غزل
سليم بنګښ

لا خو مې ارمان نۀ دى وتلى
زړۀ نه مې جانان نۀ دى وتلى

هر څو يې که هر څومره ښۀ وويست
عکس د تا پۀ شان نۀ دى وتلى

پښو نه مې که ځمکه وي وتلې
لاس نه مې اسمان نۀ دى وتلى

ما ويل چې يواځې پاتې شوى يم
چا ويل چې کاروان نۀ دى وتلى

ستا پۀ سپيناوي مې يقين راغى خو
زړۀ نه مې ګومان نۀ دى وتلى

سترګې مې دي تا پسې وتلې
سترګو نه مې ځان نۀ دى وتلى