كمپيوټري نومونې
د پښتو نيولوجېزم يوه اړينه برخه

محمد اصف صميم

د انسان د ژبنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د ژبې ماشين له لومړي سره چالان راغلى، تر ننه چالان دى او تر څو چې ژوند وي او انسان وي، دا ماشين به د وييونو او كلمو په توليد او پنځونه لګيا وي.
په نړۍ كې هيڅ يوه داسې كلتوري ژبه نشته، چې له بشري پرمختګونو سره د منځ ته راتلونكو جاجونو (مفهومونو) لپاره مخكې له مخكې په بشپړ ډول خپل تيار انډول ولري، بلكې هرې ژبې پر خپل خپل وخت لومړى خپله ډېره شتمني راخوندي كړې او بيا يې په ټاكنو او جوړونو او ورپسې له نورو ژبو څخه په پورونو پوره كړې ده.
په پښتو ژبه كې چې د لاسوندونو په ملاتړ د خپل لرغونوالي جوتې بېلګې لري _ د ويي جوړونې دود ډېر پخوانى دى. خو يواځې شاعرانو او ليكوالو يې د پالنې ژمنه درلوده، چې با يزيد روښان، ستر خوشحال، عبدالقادر خان خټك او عبدالحميد مومند يې ځلاند ساري بللى شو. په نولسمه پېړۍ كې يې د ټولواك امير شېرعلي خان ( 1868_1879ع ) په پېر كې په عسكري او اداري نومونو سره يوه نوې ساه واخيسته او بيا يې په اكاډيميك ډول د "پښتو مركې" او "پښتو ټولنې" په منځته راتلو په تېره د پښتو له رسمي كېدو سره په زړه پورې پرمختګ وكړ.
پښتو_ چې د نړيوال علمي، ساينسي او تخنيكي بهير سره په سيالۍ كې له بده مرغه ډېره ټكنۍ ده او مټه يون كوي _ اړه ده چې دغه پرمختيايي بهير ته په يو واريز او انقلابي توګه ورګډه شي، په تېره دا مهال خو چې د تخنيكپوهنې پرمختيايي بهير او بڼې د كمپيوټر له ګرېوانه سر راايستلى، اړه ده چې د نويو نومونو په رامنځته كولو سره غزونې وكړي او ځان د هغو ژبو له لړه راوباسي، چې په يوويشتمه پېړۍ كې يې د مړلو يا نشتېدلو اندېښنه ده. د همدغې اندېښنې د تمبونې لپاره د پښتو كلتوري او نړيوالو علمي كړيو ژمنه كړې ده، چې د پښتو كمپيوټري وييپانګه (Vocabulary) د وييپوهنې (Lexicology) د ارونو ( تركيب او اشتقاق ) پر بنسټ بشپړه كړي. وييپانګه چې له څلور ګونو رغنده توكو څخه چې ژبپوهانو ټاكلي دي، داسې رغول كېږي:
1_ اركاييزمونه (Archaisms) (زړېزونه): په ګړدودو كې چېرې نيم نيمژوانده پاتې وييونه، چې يا يې ګرد سره څرك نه لګي او يا تش په زړو ادبي او تاريخي ليكنو او متنو كې راخوندي شوي وي او يواځې د ليكوالو شاعرانو او ژورنالستانو لخوا د اړتيا له مخې په لږ و ډېر جوليز (شكلي) او مانيز (محتوايي) بدلون كارول كېږي او ورو ورو ګړنۍ ژبې ته هم لار مومي، لكه نړۍ، هېواد، اتل، يون، وياړ، هسك او...
2_ ديالكتېزمونه (Dialectisms) (ګړوېزونه): چې په بېلابېلو ګړدودو (لهجو) كې ورځنې كارېدنه (استعمال) لري، لكه كور، ډوډۍ، اوبه، پلار، مور، خور، ورور او...
3_ نېولوجېزمونه (Neologisms) ( نوېزونه ): هغه وييونه، چې د نوې رغاوې له لارې د ژبپوهنې (Linguistics) او بيا د وييپوهنې (Lexicology) او د اړوندې علمي او تخنيكي څانګې د ماهرانو له خوا خپللاسي (مصنوعي) جوړېږي، هغه هم د تړنګ Word Compound او بېلنګ Derivation او تيارو مخبېلګو (ماډلو) له مخې، لكه: پوهنتون، پوهنځى، توغندى، غرنى، وګړنى، پانګوال، ځمكوال، لاسليك، سرليك، برخليك، مخكتنه، ټولنپوهنه او...
