا نورې ژبې د تعليم د ذريعې د جوړېدو اهل نۀ دي. دوئ متحده پاکستان کښې د نيمې نه زيات اکثريت لرونکي قوم ( بنګال ) ژبه هم د بنګاليانو د ذهنونو نه اوېستله.  بنګاليان په خپله ژبه ډېر مئين خلق وو. اؤ هغوئ په ٢١ مه فروري ١٩٥٢ء د بنګالۍ ژبې د نفاذ  دپاره ډېرې قربانۍ ورکړې چې اوس يونيسکو هم په دې نسبت  ٢١مه فروري د مورنۍ ژبې د حقونو ورځ ګرځولې ده٢١. دغسې سندهيانو ١٩٧٢ء کښې د سندهۍ ژبې د تعليمي اؤ دفتري  ګرځولو دپاره بې کچه قربانۍ ورکړې اؤ نن سندهي د سندهـ دفتري اؤ تعليمي ژبه ده. ولې ډېره د افسوس خبره ده چې پښتنو هغه هومره قربانۍ ور نۀ کړې. حالانکې پښتو يوې ژبې سره سره د ژوند تېرولو يؤ دستور هم دى. دلته په فوج کښې افيسر رېنک کښې د برترۍ ا حساس قائم اؤ دائم ساتلو دپاره خپلو بچو سره اردو کښې خبرې اترې کول دتهذيب اؤ تمدن يوه ذريعه وګرځېده. اؤ دوئ به ښۀ په شعوري طور سره د پښتو ژبې سپکاوى کولو. دې ناوړه عمل ورو ورو سول بيوروکرېسۍ ته هم لار وموندله اؤ دوئ هم دغه لار د تمدن لوړتيا وګرځوله. په سکولونو اؤ کالجونو کښې هم ورته د اختياري ژبې حېثيت ورکړى شو. هغه ژبه چې ١٨٨٩ء  کښې د شمس العلماء علامه سيد قاضي ميراحمدشاه رضواني په کوششونو د پنجاب يونيورسټۍ د شرقي علومو په کورس کښې شامله وه٢٢ اوس ورو ورو د ادارو نه اويستلې شوه. پخوا به ورکښې مشرانو ليک لوست کولى شو خو اوس سدوم ته بېخي شين دى. نۀ  ئې اکثر خلق ليکلى شي اؤ نه ئې لوستلى شي صرف وينا پري کولى شي. اؤ دا څومره د شرم خبره ده چې پښتو کښې وائي " يره زۀ په پښتو نۀ پوهېږم". تۀ به وائې چې کنې نورو ژبو کښې ئې نوم د دهلي په دروازه ليکلى شوى دى.
په پښتونخوا کښې محکمه تعليم کښې د ليکچرارانو يوه کوټه را روانه وه. فرض کړه چې محکمه تعليم کښې به په سلو کښې لس استاذان د پښتو اؤ شل د اردو وو. نو بيا به چې يؤ نوى کالج قايم شو اؤ کۀ لس پوسټونه به ورکښې اعلان شول نو يؤ به ورکښې د پښتو ؤ اؤ دوه به د اردو وو اؤ دغسې دا تناسب به هر نوي کالج پرانستلو سره سم روان ؤ. خو اوس داسې حالات راغلي دي چې پښتنو ته خپل حق خو خود نۀ ورکولى کېږى. البته کۀ چرته د پښتو يؤ پروفيسر ريټائر شي نو د هغۀ ريټائرمنټ سره د پښتو دا پوسټ هم ختم شي. اؤ نورو مضامينو ته منتقل شي. د اردو ژبې تش په نوم جنازې  وتلو سره خو اردودان  فوراً دا ماتمي نعره پورته کړي:
"اردو کا جنازه  هى ذرا دهوم سى نکلى"
ولې د پښتونخوا مختلفو ادارو نه دغسې دپښتو څومره جنازې اوتلې خو پښتون  تراوسه د غفلت په خوب اودۀ دى. سندهـ کښې چې سندهي دفتري اؤ تعليمى ژبه شوه  نو اوس د سندهۍ صحافت اؤ ادب اسمان سره خبرې کوي. اؤ دلته چې پښتو ژبه د بې حسۍ ښکار شوه نو ورو ورو د تنزل په حالت کښې ده. دا يؤ ډېر الارمنګ سېچوېشن دى. اؤ تاريخ  پښتون اديب، شاعر اؤ سياستدان نه دا تقاضا کوي چې ددې صورتحال مخ نيوى وکړي. خو مونږه ګورو چې دوئ ټول د مجرمانه غفلت مظاهره کوي اؤ هغه د کلاسيکي ادب نه مالا مال ژبه د لاسه ورکوي.
