غزل

عزت الله شمسزى

سپوږمۍ د ورځې لاس ته راشي رانه بېرته تښتي
لپه مې ډکه له ښکلا شي رانه بېرته تښتي

جانانه اوس چې توره شپه کې کله لار ورکوم
سترگې دې يادې کړم رڼا شي رانه بېرته تښتي

زړه کې مې ډېرې گيلې شته خو زړه مې تاسره دى
لږ څه مې ذهن کې پيدا شي رانه بېرته تښتي

دجانان وصل وي يوه شېبه بېلتون سر او کال
مياشت کې يو ورځ نيمه پخلا شي رانه بېرته تښتي

مړوند په سترگو باندې کېږدي چې حال ونه وايي
ماته راگوري په خندا شي رانه بېرته تښتي.