کره کتنه اؤ د هغې زغمل
دروېش درانى

ويل کېږي چې کارګۀ (کارغۀ) چې کله لۀ خپل بچي سره مينه کوي نو ورته وائي رانزدې شه زما سپين کوټى زويه. کۀ څۀ هم د کارګۀ بچى سپين نۀ وي خو دى ئې په دغه نامه ځکه يادوي چې اولاد ئې دى. دغه ډول يوه هنري ليکنه هم د ليکونکي معنوي اولاد وي. هرډول چې وي دۀ ته پخپله ښه ښکاري. مګر بل څوک خو ئې نو بيا د دۀ په سترګو نۀ ګوري، پخپلو سترګو ئې ګوري. ځکه به تور ته توراوسپين ته سپين وائي. دغه وينا کۀ هر څو پرکارګۀ باندې ښه نۀ لګېږي خو وينا کوونکى به  ئې د نوروخلقو تر پامه ګرَم نۀ وي. لېکن کله کله بيا دغه خبره يؤ مخ اپوټه شي.کره کتونکى د شين طوطي بچي ته هم تور وائي. کۀ چرته شين طوطي ورسره اړوځي چې زما بچى تور نۀ دى نو دى به  وائي وګورئ  دلته په چا کښې د کره کتنې زغم نشته.
 اوس به راشو دې خبرې ته چې يؤ کره کتونکى د شين طوطي بچي ته تور ولې وائي. ډېر ځله داسې وي چې د هغۀ نيت سم نۀ وي، هغه لۀ يؤ ليکوال سره عناد لري. اؤ ښۀ نوم ئې نۀ وي ورباندې پېرزو. ځکه نو د هغۀ د رانړولو هڅه کوي اؤ په دغه هڅه کښې ئې د باطن زهر د قلم څوکې ته راځي. د سندهۍ ژبې ستر شاعر شېخ اياز د دغسې زهرجن کره کتونکي په باره کښې د خپلې ډايرۍ  پر يوه پاڼه باندې ليکلي دي چې:
"چا راته وويل چې فلاني کره کتونکي ستا پر شاعرۍ باندې سختې نيوکې کـړې دي. ما چې د غـرۀ  لۀ سره لاندې وکتــل نوڅۀ ګـــورم چـې يؤ لړم لګيادى يـوه  پرښـه په نېښ وهي اؤ غر پر خپل ځاى باندې ټينګ اؤ لۀ هر څۀ بې خبره پټه خُلۀ ولاړ دى".
 
د شيخ اياز پر شاعرۍ باندې چا نيوکې کړې وې اؤ څۀ نيوکې ئې ورباندې کړې وې. په دې مونږ نۀ يُو خبر. په کوم څۀ چې خبر يُو هغه دا دي چې په سندهي ادب کښې شېخ اياز په رښتياهم داسې يؤ غر دى چې د هيڅ کره کتونکي نيوکې د هغۀ مقام نشي راټيټولى. اؤ شېخ اياز هم په دغه خبره باندې پوهـ دى. خو بيا هم دغسې تريخ غبرګون ښائي ځکه ښکاره کوي چې لوستونکو ته دا وښئي چې دا کوم څۀ چې د کره کتنې په نامه دلته هلته چاپېږي. دا ټول نۀ په کره کتنه کښې راځي اؤ نۀ د ژبې اؤ ادب دپاره څۀ ارزښت يا ګټه لري. ما پخپله د شېخ اياز د ډايرۍ دغه پاڼه ډېره پخوا لوستې وه. بيا مې هېره وه. اوس يؤ څۀ موده وړاندې يؤ ځل بيا هغه مهال را په ياد شوه چې په يوه مجله کښې د خوشحال خټک په باره کښې د يؤ نوم ورکي غوندې ليکوال يؤ څو ليکنې چاپ شوې. دغه ليکنې زۀ په دې نۀ کږم چې خوشحال ته پکښې ګوته نيول شوې ده. خوشحال کۀ هر څو لوئي شي تر تنقيد نۀ شي بالاتر کېدى. کومې خبرې چې ماته د شېخ اياز وېنا راياده کړه هغه دا ده چې په دغو ليکنو کښې په داسې انداز ګوت نيونه شوې وه چې په هغه غر خوشحال نۀ رانړېږي. بلکې تاوان ئې پخپله دغه ښاغلي ته رسېږي چې لګيا دى هسې پرښه  په نېښ وهي اؤ خپل زهر بېځايه لۀ لاسه ورکوي.
