سپوږمۍ

ای د سپينې سپوږمۍ عکسه کۀ دې څومره کړمه هېره
بېا د زړۀ پۀ دروازه کې تۀ شې غلې غوندې تېره

محبت به خلکه څۀ کړم نوم يې هم اخيستې نۀ شم
دا غزلې هم ليکمه ټولو خلکو نه پۀ وېره

دا سلګۍ به مې شي کړېکې اسويلي به مې سور اور شي
تړمې اوښکې به سېلاب شي که مې زړۀ کړم را برسېره

پاس د هسک ستورو ته ګوره پلوشې د سپوږمۍ شمېره
د ناصر مومند زړګي کې لۀ دې مينه ده هم ډېره

ناصر مومند
شمالي کلېفورنيا