تر اوسه پورې مونږه له  دا خبره ډېره د ډاډ وړ وه چې کۀ چرې دلته د ژبې دغه صورت حال دى نو ښه ده په افغانستان کښې خو کم از کم قومي، سرکاري اؤ تعليمي ژبه ده. د افغانستان اديبانو له دا خبره ډېره ډاډمنه وه چې کوزه پښتونخوا کښې کۀ حکومت ورسره هر څومره ظلم کوي خو اديبان ئې ډېر ښۀ ادب تخليق کوي. اؤ د کوزې پښتونخوا اديبانو له دا خبره ډېره د نېکمرغۍ وړ وه. چې هر کله د افغانستان ائين کښې پنځۀ دېرشم نمبر ماده (دفعه) شته  دى  نو يوه ورځ به راشي اؤ هلته به دا ژبه ډېره ترقي وکړي ځکه چې دغه دفعه حکومت پابند کوي چې د پښتو ژبې د انکشاف اؤ  ودې  دپاره به کوششونه کوي٢٣. هلته د ميډيکل اؤ انجينېرۍ تعليم هم په پښتو کښې ښۀ کاميابۍ سره روان ؤ. ولې تېرو څو کالونو کښې هلته داسې حالات راپېښ شول چې د پښتو ژبې د ترقۍ رفتار په کښې اوس لوئي خطر سره مخامخ دى. اول خو دا کۀ د افغانستان په ائين کښې پښتو قومي ژبه هم وه. بيا هم د شمالي ولاياتو بيوروکريسۍ پښتو ودې ته نۀ پرېښوده. اؤ په لار کښې به ئې ورته قسماقسم مشکلات پېدا کول. خو چې کله د ١١ستمبر ٢٠٠١ء کال د واقعاتو نه پس (Post 9/11 ) افغانستان کښې کوم نوى حکومت راغلو نو دې حکومت ته يؤ نوى ائين ورکړى شو چې ورکښې د پښتو ژبې قومي حيثيت ختم کړى شو. کله چې دا ائين لوئې جرګې ته د توثيق دپاره وړاندې کړى شو نو هلته په دې مسئله خبره ډېره ورانه شوه. اؤ د ملک صدر محترم حامد کرزي  صاحب مخالفينو پدۀ باندې دا الزامات ولګول چې کرزي ته تيار ائين د بهر نه راغلى دى. اؤ کۀ د چا خوښه وي اؤ کۀ نه خو دا به لويه جرګه کښې د شريکو غړو د ناخوښۍ باوجود پاس کېږي. اؤ هم هغه د پخواني ائين پنځه دېرشمه ماده ( دفعه )  به ترېنه بهر کېږي. اوس نوي ائين کښې دا اوئيلى شول چې دري اؤ پښتو به دافغانستان سرکاري ژبې وي.٢٤ 
ولې د محترم حامد کزري مرستيال دا خبره کوي چې کرزى يؤ نېشنلسټ پښتون دى. اؤ پښتون کۀ ډېرهم  بې خونده شي خو د خپلې ژبې بد نۀ شي غوښتلى خو اوس دۀ ته داسې قسمه حالات پېدا کړى شوي دي چې يؤ لوري ته پنځويشت کلن جنګ زپلى هېواد د ټوټې کولو نه بچ ساتل دي. اؤ بل لوري ته عارضي طور سره د پښتو مسـئله پرېښودل دي. ځکه چې د شمالي اتحاد ځينې افغان دښمن خلق د افغانستان تقسيم ته لېواله ناست دي. په دې وجه کرزي صاحب له د ائين نه هغه ٣٥ م نمبر مادې (دفعې) وېستلو نه بغېر بله هيڅ څۀ چاره نۀ وه. اؤ هر کله چې کرزى صاحب د ملک وړومبني صدراتي اليکشن کښې کاميابي حاصله کړي نو بيا به ئې يؤ ائيني حيثيت پېدا شي. اؤ کۀ دې نه پس ئې هم د پښتو د ترقۍ اؤ پرمختګ دپاره څۀ و نۀ کړل نو بيا به يقيناً چې ګرَم وي. په ٩ اکتوبر ٢٠٠٤ء کال کښې افغانستان کښې د صدارت دپاره انتخابات وشول اؤ په ٣ نومبر ٢٠٠٤ء باندې اليکټرانک