 په داسې کره کتونکو کښې چې نيوکې ئې بېځايه وي ځينې داسې هم وي چې نيت ئې خراب نۀ وي اؤ نۀ هسې خامخا د چا د رانړولو اراده لري. بلکې خبره په دې ورڅخه ورانه شي چې دعلم اؤ پوهې ورسره کمى وي. داسې ترازو ورسره نۀ وي چې لوئي ادب ورباندې سم وتللى شي. اؤ مونږ ته ئې پوره وزن راوښئي. هسې په ناپوهۍ کښې د چا سېرته نيم سېرى ووائي. اؤ هغه سخت غبرګون ښکاره کولو ته اړ باسي. يؤ وخت يؤ نظم ما چرته لوستى ؤ. دا هم زړه خبره ده ځکه مې دا هېر دي چې په څۀ کښې مې لوستى ؤ. اؤ دا مې هم هېر دي چې په کومه ژبه ؤ. اؤ د شاعر نوم ئې څۀ ؤ. خو مرکزي خيال ئې راته ياد دى. اؤ هغه داسې دى چې يؤ سړى د ږيره خريلو دپاره د حجام دوکان ته ورشي. حجام هغه پرڅوکۍ باندې کښېنوي اؤ په خپل کار پېل وکړي. سړى پورته وګوري. هلته ئې نظر د يؤ بوم ( يؤ مرغۀ ) پر مجسمه باندې ولګېږي. سړى د مجسمو نقاد وي ځکه ئې سمدلاسه جاج اخستل پېل کړي اؤ وائي چې په دې مجسمه کښې ډېرې نيمګړتياوې دي. دا سترګې ئې ډېرې وړې دي. د بوم سترګې دومره وړې نۀ وي. سر ئې هم سم نۀ دى. د بوم سر تر دې غټ وي. دا هم پسې زياته کړي چې پښې ئې داسي نۀ بايد هغسې وى. وزر اؤ سينه ئې هغسې نۀ داسې پکار وو. اؤ داسې نور. دا ډول د حجام چاړه اؤ د دۀ ژبه دواړه پرخپل خپل ځاى باندې خپل خپل کار مخته بيائي. چې بوم لۀ خپله ځايه خوځي اؤ بل ځاى درېږي. اؤ دغه سړي ته څرګنديږي چې دا خو مجسمه نۀ ده ژوندى مرغۀ دى. اوس نو چې سړى ژوندى مرغۀ په مجسمه خطا کوي د هغۀ نيت کۀ هر څومره سم وي خو رايه به ئې د منلو وړ نۀ وي.