سيمانتېزمونه (Symanthisms) يا همجوليزونه: چې په ژبه كې د ټاكليو ماناوو لپاره كارول كېږي، خو ويي رغوونكيو پكې مانيز بدلون راوستى وي، هم له نوېزونو ځنې ګڼل كېږي، لكه: (پند) چې پخوا يواځې (سفر) ته وايه شو، خو اوسنۍ مانا يې د نصيحت او عبرت ده. يا دريځ چې پخوا (ممبر) ته ويل كېده خو اوس (موقف، كړنلار يا پاليسۍ) ته وايي.
پورژباړه (Loan Translation) د نيولوجېزم يو بل ډول ګڼل كېږي او مانا يې داده چې يو ويي يا نومونه (term) له يوې ژبې څخه (پوروړې) ژبې ته راوژباړل شي، لكه پوهنتون چې د دارالعلوم، دارالفنون يا دانشګاه پورژباړه ده، چې د پښتو د تړښتي (تركيبي) دود له مخې له (پوهنه) او (تون) څخه رغول شوى دى.
4_ فارنېزمونه / او اداپتېزمونه (Foreignisms & Adptisms) (استعارات): يا پوروييونه د ژبنۍ پانګې څلورمه ډله وييونه دي، چې له نورو ژبو څخه راپورېږي. داسې چې كه په پوروړې يا پوروونكې ژبه كې په هماغه اره جوله او مانا وكارول شي، (دخيل) بلل كېږي، خو كه لږ و ډېر جوليز يا مانيز بدلون پكې راشي، يا په بله وينا د پوروړې ژبې له فونولوجيكي او رغاونيزو (ګرامري) او يا هم له مانا پوهيزو ارونو سره اړخ ولګوي، نو بيا اداپتيزمونه لكه: پښتو شوي (مفغن)، پارسي شوي (مفرس)، هندي شوي (مهند) او عربي شوي (معرب) بلل كېږي.
پور وييونه كه د ډېرو نژدې ګاونډيو ژبو ترمنځ هم وي، بې بدلونه نۀ پاتېږي، نو له دې امله يې انډول زياتره "اداپتيزمونه" كارول كېږي، لكه بينك (بانك)، شمع (شمه)، طمع (تمه)، مصرع (مسره)، وقت (وخت)، قحطى (كاختى) او ...
نړوېزونه (Internationalization) هغو سراسر نړيوالو دودو ځانګړو وييونو ته وايي چې په ډېره لږه استثناء په ژبه كې له لږ ډېر جوليز بدلون سره كارول كېږي، لكه: تيليفون، تيليګراف، راديو، تلويزيون او...
د نويو نومونو (وضع) او د مخنيوي او مخالفت اغېزې:
ژبه كه د ګاونډيو ژبو او د مدنيت له نويو نښو سره د راروان ژبغړاند نېز ( سېلاب) له اغېزه ونۀ ژغورل شي او پر ځاى يې په ژبه كې له راننوتو سره سم خپل وييونه او نومونې نۀ وي، نو دا اندېښنه بېځايه نۀ ده، چې دغه نېز د ژبې شنه او ولاړ فصلونه هم لتاړ كړي او د خلکو پر خولو د دې نوي نېز اغېز تلپاتې شي. نو پكار ده، چې وار له مخه د دغسې اندېښنو او اغېزو كابو كولو ته چمتو اوسو. دلته به د پوهاند حبيبي (خداى بښلي) د زړه درزا ته غوږ ايښودنه بېځايه نۀ وي، چې 36 كاله وړاندې يې په دې اړه ښكاره كړې وه:
" زموږ وطن ته موټر راغى، له دې شي سره تقريباً سل نوي لغته راغله او د عوامو په خولو كې ولوېده: پترول، هينډل، باډي، كلينر، ټانك، بېلر (سټېرنګ)، ايكسل، بريك، كلچ، ايكسليټر، ډرايور، بانټ، بمپر، ټايراډ، ريږييټر، بېټري، ګېر، لايټ ...او داسې نور كلمات رواج شوه. ورځ په ورځ نوي نوي اختراعات او د مدنيت شيان زموږ كره راځي او له هر يوه سره نوي نومونه هم راشېوه كېږي. په پاى كې به زموږ ژبه لكه د هند اردو يوه داسې مركبه ژبه شي چې د ايشيا لغات لا څه كوې، د اروپا كلمې به هم په ګډې وي، نو ژبې ته چې دا خطر متوجې دى او هره ورځ هم مهلك او قوي كېږي، ښايي چې پښتانه دا خطر له خپلې ژبې څخه لرې كي او پرې نږدي چې پردي كلمات له هرې خوا زموږ سپېڅلې ژبه راكرغېړنه كي، اوس لا د وخت سر دى، علمي ټولنې خو هم دغه كارونه لري، ښايي چې دا ادبي او علمي خطر له ژبې څخه رفع كي، كه نه وي بيا يې جلوه ګيري هم ګرانه ده او دا مسئوليت به د اوسني نسل پر غاړه پاتې شي او زموږ راتلونكي پښتانه او ځامن به زموږ له دې بې پروايۍ څخه زيانمن وي. (نو) كه موږ خپله ژبه سموو او د نورو ژبو له اغېزې څخه يې ساتو، ښايي چې علمي اصطلاحات او نومونه او د عصري لوازمو او اختراعاتو اسماء په پښتو ولرو، يو (به) ژبه د پردو له اختلاطه وژغورو او بل (به) مو په ښوونه او زده كړه كې اساني وي."