ميډيا کښې د کرزي صاحب د کاميابۍ اعلان وشو. اؤ سبا له په ٤ نومبر ٢٠٠٤ء باندې پرنټ ميډيا کښې هم د کرزي صاحب د کاميابۍ اعلان خپور شو. په دې اليکشن کښې کرزي صاحب ٥٥،٤٠% ووټونه حاصل کړل. د افغانستان په بادغيس، بلخ، فراه، غور، هلمند، هرات، کابل، قندهار، خوست، کنړ، کندوز، لغمان، لوګر، ننګرهار، نيمروز، نورستان، پکتيا، پکتيکا، ارزګان، وردګ، زابل ، ايران ( مهاجرين ) اؤ پاکستان ( مهاجرين ) کښې په اول پوزيشن کښې راغلو. اؤ پښتنو پرې ښۀ امنا اؤ صدقنا وکړه. بدخشان، بغلان، دائي کندي، غزني.جوزجان، کاپيسا، پروان اؤ تخار کښې ئې دوېم پوزيشن وګټلو.٢٥ ورپسې په اوم دسمبر د نوي ائين لاندې کرزي صېب د ملک د وړومبني منتخب صدر په حېثيت  حلف اوچت کړو اؤ په اتم دسمبر د نړۍ په پرنټ ميډيا کښې ئې خبر خپور شو. اوس به زمونږه سترګې دې لوري ته وي. هغه ورځ به کله راځي چې پښتو ته خپل جائز مقام ورکړى شي. يؤ وخت خو دومره بد حالت ؤ چې د رېډيو افغانستان کابل نه د پښتو جنازه وتلې وه. څومره د شرم خبره  ده چې  ريډيو ايران  زاهدان  نه خو د پښتو پروګرامونه  نشر کېږي اؤ د پښتنو ټاټوبي افغانستان کښې رېډيو نه د پښتو يوه فقره هم نۀ وئيلې کېده. دغسي RTA   ( اوس افغان ملي ټيلويژن ) نومې حکومتي افغاني T.V  چېنل باندې ٢٠ % پښتو وه اؤ ٨٠  % پرې دري خپرېده.٢٦  افغانستان کښې د پښتو ژبې د خاتمې دپاره دا لارې په شعوري توګه په کار را وستلى شي.
• کابل کښې هر قسمه پښتو مطبوعاتو باندې چيک ساتل اؤ په دې ضمن کښې د پښتون صحافي صالح محمد صالح په مخ سر باندي د وينو سېلاب راماتول .٢٧
• آئين نه د پښتو د ملي ژبې ګرځولو ٣٥ مه ماده ( دفعه )  ويستل .
• رېډيو افغانستان کابل اؤ ټي وي نه د پښتو ويستلو شعوري کوششونه کول.
بل غټ ظلم دا کېږي چې پۀ کوزه اؤ بره پښتونخوا کښې د قام پرسته پارټيانو له اړخه دې مسئلې ته په سنجيده توګه پاملرنه نۀ ورکول کېږي. کۀ چرې ددې دواړو هېوادونو مسايل هر څنګه دي خو ژبه خو يوه ده. نن کۀ د هند اؤ پاکستان پنجاب په ژبه اؤ ثقافت باندې يؤ مشترکه لائحه عمل اختياروي، نو د پاکستان اؤ افغانستان پښتون قام پرست پارټيانو ته په دې کښې څه خنډ دى؟. حالانکې د هند اؤ پاکستان د پنجابيانو مذهبونه بېل بېل دي. دلته خو شکر دى نورو اقدارو سره سره دين مو هم يؤ دى نو بيا دا مجرمانه خاموشي ولې ؟.  تاريخ د دوئ  په اوږو لويه  ذمه داري ايښې ده چى ايا دوئ خپلو خپلو هېوادونو کښې ژبې ګټي اؤ کۀ د ژبې په  سر سودا کول غوره ګڼي. بل طرفته  پښتون صدر محترم حامد کرزي صېب نه هم پښتانۀ دې طمع لرلو کښې حق بجانب دي چي هغه داسې ناوړه عمل باندې خاموش پاتې نۀ شي ځکه چې نن سبا افغانستان واحد بدبخته هيواد دى چې دلته اکثر يت د اقليت د لاسه په  ژړا سر دى.

