درنو لوستونکو!
دا ځل مو د ځلمي شاعر محمد اسماعيل "عندليب" دا غزل د دې لپاره خوښ کړى چې تاسې يې کره کتنه وکړئ. محمد اسماعيل "عندليب" د حاجي محمد ادريس ځوي د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او د اسلام اباد د نړيوال پوهنتون زده کوونکى دى. د کره کتنې دې پاڼې ته يې خپل شعر په دې هيله راکړى دى چې د نظر خاوندان دې يې په خلاص مټ کره کتنه وکړي.
په مينه او درناوي مو دې غزل ته رابولو:

تور د سپينې خولې دې څنګ له ځانه واړوم
اوس سترګې له دنيا او که له تانه واړوم

ويل يې دا خورې زلفې چې ووځمه له کوره
کوم شېخ صوفي که زړه کې له ايمانه واړوم

رحمان ته "خداى کوهي کړو ورخويېږي يې هر ګام"
نو زه به دې ښپه څنګ له زنخدانه واړوم

پى مخي يار ته ګورمه بيا بيا د مينې کېف دى
دا مخ چې په مجلس کې له جانانه واړوم

ناصحه نور مې مه چېړه زما هم غواړي زړه چې
د سرو شونډو کاسې په سر پرېمانه واړوم

که ته يې پښتنه د "عندليب" هم پښتو زده ده
والله که مخ په ماتې له ميدانه واړوم