غزل
نېک زمينه، مردان، کوزه پښتونخوا

لکه شبنم چې ترمې ترمې شي د لمر مخې ته
داسې ملګرو ويلې کېږم د دلبر مخې ته

کمزورى زړه مې د اشنا د حسن تاب نه لري
چې مخامخ شي زه لاسونه ږدم اکثر مخې ته

نن ټوله شپه مې ستا د يادو وظيفه کړې ده
دا ستا تصوير به مې راوړه په تصور مخې ته

همځولو نن د هغه ښکلي د راتلو نېټه ده
ځکه خو اوړمه را اوړمه د ور مخې ته

نن چې مې ټوله ورځ په ډېره خوشحالۍ تېره شوه
دا مې جانان ؤ اوړېدلى نن سحر مخې ته

لاليه ته دې د بڼو غشي راووروه
زه نېک زمينه ورته نيسمه ځيګر مخې ته