 ما په لومړي سرکښې د مرغانو په ذکر خبره پېل کړې وه اؤ وئيلي مې وو چې د کارګۀ بچي ته کۀ څوک تور وائي نو دا خوسمه ده. خو داسې کره کتونکي هم شته چې لګيا دي د شين طوطي بچي هم تور ثابتوي اؤ بيا مې د بوم قصه هم درته وکړه. اوس د يؤ بل مرغۀ په ذکر خپله خبره لږه نوره مخته بيايم. اؤ هغه مرغه دى طاوس. د طاوس مرغۀ ښکلا په نام ده اؤ لۀ دغې ښکلا سره چې بيا د هغۀ رقص هم ملګرى شي نو بيا خو خبره لکه د نُور دپاسه نُور داسې شي. خو ددغه مرغۀ پښې بدرنګه دي. کۀ څۀ هم د پښو دغه بدرنګي د هغۀ د نورې ښکلا په مقابل کښې په اوړو کښې د مالګې هومره لا هم نۀ ده، خو يادونه  ئې بيا هم کېږي. اؤ خلق وائي چې طاوس په خپلو دغو پښو باندې ډېر شرمنده دى. کټ مټ همدغه چل ځينې کره کتونکي لۀ هغو شاعرانو سره کوي چې شاعري ئې د طاوس په شان بې ساري ښکلا لري. دوئ لګيا وي چې په دغسي ستره شاعرۍ کښې د طاوس د پښو هومره بدرنګي ومومي، هغه رابرسېره کړي اؤ شاعر ورباندې شرمنده کړي اؤ لۀ شاعره بيا دا هيله هم کوي چې هغه دې  ددۀ دغه عمل وزغمي. دغسې کره کتونکي کۀ د خوشحال د شاعرۍ جاج اخلي نو ددغه څپاند بحر جلال ته به پام نۀ کوي. اؤ د دغه بحر په تل کښې چې کومې ملغلري پرتې دي د هغو د لټولو پرځاى به په داسې نيمګړتياوو پسې راولګېږي چې هغه به په قول د لونجاينس د خپلې (شاعرانه) لا پرواهۍ پۀ سبب د هر ستر شاعر په شاعرۍ کښې موندل کېدى شي. دوئ دې ته نۀ ګوري چې دغسې نيمګړتياوو ته د پام کولو اړتيا په دې نشته چې هغه د دغې سترې شاعرۍ په جلال اؤ جمال کښې داسې ورکې وي چې د لوستو په مهال ئې لوستونکو ته پته هم نۀ لګي. نيمګړتياوې په رښتيا هغه وي چې سېورى ئې د شاعر پر ټوله شاعرۍ باندې خور وي اؤ اغېز ئې پر يؤ لوستونکي باندې په پرله پسې توګه لويږي. کۀ مونږه د ګلاب بوټي ته پام وکړو نو و به وينو چې اغزي ئې په شمېر تر ګلونو ډېر زيات وي  خو بيا هم څوک ورته د اغزيو بوټى نۀ وائي. د ګل نوم ورسره تړي. اؤ ګلاب ئې بولي. ولې چې ددغه بوټي ګلونه لۀ ورايه ښکاري اؤ لۀ لرې ئې په ښکلا د سړي سترګې خوږېږي. د اغزيو اغېزه ئې هغه وخت سړي ته رسېږي چې ډېر لۀ نزدې په دغه بوټي کار ولري. ځکه نو هغه شاعران چې د شعر ښکلا ئې لۀ ورايه ښکاري اؤ نيمګړتياوې ئې چې تر څو ډېر ور نزدې شوى نۀ ئې، نۀ ښکاري، د ګلاب په رنګه ښکلي اؤ ښۀ شاعران ګڼل پکار دي. زۀ دا نۀ وايم چې د اغزيو يادونه دې ئې څوک نۀ کوي. زۀ تش دومره وايم چې د اغزيو د بوټي نوم ورکول انصاف نۀ دى. لنډه دا چې کۀ مونږ په رښتيا د يؤ شاعر ځاى ټاکل غواړو نو پکار ده چې دا معلومه کړو چې هغه د خپل هنر په وزرو په بره تر کومه حده  پورې تللى دى. نۀ دا چې د هغۀ د الوت لاندې حد کوم يؤ دى. په قول د برنارډشا، چې کله د يؤ مجرم اندازه مونږ لګوو نو دا ګورو چې هغه څومره لاندې لوېدى شي اؤ د يؤ هنرمند په اړه  بيا د هغۀ د بره  تګ اخري حد ګورو.