وږمه: 1348 / 5، 6  ګڼه
د پاكستان په پلازمينه (اسلام اباد) كې د اردو ژبې د نويو نومونو (Terminology) لپاره د "قومي مقتدره زبان" په نامه يوه موسسه په دې كار لګيا ده، چې تر اوسه يې څو ټوكه بېلابېلې څانګيزې (مسلكي) وييپانګې جوړې كړې او خپرې كړې دي.

اوسنۍ نړيوالې هڅې:
ختيزه نړۍ:
• په جاپان كې (Asahi) نومې ورځپاڼې په تېرو لسو كلونو كې د نوې جاپاني ژبې پوروييونو ته يوه ځانګړې پاڼه بېله كړې وه.
عربي نړۍ:
• (وېي رغاونه او په ژبه كې د رسنيو نقش) د صايغ فايز ليكنه، سوريه_ دمشق_ فرهنګ مجله 1992م.
• "عربي كول او ژبنى پلان جوړونه" په سعودي عربستان كې د مصطلحاتو عربي كولو عملي زده كړه، د سعد بن هادي القحطاني ليكنه_ لومړى چاپ_ بيروت_ مركز الدراسات الوحدت العربيه.
• "په عراق كې د عربي كولو بهير" د احمد مطلوب ليكنه_بغداد_ د روزنې فرهنګ او عربي علومو ټولنه.
• "په عربي نړۍ كې وېي رغاونه" د نور قاسم عثمان ليكنه، لومړى چاپ 1988م، خرطوم پوهنتون.
الجزاير:
"په الجزاير كې ژبنى نظام يو پيچلى نظام دى"، تر فرانسوي ښكېلاك وړاندې په 1830م. كې بېلابېلې ځايي لهجې وې، چې په هغو كې عربي، بربري، شفوي او فرانسوي ګډې وې، تر هغې وروسته حكومت غوښتل چې هر څه په عربي ژبه دود كړي، خو له وسه يې پوره نه شوه او ورو ورو يې هر څه په عربي پېل كړل.
د (April Full) په نامه توكبنسټ (Database) د 1989 له جنورۍ څخه د 2003 تر دسمبر پورې ټولې هغه مياشتنۍ رانغاړي، چې په هغو كې نوي ويي جوړ شوي دي. د اپرېل توكي نه يواځې په سوداګريز ډول، بلكې په ځايي توګه هم ستاسې لپاره شته. وګورئ (
www.udues.uce.ak).
لويديزه نړۍ:
اروپايي نړۍ د نويو نومونو په بهير كې له عربي نړۍ څخه كمه نه ده، بلكې د وېي رغاونې په بهير كې اوږه پر اوږه ورسره روانه ده، د بېلګې په توګه يې لاندې ساري راوړلى شو:
• Loura Macbecd په 1996-97 كې په ادب، هنر او نورو برخو كې د وېي رغاونې په اړه ليكنه كړې او همدا رنګه Stev Lange په 1998-99 م كې او هم  Neologism ca Kevin McLeod تر سرليك لاندې په 1998 م كې يوه ليكنه كړې ده. د لا زياتو معلوماتو لپاره وګورئ 
www.incompetech
د ورځپاڼو متنونو كې نوې ويي رغاونه:
په انګليسي كې له 1994 م څخه تر 2003 پورې د نويو وييو لړۍ لپاره وګورئ:                   (
www.rdues.uce.ac.uk.neologism.shtml )
مونږ د انګليسي ژبې د ښوونكو لپاره ډېر سودمند ګڼ شمېر نوي ويي جوړ كړي او دا كار مو د يوې ډلې په مشوره وكړ، چې له مونږ څخه يې بيا بيا د نوې ويي رغاونې غوښتنې وكړې. اوكى! په ورځپاڼو او نورو هغو لنډ مهالنيو متنونو كې هره ورځ نوې خبرتياوې راځي، خو ښوونكي د دې توان نه لري چې هره ورځپاڼه ترلاسه كړي او نوى څيز ومومي.