IV

لکه چې وړاندې ورته اشاره وشوه چې د تاريخي اؤ معاشي جبر له کبله هندوستان اؤ ايران ته به لکونو پښتنو کوچ کړى وي څو پېړۍ تېرېدو نه پس اوس به دا پښتانۀ کروړونو ته رسېدلي وي. دا په تاريخ کښې زمونږه لوئي نقصان ؤ چې دومره زيات انساني وسائل                   (Human Resources) د پارسي کېدنې (Persianization) يا هندي کېدنې (Indianization) د اثر لاندې راغلل. داخبره هم وشوه چې کم از کم وړومبني درې څلور نسلونو به کلي سره رابطه ساتله. دې راشه درشه سره پښتو ژبه اؤ ادب د نورو ژبو نامانوس الفاظو، ترکيباتو اؤ ادبي اصنافو سره اشنا کېده چې ورسره د ژبې لمن پراخه کېدله. کۀ بهر دنيا کښې پښتانۀ رانه غير شول نو دلته خوکم از کم د ژبې چوکاټ پراخه کېدلو اؤ ژبې د نړيوالو حالاتو سره سم ځان کښې بدلون راوستلو. اؤ د پښتو د ارتې لمنې اؤ ښۀ هاضمې نتيجه وه چې دا ژبه د هر قسمه موضوعاتو نه مالامال کېدله. کۀ يؤ لوري ته د لکونو وګړو بائيلات کېدو نو بل لوري ته ژبې ګړنديتوب موندلو. دې سره زمونږه ژبې په نړۍ کښې ډېر معياري اؤ پرمختلى ادب  پېدا کړو. نن هغه  زمونږ  سرمايه ده. يوه داسې عظيمه سرمايه چې د پاکستان د نورو صوبو په قومي ژبوکښې ئې نۀ مثل شته اؤ نۀ مثال. دلته زمونږ ادبي نړۍ ته د پښتنو د جنګيالي سردار خوشحال خان خټک يوه لازواله شاعري رامنځ ته شوه. بل طرفته د پېښور د باړې په اوبو لوئي شوي د مشهور، معروف، قادر الکلام اؤ د اولس په قول صوفي شاعر عبدالرحمان بابا (رح) د جمال اؤ انسانيت په  کالي سينګار شوي اعجازي کلام يؤ بشپړ ديوان زمونږه لاس ته راغلو. چې لږه موده کښې ئې د پښتونخوا نه پرته نۀ صرف هند اؤ سندهـ په خپل سحر کِښې راوستل بلکې د ټولې نړۍ پاملرنه ئې ځان ته راوګرځوله. په هند کښې د هندي سبک نعرې دلته پښتونخوا ته راورسېدې اؤ عبدالحميد بابا نۀ صرف هندي سبک خپل کړو بلکې دې سبک ته ئې پښتني رنګ هم ورکړو اؤ د موشګافۍ د خطاب حقدار وګرځېدو. ورسره د هندي سبک د سرخېل اؤ د جمالياتو د يؤ علمبردار په توګه په نړۍ کښې وځلېدو. په هند کښې کاظم خان شېدا هندي سبک من وعن قبول کړو اؤ مونږه  ته ئې يوه ښه ادبي فن پاره پرېښوده.
دې څلورو عالمي شهرت يافته شاعرانو نه پرته دلته د شاعرانو  يؤ بل جماعت هم پېدا شو چې ارزاني خوېشکي، علي محمد مخلص، ميرزاخان انصاري، اشرف خان هجري، عبدالقادر خان خټک،  دولت الله لواڼى، کامګارخان خټک، علي خان ممنزى، مصري خان ګګياڼى، معزالله خان مومند، نجيب مومند اؤ سکندر خان خټک ئې غړي وو. د دوئ  شاعري به اګر چې د بره ذکر شويو څلورو شاعرانو د کلام په شان دوام داره  نۀ وي اؤ لکه د هغوئ د کلام پۀ شان شګفتګي اؤ تازګي به هم ورکښې کمه وي. خو په دوېم قطار کښې ولاړ دا شاعران زمونږه هغه سرمايه ده چې د نورو صوبو په ادبي تاريخ کښې ان  د دوئ  د پاې شاعران موندل هم ګرانه خبره ده. دې ټولو زمونږ ادب ته داسې ترقي ورکړه چې زمونږه ادب ئې د بين الاقوامي معيار جوګه کړو. دا زمونږه  هغه شاعران دي اؤ په خصوصي توګه وړومبي څلور چې د علم په ميدان کښې ئي زمونږه  تعارف نړۍ سره د يؤ ښۀ،  تعليميافته،  متمدن، ادبي اؤ فرهنګي اولس په توګه وکړو. د دوئ کلام ته د نړۍ اکثر پوهان  په دې وجه ګوته په خُلۀ دي چې د پښتونخوا په شان پس مانده علاقې کښې داسې قسمه اديبان پېدا کېدل يوه لويه معجزه ده.