 دا خو شو د هغو کره کتونکو حال چې وينا ئې په يوه يا بله وجه وزن نۀ لري. يا به دا ووايم چې وېنا ئې ځکه د زغملو وړ نۀ وي چې بېځايه نيوکې کوي. اوس راځو هغو کره کتونکو ته چې هم ئې نيت سم وي هم علم اؤ پوهه لري اؤ هم ئې خبره په هر تالۀ پوره وي، خو نيوکه ئې بيا هم څوک نۀ زغمي. بلکې زياته خواشيني ورباندې څرګندوي. داسې زما په خيال ځکه کېږي چې لکه څنګه چې وړاندې ووئيل شول يوه فنپاره د يؤ هنرمند معنوي اولاد وي. ددې په زېږولو، روزلو اؤ نړۍ ته په وړاندې کولو کښې هغۀ ډېر درد ګاللى وي، خواري ئې کښلې وي اؤ خيال ئې دا وي چې اوس به ئې نړۍ ارومرو ددۀ سپينګوټى اولاد مني. خو دا پوهه، سپېڅلى اؤ په ذهني توګه بالغ کره کتونکى چې د هغۀ جاج واخلي اؤ دفنپارې په وجود کښې دننه پټې نيمګړتياوې رابرسېره کړي نو پخپله د فنپارې د ليکونکې زړۀ  ته هم دا تېره شي چې زيار ئې څۀ خاص ځاى نۀ دى نيولى. اؤ کۀ چرته بيا دغه کره کتونکى د يؤ هنرمند زيار يؤ مخ رد کړي نو دا بيا داسې وي لکه يوې مور ته چې د هغې د ځوان زوى په باره کښې يؤ پوهه ډاکټر ووائي چې ددۀ کېنسر دى، دى به مري. اوس نو کۀ دغه مور د زړۀ لۀ درده ووائي چې ډاکټره! خُلۀ دې ماته شه، څومره په اسانه دې ووئيل چې دى به مري، نو مونږ پوهېږو چې هغه دومره ځکه ودردېده اؤ دومره تريخ غبرګون ئې په دا ښکاره کړ چې زړۀ ئې دا منلې ده چې ددغه ډاکټر خبره درواغ نۀ شي کېدى بس زوى مې لاړ.
خو دلته يوه خبره بله ده اؤ هغه دا چې دغسې کره کتونکى د چا په تراخۀ غبرګون باندې خوا نۀ بدوي. ولې چې هغه پوه وي چې ګزار ئې دروند اؤ خوږوونکى دى. بل هغه بېځايه اؤ بې لۀ څۀ اړتيا د چا زړۀ هم نۀ ماتوي. هغه دا نۀ کوي چې بس کوم يؤ ليکوال چې په مخه ورځي د هغۀ ليکنې تر کره کتنې لاندې راولي. اؤ هغه په دې پوهه کوي چې زيار دې بې ښې اؤ ابته دى. ولې چې هغه پوهېږي چې د يؤ کره کتونکي کار دا وي چې يوه ليکنه کره کړي نۀ دا چې کوټه ئې کړي. يا به دا ووايم چې هغه په يوه ليکنه کښې کوټ نۀ ګوري زر پکښې ګوري. کومه ليکنه چې يؤ مخ کوټه وي اؤ داسې پکښې هيڅ  نۀ وي چې دى ئې ترې راوباسي اؤ د زرو په توګه ئې ادبي نړۍ ته وړاندې کړي. په هغه نو بيا هسې خپل وخت نۀ خرابوي. لکه ښاغلى سعدالله جان برق چې قصه کوي چې يوه ورځ قاضي صاحب اثر افغاني راته ووئيل چې هلکه برقه ! هسې لنډ لوَنډ ګرځې لګيائې په ټوقو ټقالو وخت خرابوې، راشه يؤ سم ادبې کار په لاس درکړم. وې کړه، نوم به دې وشي. ما ورته ووئيل چې اثر صاحب دا خو ډېره ښه خبره ده، څۀ کار دى؟ دۀ ځواب راکړ چې په دې فلاني کلي کښې پخوا يؤ شاعر تېر شوى دى زۀ به دې لارښوونه کوم تۀ کار ورباندې وکړه. ما ورته ووئيل چې کۀ زۀ دغسې وکړم نو څۀ به وشي. دى غصه شو چې ولې به څۀ وشي، د پښتو يؤ شاعر به ژوندى شي. ما په معذرت سره ورته ووئيل چې دا کوم کلى چې تاسې يادوئ په دې کښې نن سبا يؤ ژوندى شاعر هم شته. زما خو زړۀ غواړي چې دغه هم مړ کړم اؤ تۀ وائې چې مړ شاعر ئې را ژوندى کړه. زما ددې خبرې په اورېدو هغه نور غصه شو اؤ راته وې وئيل چې بيا په هغه خپلو اوتو بوتو سر شوې. ماپه ډېره عاجزۍ سره ورته ووئيل چې نه اثر صاحب اوتې بوتې نۀ دي. شاعر په خپل کلام ژوندى پاتې کېږي. کوم شاعر چې خپل کلام ژوندى نۀ شي ساتلى برق به هغه څۀ ژوندى کړي!.
 ښاغلي برق چې دا کومه خبره خداى بخښلي اثر افغاني ته کړې ده. هسې يوه ټوقه نۀ ده، بلکې  يوه ډېره سمه اؤ پرځاى خبره ده. زما په خيال هېڅ يؤ پوه اؤ په رښتيا يؤ ښۀ کره کتونکى پر داسې يؤ شاعر باندې په څۀ ليکلو خپل وخت نۀ خرابوي چې په کلام کښې ئې ژوند نۀ وي. ښۀ کره کتونکى همېشه په داسې يوه  فنپاره  پسې ګرځي چې ژوندۍ وي اؤ ښکلا لري. دغه ښکلا ئې دى نوره رابرسېره کوي. دا ډول يوې خواته د لوستونکو د ذوق د روزلو په کار کښې خپله ذمه واري پوره کوي. اؤ بلې خوا ته د نورو هنرمندانو پام دې ته رااړوي چې ژوندۍ اؤ ښکلې فنپاره څنګه وي اؤ دغه ژوند اؤ ښکلا څنګه پکښې پېدا کېدى شي. بله دا چې ښه کره کتنه هم هغه وخت منځ ته راتلى شي چې يؤ ښۀ کره کتونکى پر يوه ښه فنپاره باندې پېښ شي. هسې خو په ښه فنپاره کښې هم داسې ځايونه وي چې سړى ګوته ورته ونيسي. خو هغه لکه وړاندې چې مې ووئيل په اوړو کښې د مالګې هومره وي. ښۀ کره کتونکى چې د دغو نيمګړتياو يادونه کوي نو په داسې ډول ئې نۀ کوي چې د فنپارې ښکلا پټه کړي. بلکې داسې ئې کوي لکه څنګه چې دګلاب بوټى اغزي لري خو د سړي نظر ئې لۀ ورايه ګلونو ته وراوړي. البته پخپله ښۀ هنرمند نو بيا د طاوس په رنګه وي. ښکلا کۀ ئې هر څومره ډېره وي خو ددۀ پام خپلو بدرنګو پښو ته وي پردې باندې تل غور کوي چې دغه بدرنګي په څۀ ورکېدى شي.
=======================================================

پورتنۍ ليکنه د علمي او ادبي مقالو د ټولګې (پښتو: پرون، نن او سبا) څخه په مننه او تشکر سره په خپل اصلي ليکدود او املا کې دلته رانقل کړاى شوه. دغه ټولګه د اسير منګل او سليم بنګښ په زيار په پېښور کې چاپ شوې ده او د بيا چاپ حقوق يې خوندي دي.