• "په امريكا كې د برېښليك او نننۍ وېي رغاونې يو څو بېلګې" تر سر ليك لاندې ډېر څه ليكل شوي دي.
"د چټك شوي فرهنګ لپاره كيسې" چې له Mcjob Doughas اخيستې او Cygerspadce له William Gibson (Neuromance) څخه اخيستي، د Lwis Carrol شاعر Jabbrswocky ته په شعر كې د وېي رغاونې پاچا ويل شوي دي، ځكه چې ده په خپل شعر كې په لسګونو نوي ويي جوړ كړي  او په اوسنۍ انګرېزۍ كې د Thomas Browne (1605-1682) ليكنې د هېرولو وړ ځكه نه دي، چې د يو شمېر نويو وييونو سرچينه ګرځېدلي دي.
نو پر دې اساس پرونۍ ويي رغاونې لكه پرونۍ خبرې داسې دي چې نننۍ اړينې ويي ټولګې بلل كېږي.
پوهان او نوې نومونې:
ګوستاولوبون
هر ملت تل خپله ژبه اړوي، ځكه چې (ژبه) د ملتونو له معنوي لوړتياوو سره سمه پر مخ ځي، نو هر څو يې چې د يو ملت افكار او خيالات لوړ شي، ژبه يې هم لوړېږي.
وږمه، 5-6م 348 ګڼه / 2 مخ
پروېز خانلرى
هر پر مختلونكى ناچار دى چې د علمي او ټولنيزو پرمختياوو په رڼا كې د خپلو وييونو زېرمه شتمنه كړي او دا كار په هر حال كېدونكى دى، يا د پرديو او اوپره وييونو د پورونې له لارې او يا د نويو وييونو د ټاكنې له لارې.
... نو پر هر نوي ويي ناډاډمني او پرې بړوسېدل او ناوړه بد علت ګڼل يې نه دي پكار. هوښيار انسان په ذهن كې د هرې نوې... مانا لپاره اړ دى چې نوى ويى او ټكى ولټوي او په داسې بڼه يې وښيي چې د ده د اندېښنې او سوچ څرګندوونكى وي.
هفتاد سخن_ فرهنګ و اجتماع
1348_ دويم ټوك. 377-378 مخونه
پوهاند حبيبي
كله چې انسان له لومړى حاله مدني ژوندانه ته رسېدلى دى نو ژبو هم د ده له اجتماعي او عقلاني ارتقا سره سمون كړى او پر مخ ورسره تللې دي.
... په ابتدايي انسانانو كې ژبې په خپل لومړي شكل كې وې، خو د هغو د اجتماعي پېشرفت اغېزې وې، چې ژبې هم له لومړني حاله ورو ورو د بشپړتابه په خوا رهي شوې او د تكامل تر ناموس لاندې يې وده او سمېدنه ومنله.
پښتو نوى مصدر / و مخ
استاد الفت
د "نوي" او "زاړه " اصطلاحات قراردادي او نسبي مفهومونه دي، جهان دومره ژر ژر تحول كوي چې مونږ ته د "نوي" او "زوړ" ويلو مجال نه پاتې كېږي. د يونان مشهور فلسفي هراكليد ويلي دي چې "يو سړى دوه واره يوه سيند ته نشي ورغورځېدلى".
د دې خبرې مانا دا ده چې په دوهم ځل كې به هم انسان او هم سيند تحول كړى وي. د سترګو په رپ كې هر څهْ بدلېږي او نوي كېږي. څو چې مونږ د نوې كلمې ويلو ته خوله جوړوو، هغه "نوې" زړه شوې وي.
