څلوريزې
دجهاد دفتر په لاس راغلی يارانو
لس په سلو کي سوچه مسلمانان
نوي نور يې بې خبره دي له ځانه
څه يې غله څه په کاسه د پاکستان
* * *
دجهاد دفتر مي پرانيست په لندن کي
لس په سلو کي پردي ، نوي افغان
جنګيالي يې خړ خټګر او طالبان
امامان يې سرتر پايه پرنګيان
* * *
دجهاد دروژه ماتي په محال
څه روټۍ او په کاسه کي مو شنه دال
ځوانان تللي ، کلی کور مو سوځېدلی
پرنګی کړي ناروا دا مو احوال ( ملا سپور )
* * *
چي جهاد ورته ګټلی وي پرنګ
مخ يې تور وي هميشه دسکور په رنګ
د شهيد دسقاط په ورځ به غرغړې کړي
خو په خوله به يې رانه شي نام اوننګ
* * *
ولی عبدالله - ناروغ ( لندن )
15.09.2006
- hairan
" په زنځير تړلى خوب" ته يوه کتنه
يعقوب شاه غرشين، پښين
" په زنځير تړلى خوب" د مشر او نوموړي لنډه کيسه ليکونکي طاهر اپريدي د لنډو کيسو ټولګه ده. طاهر اپريدى د پښتو ادب د اسمان ځلاند ستورى دى ځکه د هيڅ پېژندګلو محتاج ندى. پښتو لپاره د ده ادبي خدمات په ټولو پښتنو يو غټ پور دى. د ده د پور ادائيګي زما په خيال يواځې په دې صورت کېدلاى شي چې مونږ د ده د خدمتونو اعتراف په وازه خوله وکړو او ده...
15.09.2006
- hairan
پښتو موسيقي اؤ سندره
غازي سيال
سندره زمونږ د پښتو د عوامي شاعرۍ يؤ زوړ اؤ غوره نوم دى چې زمونږ د پښتون قام پېژندګلو ده.اؤ زمونږ د پښتني تهذيب اؤ رواياتو سره ژور تعلق لري اؤ زمونږ د ثقافت اؤ ادب نۀ ختميدونکې سرمايه ده.ټپه د پښتو موسيقۍ د فولکلوري سندرې هغه برخه ده چې د دنيا د نورو ژبو د فولکلور نه د شکل په لحاظ جدا ده. فولکلور چې د هرې سيمې وي د هغې سيمې د عقايدو اؤ د اخلاقو ترجماني کوي....