غزل
پروفېسر رحمت الله "درد"

له تانه زيات که بل عذاب نشته
اے محبته! ستا ځواب نشته

نوى نظام د مېخانې عجب دى
پېمانې ډېرې دي شراب نشته

زما د خان په کشاده مکان کې
هر څه بسيار دي خو کتاب نشته

دا کوم پړاؤ د محبت دى ياره؟
سکون هم نشته، اضطراب نشته

مشکل به نۀ وي امتحان د مينې
چې يې مکتب نشته، نصاب نشته

د وخت لمن کې هم ازغي ازغي دي
زما په لاس کې هم ګلاب نشته

درد او که يار ورباندې ډېر شيرين دى
درد او د يار دغه حساب نشته