د دې دومره اوږد بيان په رڼا کښې دا وئيل به بې ضائعه نۀ وي چې په داسې قسمه ادبي محيط اؤ چاپېريال کښې به پښتو خپل ځان ښۀ په نره وساتلى شي. نو د ژبو د خاتمې قدرتي لار کۀ په نظر کښې واخلو نو بيا خو په دغه لاره باندې د پښتو خاتمې تر اوسه هيڅ  امکان ونۀ لرلو. ولې د يوې ژبې د خاتمې بله ذريعه هم وي چې مصنوعي ذريعه ورته وئيلى شي. قدرتي طريقې سره يوه ژبه  بلې ژبې يا څو ژبو کښې غېر محسوس طريقې سره ضم شي. غېر قدرتي يا مصنوعي طريقه دا ده چې د يوې ژبې د خاتمې د پاره ښۀ شعوري کوششونه وشي. چې ورته ژبوژنه (Language Genocide) وئيلى شي. کله چې داسې حالات رامينځته شي نو بيا د ژبې د ساتنې دپاره د هغې ويونکي شعوري طور سره کوششونه کوي. اؤ په  اګاهانه توګه باندې د ژبې د بقا دپاره جدوجهد کوي چې وروستو د تحريکونو شکل اختياروي. داسې تحريکونه اولس ته پوهه ورکوي. دې سره اولس کښې بيداري راځي اؤ په نتيجه کښې اولس د ژبې د پالنې، پاسلنې، ژغورنې اؤ روزنې د پاره هيڅ قسمه قربانۍ نه دريغ نۀ کوي. لکه مخکښې چې د بنګاليانو اؤ سندهيانو مثالونه ورکړى شول. پښتو کښې داسې تحريکونه اؤ کوششونه د ګوتو په شمېر دي چې د ابتدا نه واخله تر اوسه پورې ئې په لنډه توګه څۀ داسې پېش کولى شو.
1) د غور د سوري حکمرانانو له لوري د پښتو د پالنې هڅې
2) د ملتان د لودي حکمرانانو له طرفه پښتو ته  د ودې  ورکولو هڅې
3) د بايزيد پير روښان،  د هغۀ د مريدانو اؤ په ځواب کښې د مخالفينو له طرفه پښتو کښې ليک عام کول.
4) د خوشحال خان خټک له اړخه پښتو کښې په شعوري توګه ليکنې ته وده ورکول.
5) د شاه حسين هوتک له اړخه قندهار کښې د ادبي دربار د سيوري د لاندې مشاعرې کېدل اؤ شاعرانو ته انعامونه ورکول.
6) د څمکنو د ميا عمر صيب د زوي محمدي صاحب زاده له طرفه پښتوکاتبان ساتل چې کتابونه عام کړي.
7) د انګريز له طرفه د  فارورډ پاليسۍ اختيارولو په خاطر پښتو زده کول اؤ ورته وده ورکول.
8) د شمس العلماء علامه سيد قاضي ميراحمد شاه رضواني صيب له اړخه پښتو ته د پنجاب  يونيورسټۍ د شرقي علومو په کورس کښې ځاي ورکول.
9) د باچاخان په قيادت کښې د "انجمن اصلاح الافاغنه"  له طرفه مشاعرې اؤ ډرامې پېش کېدل  اؤ د "پښتون"  اجراء  هم کېدل.
10) د سوات والي ميا نګل عبدالودود باچا صېب له طرفه پښتو د سوات سرکاري ژبه ګرځېدل اؤ ورته وده ورکول.
11) وزير صېب محمد ګل خان مومند له طرفه د دوئ په کوششونو پښتو عام کېدل اؤ په ائين کښې ورته قانوني حيثيت ورکول.