ژبه هم لكه نور موجودات د تغيير او تحول د قانونو تابع ده. د نن ورځې مترقي ژبې هم ډېرې نيمګړې وې، چې محدود لغات او اصوات ې لرل، د تركيب او تاليف په لحاظ ډېره سادګي پكې وه او لغات به د مفرداتو پشان استعمالېده. په لومړۍ مرحله كې د محسوسو شيانو نومونه پيدا شوه. بيا ورو ورو د نورو مفاهيمو او معنوي امورو دپاره استعمال شوه او ځينو الفاظو له اسمي معنا نه معنوي معنا ته انتقال وكړ. لكه له غوږ نه (نغوږل) جوړ شو او له كسي نه (كسل). همدا رنګه ځينې اصوات په افعالو بدل شول يعنې له ډز نه (ډزول) او له ټك نه (ټكول) پيدا شول.
د ژبې له تدريجي تكامل او ترقۍ نه په ژبه كې ګرامري قوانين كشف شول او مكمله صرف او نحوه راپيدا شوه.
ليكوالي املا او انشا 93 مخ
پوهاند رشتين
نوي لغات د ضرورت او اړتيا له مخې د علمي او ادبي ټولنو له خوا وضع كېږي او په اولس كې خپرېږي. نوي لغات د علمي ټولنو له خوا د ګرامري اصولو سره سم جوړېږي او خپرېږي.
پښتو ګرامر، 409 مخ

استاد روهي
... ژبپوهان زيار باسي چې په ژبه كې نوي لغتونه او اصطلاحګانې وضع كړي او تر وسه وسه ژبه بوبه او نګه (نډه) وساتي. د دوي هڅو او زيارونو هم ژبې ته نوى رنګ وركړى دى. داسې ښكاري چې يوه نوې پښتو د تكوين په حال كې ده.
له تحول څخه وېره نه ده پكار، ځكه چې تحول د طبيعت قاموس او هرو مرو راتلونكى دى. لېكن... دا د ژبپوهانو صلاحيت دى چې يو خوږ، روان، عام فهم او ښكلى سبك رايج كړي. داسې چې نور يې په شعوري توګه تعقيب كړي. دا به لا ښه وي چې ژبپوهاند د اديب په لباس كې ډګر ته راووځي. نن سبا هر چېرته په ژورنالستيك سبك سترګې لګېږي، مګر سترګې نه په خوږېږي. داسې ښكاري چې په دې ماشيني عصر كې ليكوال د زيات تامل دپاره فرصت نشي پيدا كولى، لګيا دي د ماشين پشانې كار كوي.
لغت پوهنه، ح مخونه
د 1360 د غبرګولي پر پنځلسمه چې (انجمن ادبي) او بيا وروسته پښتو ټولنه جوړه شوه نو په مرام (تګلاره) كې ې.....د علمي اصطلاحاتو وضع كول او دودول هم ځاى شوي وه.
كابل، 1360، ځانګړې ګڼه
رفيع
ژبې لومړى پلا په دغه شكل چې اوس دي، منځ ته نه دي راغلې، بلكې په ډېرو پېړيو كې بشپړې شوې دي. په هره پېړۍ كې د هغې زمانې خلکو د خپلو معلوماتو او حياتي اړتياوو او خپل عقلي او اجتماعي جوړښت سره سم په ژبه كې مواد او كلمات زيات كړي. دا تكامل سير په ژبو كې اوس هم جاري دى.
ژبپالنه / 27 مخ

پايله:
له نړيوال كولتوري بهير سره د يوې سيالېدونې او روانې ژبې په توګه پښتو هم حق لري، چې د خپلو ورځنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د نړيوالو ارونو پر بنسټ ځان د دې جوګه كړي چې خپله وييپانګه (Vocabulary) راغونډه او علمي او كمپيوټري نړۍ ته وړاندې كړي. سمه ده، چې ستونځې، خنډونه، ځنډونه او تمبونې به په مخكې ډېرې وي، خو د دې لپاره چې دې ټولو ته يو ډاډمن غبرګون ولرو، د ليكنې د ښه پاى (حسن اختتام) په توګه د ارواښاد (علامه) حبيبي دريځ بسنده ګڼو چې وايي:
" ښايي ځنې وروڼه به وي چې د پښتو د اصطلاحاتو جوړول او وضع كول به خوند ور نه كي او .... د پرديو علمي اصطلاحاتو او نومونو په مقابل كې به د پښتو نومونه همغسې فصيح او ادبي او د استعمال وړ ونه ګڼي.... مګر دا ټول له دې څخه پېښېږي چې مونږ له خپلې ژبې سره نابلد يو، غوږونه مو نه دي ورسره روږد، نو ځكه اوس ښه خوند نه راكوي. خو كه دا اصطلاحات رواج ومومي نو هر څوك به دا خپل وست (متاع) خوښ كي...".