12) د نصرالله خان نصر په مشرۍ کښې د "ادبي ټولي" له طرفه پښتو ژبه خورول.
13) جديد تحقيق اؤ خصوصاً تنقيد ته د ودې ورکولو په لړ کښې د کامل، حمزه اؤ کاکاجي شعوري کوششونه اؤ "اولسي ادبي جرګه" وجود کښې راتلل.
14) په ګرده پښتونخوا کښې د پښتو د ادبي جرګو مجموعي رول.
15) د تنقيدي پهلو باوجود پښتو فلمونو له طرفه پښتو عامولوته وده ورکول.
16) ١٩-٢١ اپرېل ١٩٨٧ء کال کښې د سليم راز په قيادت کښې ګرده پښتونخوا کښې په ړومبي ځل پېښور کښې عالمي پښتو کانفرنس کېدل: ٢٩ – ٣١ مئ ١٩٩١ء کښې جنوبي پښتونخوا کوئټه کښې د جعفرخان اچکزي په قيادت کښې ړومبنى اؤ بيا ورپسې کال نيم پس هم د دۀ په قيادت کښې دويم عالمي پښتو کانفرنس کېدل: دې نه پس پېښور کښې د سليم راز په قيادت کښې ٣ – ٥ نومبر ٢٠٠٠ء کښې نشترهال پېښور کښې دويم عالمي کانفرنس کېدل اؤ ورپسې د سليم بنګش اؤ اسير منګل په قيادت کښې عالمي پښتو ادبي کنونشن کېدل اؤ ورپسې په تسلسل کښې په ټل کښې عالمي مشاعره کېدل – په دې توګه يوه عالمي ادبي سرګرمي په ړومبني ځل د صوبائي دار الحکومت نه يؤ کلي ته منتقل کېدل.
17) PTV کښې د پښتو ژبې په وخت کښې د کمي خلاف د "پښتانۀ ليکوال"  قيام د همېش خليل په  مشرۍ کښې وشو اؤ د PTV اهلکارو د دوئ د احتجاجي جلوس په  نتيجه کښې د پښتو وخت کښې د کمي کولو فيصله واپس واخستله.
18) خيبر TV  چينل هم د پښتو په ٥٢ ملکونو کښې خورولو دپاره لوئي رول  لوبوي.
19) د څار TV چينل د قائمېدو سره به د پښتو TV چينلونو مينځ کښې صحت مندانه  مقابله  پېل شي.
20) سږکال (٢٠٠٥ء) کښې پښتو د نړۍ يولسمه ژبه ګرځېدل چې کمپيوټر کښې خپله ونډو (Windows) لري.
21) د ټيليفون پښتو ژبه کښې خېبر کالنګ کارډونه په وجود کښې راتلو سره ټوله کاروائي پښتو کښې کېدل چې ورسره به ژبې ته زبردست تقويت ورسي.
22) انټرنېشنل BIG کالنګ کارډ کښې پښتو ژبې کښې هم هدايات ورکولى کېږي چې دې سره به دا ژبه په نړيواله سطحه باندې معرفي شي.
23) د انټرنېټ تر ټولو لوئي معلومات لټوونکي ماشين Google  کښې پښتو شاملېدل.
خو راځئ چې دې حقيقت ته هم اشاره وکړو چې دې ټولو کوششونو کښې يؤ هم داسې نشته چې پښتو دپاره ورکښې چا د سر قربانۍ ورکړې وي. حالانکې په پښتو بد وختونه زيات راغلي دي. چا هم لکه د بنګاليانو اؤ سندهيانو په شان ايمان  نۀ دى تېر کړى. دا خلق به هم معاف کړې چې ځه غېر جانبدار خو پاتې شوي دي. ولې هغه خلق ناقابل معافي دي چې د پښتو په ضد غلط کار کېږي اؤ دوئ ورله جوازونه  تلاش کوي اؤ د "عذر ګناه، بدتر از ګناه" په زمره کښې ځانونه ودروي.
بهرحال د خوشحال خان د دور نه پس پښتو ادب ډېره زياته ترقي وکړه خو بيا يوې صدۍ پورې ډېره اوږده دوره داسې هم راغله چې زمونږ د عالي ادب سلسله بالکل په ټپه ودرېده اؤ مخ په وړاندې تګ ئي څۀ بند شان شو. اؤ يوه خلا پيدا شوه.